سپورټ

په یوه شپه کې دوه بریاوې؛ احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې

 د افغانستان د فري فایټ (Free Fight) یا ازادې مبارزې دوه لوبغاړو احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې.

په متحده عربي امارتو کې د ACB سازمان لخوا دواړو افغان لوبغاړو احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز د فري فایټ په سیالیو کې، چې په قفس کې ترسره کیږي، پکې یې ګډون کړی و.

د ACB سازمان لخوا نن ۸ سیالۍ پلان شوې وې، چې پکې دوه افغان لوبغاړي هم ګډونوال وو.

احمد ولي هوتک د اوکراییني سیال سټیفانوو او باز محمد مبارز د سکاټلینډي سیال پر وړاندې بریاوې خپلې کړې.

له دې وړاندې احمد ولي هوتک په خپلې تیرې سیالۍ کې روسي کانکوف ته په تاجکستان کې ماتې خوړلې وه، چې هغه یې لمړۍ ماتې وشمیرل شوه، خو نورې ټولې سیالۍ کې بریا خپلې کړې ده او یو شمیر یې مساوي پای ته رسولې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د فري فایټ یا ازادې مبارزې په سیالیو کې ۳ لوبغاړي احمد ولي هوتک، باز محمد مبارز او سیر بهادر زاده هغه افغان لوبغاړي دي، چې په مسلسل یې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې دي او د کرکټ لوبې په څیر یې د سیالیو بازار ګرم کړی دی.

 

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی