هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
کرکټ

په کابل کې د کرکټ خصوصي اکاډمي پرانیستل شوه

 

په کابل کې د ابدالي په نامه د کرکټ خصوصي اکاډمي، چې د کابل ارزان قیمت احمد شاه بابا مینې کې موقیعت لري، تیره ورځ د یو لړ رسمي مراسمو په لړ کې پرانیستل شوه.

د کرکټ اکاډمۍ د پرانیستې په مراسمو کې د کرکټ بورډ پخوانیو چارواکو، د ولایتي شورا غړیو، ورزشي خبریالانو، د کرکټ لوبغاړو او زیات شمیر ځوانانو ګډون کړی و.

د کرکټ لوبې د دې اکاډمي رغنیزې چارې په هېواد کې د ځوان کرکټر لوبغاړي نثار احمد ساپي لخوا پیل شوې وې، چې تیره ورځ یې د لوبغاړو د تمرین په موخه پرانیستله.

د پرانیستې په مراسمو کې د ابدالي اکاډمۍ روزونکي نظیم جار عبدالرحمیزي ټولو ګډونوالو ته د کرکټ په ډګر کې د ځوانو استعدادونو د رابرسیره کیدو ژمنه وکړ او و یې ویل: هڅه به وکړي، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د څو تیزو بالرانو په لټه کې شي.

که څه هم افغان کرکټ بورډ په هېواد کې د لوبغاړو د روزنې په موخه په یو شمیر ولایتون کې د کرکټ اکاډمیانې جوړې کړې دي، خو د کورني کرکټ د لا پیاوړتیا په موخه خصوصي کرکټ اکاډمیانې هغه څه دي، چې تر نړیوالو ډګرونو یې زیات شمیر لوبغاړي ور پیژندلي دي.

دا لمړی ځل نه دی، چې د کرکټ په ډګر کې یوه خصوصي کرکټ اکاډمي جوړیږي؛ بلکې له دې وړاندې په ۲۰۱۰ م کال کې د لمړي ځل لپاره د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد هم خپله روزنیزه اکاډمي د لوبغاړو د تمرین ترسراوي په موخه په ننګرهار کې پرانیستله، چې تر دې مهاله یې تر ۱۹ کلنې، الف او ملي لوبډلې پورې ځوان لوبغاړي ورپیژندلې دي، چې ښې بیلګې یې نجیب الله ترکی، عبدالله عادل، ابراهیم، طارق ستانکزی او داسې نور ځوان لوبغاړي دي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */