ټولنیز ژوند روغه سټه کورنی ژوند

په ګډو ژوند کې د غوسې د کنټرول لارې چارې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

کله، چې زیات په غوسه وۍ هڅه وکړئ مودب و اوسئ. که د غوسې پر وخت مو له خولې بدې خبرې ووځي، معلومه خبره ده، چې مقابل طرف هم چپ نه پاتې کېږي اوهغه شرم، چې له تاسو څخه یې لري، نور ورته اهمیت نه لري او په ورته عمل لاس پورې کوي.

ځینې جوړې نه شي کولای، چې بې له دعوې او جنجال څخه خبرې وکړي، ځکه د خبرو کولو پر مهال ترې تېروتنه کېږي او دا خبره د دې لامل کېږي، چې له یو بل سره خبرې په دعوه او جنجال بدلې شي. کېدای شي تاسو هم له یوې داسې پېښې سره مخ شوي وی، چې خبرې کوی، خو یودم مو مېرمنه درته په غوسه کېږي، کېدای شي له ځانه وپوښتئ، چې ما خو کوم داسې څه نه دي ویلي، چې د مېرمنې د غوسې لامل مې شي، اصلي خبره دا ده، چې کېدای شي تاسو سمې خبرې کړې وي، خو مېرمنې مو تر بل ډول برداشت کړی وي او همدا د دوی په اند بد برداشت یې د دې لامل شوی ، چې مېرمن موپه غوسه شي او له تاسو سره دعوه پیل کړي.

هېڅکله د اوږدې مودې لپاره غوسه مه کوئ. او یا هم هېڅکله بې له دې چې په کور کې مو احوال نه وي ورکړی له کوره مه وځئ ، ستاسو په اند که مو فکر سم نه وي کولای شئ، چې د خپل مور او پلار او یا هم له یوه نیږدې دوست کره ولاړ شئ، خپل د ژوند ملګري ته وایئ، چې فکر مې سم نه دی زه نن د فلاني کې کره ځم تر څو وضعیت سم شي!.

هېڅ هوښیار کس دا ډول تېروتنه نه تر سره کوي، او که یې تر سره کړي، دا به لویه بې ادبي وي، ښه دی چې د غوسې پر مهال په خپل کور کې پاتې شئ او یو د بل په څنګ کې و اوسئ، که خدای مه کړه داسې څه تر سره کړئ، چې د لنډ وخت لپاره خپل کور پرېږدئ دا به لویه بې ادبي وي، په داسې وخت تاسو یوه او بل ته اړتیا لرئ، چې د یوه او بل په څنګ کې اوسئ. له یو بل سره داسې چلند وکړئ، چې احساس کړئ یو بل ته پوره احترام لرئ.

لومړی د خپل ځان په اړه فکر وکړئ، او د ژوند ملګری مو مه مجبوروئ، چې خپلې خبرې اصلاح کړي. کېدای شي دغه څه چې یاداشت کړي مو دي په یوه داسې ځای کې کېږدئ، چې د مقابل کس یعنې ستاسو د ژوند د ملګري سترګې پرې ولګېږي.

د اونۍ له سره مو خپلو خبرو ته پام وکړئ، داسې خبرې مه کوئ، چې په وسیله یې ستاسو د ژوند ملګری خواشینی او یا غوسه شي. هرشپه د خپلو هغه خبرو په اړه فکر وکړئ، چې د ورځې په اوږدو کې مو کړې دي. هغه تېروتنې چې د ورځې په اوږدو کې درڅخه شوې دي یاداشت یې کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.