بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند زده کړې

په کانکور کې پاتې کسان، ناکام نه دي

لیکنه: نعمان دوست

داسې وګڼئ چې توره شپه ده. باران په شړق وریږي او مساپر د کور په لور روان دی. کور ته لا لاره پاتې؛ د هغه پښه ښوویږي او لویږي. څه فکر کوئ؛ د دې لپاره چې کور ته ورسیږي؛ باید پورته شي او بیا حرکت وکړي او که ځای پر ځای همداسې پروت پاتې شي؟

شاید، ځواب مو دا وي چې باید پورته شي. حرکت وکړي او د ګام اخیستلو په وخت کې له پخوا ډير احتیاط وکړي. که داسې ونکړي هملته به پاتې شي؛ آن که کور ته یې ایله څلور پنځه ګامه نور مزل پاتې وي نو هم و به نه رسیږي.

هدف ته د رسیدو لپاره ګام اخیستل په کار دي او دا ګامونه باید پر هغه لاره واخیستل شي چې موخې ته مو رسوي. که په لاره کې څو ځلې ولویږئ خو چې بیا هم موخې ته و رسیږئ تاسو ناکام نه یئ. بلکې هر ځل لویدل مو دې ته متوجه کوي چې نور ګامونه څنګه واخلئ.

د ۱۳۹۷ کال د کانکور پایلې اعلان شوې. د لوړو زدکړو چانس ترلاسه کول د کانکور د ټولو ګډونوالو هدف و؛ خو ډیر ور و نه رسیدل. ممکن یا یې بخت یاري نه وي کړي او یا یې دغه هدف ته د رسیدو لپاره تمرین نه وي کړی.

هغوی چې نه دي بریالي شوي، په حقیقت کې ناکام شوي هم نه دي؛ بلکې په دې پوهول شوي دي چې که د نورو په څير یې وخت نه وای ضایع کړی، له فرصتونو یې سمه استفاده کړې وای نو له دې پایلې سره به نه مخ کیدل.

هغوی چې د بریالیو په نوملړ کې نه دي، ناکام هم نه دي؛ بلکې یو شین څراغ ورته بل شوی او پوهول شوي دي چې دا وخت تیریږي. سم یې تیر کړئ، کوښښ وکړئ او راتلونکې کانکور کې په خپله نتیجه هم ځان خوشحاله کړئ او هم خپل دوستان.

ناهیلي مو وژني
ممکن ځینې ځوانان ناهیلي شوي وي او غواړي له کتاب او قلم سره مخه ښه وکړي. خو دا غیر عاقلانه تصمیم دی. ځکه هیڅ شی ناممکن نه دی، دا موږ یوو چې ممکن شیان خپله ناممکن کوو.

د الوتکې له اختراع وړاندې انسان په هوا کې الوتل او بیا د دومره درندو وزنونو چټک انتقال ناشونی ګڼه، خو د اختراع په اړه له فکر کولو یې لاس وانخیست. زحمتونه یې وګالل، قربانۍ یې ورکړې او بالاخره خپل هدف ته ورسیدل او بشریت ته یې یو ستر سهولت رامنځ ته کړ.

کاناډايي لوبغاړی ټیري فوکس Terry Fox ( 1958- 1981) وايي: (( زه پوهیږم چې تاسو نا ممکنه کارونه کولای شئ!))         هغه دغه خبره یوازې د فرضیې په حالت کې پرینښوده؛ بلکه ثابته یې کړه.

دغه ځوانیمرګ د هډوکي له سرطان سره په جنجال اخته و. اخر یې ښي پښه پرې شوه؛ خو نا هیلی نشو. د دې لپاره چې نورو معلولو ته همت ورکړي او د دې لپاره چې د دې ناروغۍ د مخنیوي یا درملنې لپاره پام راوګرځوي په یوه پښه ( بله یې مصنوعي وه) منډه شروع کړه. د هغه په اړه ویل کیږي چې په ۱۴۳ ورځو کې یې (۳۳۳۹ مایله یا ۵۳۷۳ کیلومتره) واټن وواهه.

فوکس، خپل نوم په معلوله ځان تپلپاتې کړ. د ده په نوم کاناډا کې ښوونځي، پوهنتونونه، تلویزیوني پروګرامونه او… جوړ شول. په شاوخوا دوویشت کلن عمر کې داسې مشهور شو چې په سالمو کسانو کې یې ساری نه لیدل کیږي.

د ګورګاني شاهي خاندان موسس ګوډ تیمور (۷۱۴–۷۸۳ ه‍.ل) په اړه ویل کیږي چې کله یې ماته وخوړه نو ناهیلی شو. غوښتل یې له جګړې لاس واخلي. دی لا هماغه شان ستړی و او د دښمنانو له سترګو یې ځان پناه کړی و چې پر یوه میږي یې نظر پریوځي. د میږي خوله کې د غنم دانه ده. مخ په بره یې خیژوي، خو نیمه لاره کې ترې ولویږي او بیرته ورپسې راښکته شي. تر هغې ادامه ورکوي چې دانه خپل غار ته د ننه کړي. تیمور چې دا حالت ويني یوه نوي انرژي پیدا کوي، ټپ تړي او مبارزې ته ادامه ورکوي او بیا هندوستان، د منځنۍ اسیا ګڼ هیوادونه نیسي او نړیوال شهرت مومي.

ممکن دا خبره تاریخي کره والی ونلري؛ خو یو سبق لري او هغه دا چې په هیڅ حالت کې باید همت ونه بایلل شي؛ د خوشال بابا خبره:
(( که فلک دې د زمري په خوله کې ورکا – د زمري په خوله کې مه پریږده همت))

بیرته خپلې خبرې ته راځم او هغه دا چې سږني کانکور کې پاتې ځوانان دې همت نه بایلي. نا هیلي کیږي دې نه. لا زیات زحمت دې وګالي. لا ډیره خواري دې وکړي، که کال ته ژوندي وو، په خوشحالۍ به ورته مبارکي ورکړو.

محمد نعمان دوست
د زمري ۱۱مه، ۱۳۹۷

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نعمان دوست

نعمان دوست تکړه افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز فعال دی. دا لیکنه یې په ځانګړې توګه د یاران لپاره ده.