خواړه زده کړې

په کور کې د ګلاب جامن د پخولو طریقه

لیکنه: مریم محمدي

د اختر لپاره زموږ په ټولنه کې د بیلابیلو تازه او وچې میوو د رانیول تر څنګ یو شمیر خلک په کور کې خجور، کورنۍ کلچې، ژلبي زلوبۍ او د مټايي سربیره ګلاب جامن هم پخوي.

د ګلاب جامن نوم به مو ضرور اوریدلی وي یا به مو تر ډيره خوړلي هم وي، ځکه د خوشحالۍ هر ډول ماحول چې وي په معمولي توګه د خولې د خوږولو لپاره د ګلاب جامن ذکر ضرور کيږي. ګلاب جامن د يو ډول مټايي نوم دي چي په سويلي آسيا کي ډير خوښونکي لري.

په سيمه ييزو ميټايانو کې د ګلاب جامن رول ډير زيات مهم دی، ګلاب جامن خواږه دي ډير کله د مثال په توگه په کليزه يا لویو جشنونو لکه واده، لوی اختر، کوچني اختر، يا د هندوانو جشن ديوالي او داسې نورو کې خوړل کېږي.

د ګلاب جامن مختلف ډولونه شتون لري. او هر ډول يې ځانته بيل خوند او رنګ لري. دا چې څنګه کولای شو ګلاب جامن په کور کې پاخه کړو نن درته یې په اړه معلومات درکوو:

اړين مواد:
– وچې شېدې ٢٥٠ ګرامه
– پيروى يوه قطۍ
– سوجي ١٠٠ ګرامه
– بوره نيم کېلو
– کيک پوډریوه قاشوغه
– غوړي د اړتیا وړ
– ترميده اوړه ٥٠ ګرامه

د پخېدو طریقه
په دوو ګيلاسو اوبو کې بوره واچوئ، کله چې اوبه جوش شوې، بيا وچې شېدې، پيروى، ترميده، سوجي او د کيک پوډر سره واچوئ، ښه يې مکس کړئ، بيا له دغو موادو څخه د چارمغز په څیر ګردې ګردې ګلاب جامن جوړ کړئ، په غوړو کې يې سره کړئ او بيا يې د څو دقيقو لپاره د بورې په شربتو کې واچوئ. بس اوس ګلاب جامن تيار دي او خوړلی یې شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي