ټولنیز ژوند خوندیتوب

په کلیوالي کچه د ښځو له امله رامنځته کیدونکی نفاق او تاوتریخوالی

لیکنه: الما افغان

غواړم لیکنه مې نن له یو تریخ حقیقته پېل کړم او هغه دا چې د یوې میرمنې په صفت زه هم دا منم چې په ډیری کورنیو، کلو او چاپیریالونو کې د جګړې سرچینه میرمنې بلل کیږي.

دا به راسره ټول مني چې دا خبره حقیقت ده، خو زه یې په خپل نظر په لاملونو او حل لارو بحث لرم:

۱- په کلیوالې کچه په نفاق د لمنځه وړو کې د میرمنو رول
ما په ۲۰۱۶ م کال کې د یوې څیړنیزې موسسې سره کار کاوه او هلته يې ماته موضوع د وسله والو مخالفینو د میندو، میرمنو او خویندو سره د مرکو لپاره ځانګړې کړې وه، ترڅو زه دا موخه لاسته راوړم چې ولې د دوی د کورنۍ ځوانان وسله والو لیکو ته ځې او څنګه يې د همدوی پرمټ مخنیوی کولی شو؟

ما د بیلابیلو میرمنو سره مرکې درلودې او له دوی مې لاسته راوړنه دا وه چې ددوی نارینه د همدوی پرمټ جګړو ته هڅول شوي.

یوه میرمن چې ځان يې راته رازمینه راپیژنده، د ننګرهار د بټې کوټ اصلې اوسیدونکې وه، خپله کیسه داسې کوله:
زه د دریو زامنو او دوه لوڼو مور وم چې د خاوند تربورانو مې د کومې پخوانۍ لانجې په سر خاوند راته په بې رحمۍ وژلی وو، له هماغې راهیسې مې له ځانه سره دا قصد وکړ چې یوه ورځ به مې زامن لوییږې او د خپل پلار غچ اخلې د وخت په تیریدو سره مې زامن ځوانان شول او ما هم ورته هماغه خپل کړی پوخ قصد په غوږ کې ایښی وو. دا چې زموږ مخالفې ډلې په دولت کې دنده درلوده نو ما مې زامن د هغې د بدل اخیستو پخاطر آمارت ډلې ته ولیږل او وروسته د داعیشو سره یوځای شول. زامنو مې د پلار د قاتل لپاره د ټولو حکومتې چارواکو کرکه درلوده نو؛ ځکه يې د دوۍ پر وړاندې ورانکارې فعالیتونه ترسره کول.

خو؛
رازمینه دا هم وايي چې، موږ د سولې د عالې شورا سره د یوځای کیدو د ګټو او د مخالفینو د لیکو له زیانونو ترخبریدو وروسته خپله پریکړه بدله کړه او خپل لمسول شوي زوی ته مې د جګړې پرځای د سولې وړاندیز وکړ او زامنو مې هم ومانه.

نوموړې میرمن وايي، د مور خبره پر اولاد ډیره ښه اغیزه کوي او تر مور وروسته خوږ نصیحت نارینه ته د هغې د میرمن دی او همدا شان ورور ته يې د خور پتمنه لمن غوړول او سرتورولو هاخوا نور دردونکی بل لامل نشته چې ورور، خاوند او یا هم زوی دې له جګړې لاس وانخلي.

تاسو به هرومرو د جګړیزو سیمو شاهدان اوسۍ او یا به مو له مشرانو اوریدلې وي چې کله هم د دوو کورنیو او یا هم قومونو ترمنځ شخړه رامنځته کیږي، نو سپین سرې د جګړې منځته رادانګې او دواړه خواوې جګړه سړوي. لامل دا دی چې دلته د میرمنوغږ پورته کولو ته ډیر درناوی کیږي. نو ځکه يې په اتفاق راوستو کې رول مهم دی.

۲- میرمنې ولې تاوتریخوالي ته لمن وهې؟
د میرمنو د پوهې د سطحې ټيټوالی، د زغم او حوصلې نه شتون، په ناڅاپې ډول د خاوند د کور ته راتګ سره نوموړی د ورځې په اوږدو کې د بدو پیښو خبرول هغه څه دي چې نفاق، تاوتریخوالي، زړه بد والي او د کوچنیو شخړې په لویانو هغو بدلول او آن کله، کله مرګ ژوبله هم رامنځته کولای شي.

زموږ په ځینو کورنیو کې د میرمنو یو ډیر بد عادت دا هم دی چې کله يې خاوند له کارځایه ستړی راشي نو میرمن يي پرته د هغې د دمې جوړولو ورته یوناڅاپه په لوړ او احساساتې غږ د ماشوم د تیر شوي جنګ کیسه پیل کړي او خاوند يې لا غوسه او جګړه د مقابلې کورنۍ مشرانو ته وباسي او دا لامل شې چې مرګ ژوبلې رامنځته کیږي.

۳- څنګه په میرمنو کې اتفاق او حوصله پیدا کیږي؟
که سوله په پیسو راوړل کیده نو افغانستان به د نړۍ لومړی هیواد وای چې په لوړه بیه يې اخیستی وای. خو خبره په پیسو کې نده دلته په ځان کې د تغییر راوستو کې ده او دا تغییر هم باید مثبت وي.

هڅه وکړئ پراخه حوصله او زغم ولرئ، که مو ماشوم د نورو ماشومانو سره شخړه کوله تاسو يي د شخړې پر زیانونو پوه کړئ او تر ټولو مهمه خبره داده چې هیڅکله مو خاوند ته د دندې څخه د کورته راتګ پرمهال د بدو پیښو یاونه مه کوئ.

عزیزه د ننګرهار ولایت د مهمندرې ولسوالۍ اوسیدونکې ده، نوموړې یوه لور او اته زامن لري هغه وايي:
زما مشر زوۍ څوارلس کلن دی او نور ماشومان مې په پرله پسې توګه راوړي مطلب ډیر کوچنیان دي.
پخوا زموږ په سیمه کې یو ډیر بد رواج دا وو چې په کلې کې مې د ماشومانو سره نور ماشومان په جګړه شول نو د کورنۍ مشران به يې زموږ د کور د دروازې ترشا ولاړ او بد رد به يی هم ویل، خو دا چې زما خاوند مسافر وو او په کور نه وو او هم پوهیدم چې ماشومان د شخړې وروسته بیرته لوبې کوي نو هیڅ مې علاقه مندې دې ته نه ښوده چې د ماشومانو په سر شخړه وکړم او یا هم د همسایه ښکنځلو ته ځواب ورکړم، ما به تل حوصله کوله او نن ورځ زما د حوصلې له برکته د کلي یو نارینه او ښځینه هم بل کور ته د ماشوم په سر د رامنځته شوې جګړې لپاره نه ورځي ځکه؛ اوس هغوی پوه دي چې دا یو بد عمل دی، زه هیله لرم چې هره کورنۍ د ماشوم پر سر له چاسره جګړه ونکړي.

درنو میرمنو!
تاسې يۍ چې جګړه تودوۍ او تاسې یاست چې د تاوتریخوالي او جګړو د اور سکروټې تازه کوۍ نو هیله لرم چې لنډ فکر مه کوئ د راتلونکې سوچ وکړئ او پراخه حوصله پیدا کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده