سیاست

په کابل کې د بریتانیا سفارت له کله راهېسې

لیکنه: صفیه حلیم

د ۱۹ میلادي پېړۍ له نیمایی برطانیې په افغانستان کې د خپلو استاځو په ساتلو لاس پورې کړو.

په ۱۸۵۵ م کې د امیردوست محمد خان ورور سردارغلام حیدرپه پیښور کې د هند ګورنرجنرل جان لارنس سره یوه معاهده وکړه. ددې د ۷ مادې تر مخه په پیښور کې به د انګریزانو یو استاځې(ایجنټ) ساتل کېدو.

لومړی ایجنټ، نواب فوجدارخان د ملتان سدوزی و چې د ۱۸۵۶ م نه تر ۱۸۵۹ په پیښور کې کار کوو. ورپسې ۶ کاله غلام حسین خان علیزۍ دا دنده په غاړه لرله. بختیارخان(منشي انچارج) تر ۱۸۶۸ م پاتې و. عطا محمد خان خاکواني (خوګیاڼی) چې پخوا د ډېره اسمعیل خان کمشنر و، تر ۱۸۷۸ م پیښور کې رسمي کارونه کول.

بیا د دوېم افغان جنګ له کبله درې کاله د انګریز استاځې نه وو او ټولې سفارتي معاملې به پوځي افسرانو پخپله ترسره کولې. په ۱۸۸۲ م کې د انګریزانو استاځې سردارمحمد افضل خان چې د انګریز د بنګال سپاره پوځ یو افسرو، تر ۱۸۸۵ م په کابل کې پاتې و. ورپسې د انګریز پوځ یو بل افسر سردارعطاء الله خان تر ۱۸۹۱ م ایجنټ و.

سردار محمد افضل خان ګنډاپور تر ۱۸۹۴ م- محمد عزت خان (منشي) تر ۱۸۹۴ م- محمد اکرم خان (د پوځ افسر) تر ۱۸۹۵ م
مولوي غفور خان چې پخوا د لکهنئو ډپټي کلکټرو) تر ۱۹۰۰ م.
حافظ محمد نواز خان ( د پوځ افسر) تر ۱۹۰۳ م
ملک خدابخش ټوانه (د پنجاب حکومت یو افسر) تر ۱۹۰۷ م
فقیرسید افتخارالدین. تر ۱۹۱۰ م

ملک طالب مهدي خان چې پخوا د بهاولپور ریاست د مالی څانګې غړې و، تر ۱۹۱۳ م او حافظ سیف الله خان چې پخوا د کندهار ایجنټ و، تر ۱۹۱۹ م خپله دنده سرته رسوله.

د برطانیې او امیرحبیب الله ترمنځ د سفارت خانو د جوړولو لپاره په ۱۹۱۹ م کې لوظنامه شوې وه. خو د ده له مړینې وروسته څه موده کارځنډیدلې و. په ۱۹۲۱ م کې د راولپنډۍ د تړون نه وروسته د برطانوي پوځ یو افسر فرانسس همفریز چې په هند کې يې ملکې خدمتونه تر سره کړی و، د بل کال په سر کې کابل ته ورسیدو. هغه د ښارپه مرکز کې “اولیه سرای” په اجاره واخیستو چۍ پخوا د امیرحبیب الله حرم پکې میشت و. همفریز د افغانانو له خوا یو امکاني چپاو د مخ نیوي لپاره په داسې زمکې نوې سفارت جوړول غوښته چې له زاړه ښار لیرې وي.

د برطانیې خارجه وزیر”لارډ کرزن” د دې لپاره منظوري ورکړه او غوښتل يې چې د کابل سفارت په ټول اېشیا کې باید ترټولو ښایسته ودانۍ ولري. په “کارته پروان” کې ۲۶ ایکړ زمکه په نښه شوه چې ۱۲ بیلا بیل نومرې (برخې) وې او د څو کسانو ملکیت و. د زمکې هره برخه د برطانیې د ختیځو چارو هندي سکترشیخ محبوب علی په نوم خرڅه شوه.

د سفارت د ودانۍ نقشه یو انګریز ارکیټیکټ ” بېزل مارټین سلی ون” جوړه کړه چۍ د پنجاب حکومت لپاره يې کار کوو. له زمکې اوچت په یو لوی دکانچه د دې مرکزي برخه وه چې مخ يې شمال ختیځ ته و. دغه دوه پوړیزه ودانۍ چاپېره برنډې لرلې او په لوی هال کې د لرګي لوړسټیج و. په یو سرکې يې د سکواش لوبغالې او بلې خوا ته ” ګلخانه” وه. مخامخ ورته لوی باغ او شا ته غرونه وو.

د مالي څانګې بلډنګ، د ډپلوماټانو لپاره ۵ کورونه، دوه بنګلې، د منشیانو لپاره په یوه لیکه ۳ واړه کورونه، یوه طوېله او ورسره د اس ساتونکو کوټې وې. سفارت ته مخامخ د سړک پورې غاړه ۲ ایکړه نوره زمکه کې یو روغتون او د ختیځو چارو د سکټر کورونه وو. ددې ټوله زمکې او د ودانۍ لګښت ۱ لک او ۷۵ زره پونډ و.

په ۱۹۲۴ م کې د نقشې له مخه ورباندې کار پېل شو او د جوړښت زیات مواد د هند نه يې ورته راوړل. له پيښور به یوه لوی انجن شا ته دوه درې ټرالر په لرګیو، سیمټو او خښتو بار، د “لته بند” په لارکابل ته روان وو. د ګمرک، پاسپورټ او دغسې نورو لانجو به کار په ټپ ودریدو او درې کاله پرې واوړېدل. بیا په ۱۹۲۶ م کې په ” اولیه سرای” اور ولګیدو او انګریزانو د سفارت هغو څو کورونو ته کډه یوړه چې جوړ شوي وو.

د سفارت مرکزي ودانۍ په ۱۹۲۸ کې تیاره شوه او په ژمي کې یوې لوی میلمستیا انتظام وشو. د افغان شاهي ټبرمیرمنې ورته په اروپای لباس کې ورغلې. خو د سفارت په نقشه کې عیب و. سالیون د هند په شان د ودانۍ مخه شمال لوري ته جوړه کړه. خو په کابل کې د شمال نه ساړه واورین باد په کور ورننوځي.

په 1965 م کال کې کابل کې د امریکا د سفارت ودانۍ

په ۱۹۲۹ م کې د امیر امان الله خان خلاف بغاوت کې د پوځ مخالفو ډلو په یوبل ډزې کولې. برطانوي سفارت په منځ کې او ګولۍ به پکې پریوتې. په ۱۹ دسمبرچا د سفارت پوځي اتاشې استوګنځي ته اور واچاو. د سفارت ټول کارکوونکي په مرکزي ودانۍ کې راټول وو. میرمن همفریز پخپلو یادښتونو کې لیکي، ” د سکواش په لوبغالي کې ګولې پریوتې- ۳ ګولۍ زمونږ د خوب په کوټه کې، ۳ زما کټ سره، ۳ په غسل خانه کې، یو ګولۍ د وزیر نه ۶ انچه لیرې تېره شوه.” سفارت پیښور ته د مرستې غږ وکړو او هلته نه د الوتکو د لیږلو تابیا وشوه. میرمن همفریز په دې ویره وه چې بره نه د الوتکې پایلټ به دوی څنګه ګوري. نو د کټ په سپینو څادرونو يې په لویو تورو، “مرسته” ولیکل او په شین چمن کې يې وغوړول.

په ۲۳ دسمبر ۱۹۲۹ م کې د برطانیې د هواي ځواک لومړۍ الوتکه پیښورنه کابل ته ورسیده چې پکې برطانوي نژاد ښځې او ماشومان سپاره شول. دا په نړۍ کې د هوای مرستې لومړۍ پیښه وه. ورپسې په څو پروازونو کې نوره عمله او د هند وګړي لاړل چې شمېره يې ۵۸۶ وه. په هوای ډګر د واورې له کبله به پرواز وځنډیدو خو په دوو میاشتو کې سفارت تش شو. فرانسس همفریز په ۲۵ فروري ۱۹۳۰ کې په وروستۍ الوتکې کې کیناستو. د ده په لاس کې د خپل طوطي پنجره او په ترخ کې د برطانیې کت شوې بیرغ و. د خپلې عملې څو نور کسان ورسره مله وو.

د مې په میاشت ۱۹۲۹ م کې نوې سفیر، رچرډ رای میکوناچي کابل ته لاړو اوتر ۱۹۳۵ م هلته پاتې و. ورپسې نور سفیران دا وو. ویلیم کارفریزر ټیټلر- له ۱۹۳۵ تر ۱۹۴۱ م فرانسس ورنر وایلي- له ۱۹۴۱ تر ۱۹۴۳ م. جابلز فریډریک سکوایر-له ۱۹۴۳ تر ۱۹۴۹ م

په ۱۹۴۷ م کې د هند له وېش وروسته انګریزانو هغه څه چې له ځانه سره نشو وړې، په هند او پاکستان ووېشل. دواړو ملکونو د کابل په سفارت دعوه وکړه ځکه دا د برطانیې په پېسو نه و جوړ شوې. بیا په ۱۹۶۳ م کې دواړو لوظنامه وکړه چې دا سفارت به پاکستان سره وي. برطانیې ۵ کاله وروسته دا ومنل خو په ۱۹۷۳ م کې د افغانستان حکومت اعلان وکړو چې برطانیه دا ودانۍ بل چا ته نشي ورکولې. په ۱۹۷۵ م کې د پاکستان حکومت برطانیې ته وړاندیز وکړو چې دوی به سفارت د افغانستان حکومت ته وسپاري او په بدل کې انګریزان دې ورته پېسې ورکړی. برطانوي حکومت پرې راضي شو خو دا کار وځنډیدو. بیا د دې ځینې برخې يې پاکستان ته پریښودې او په نورو کې يې خپله سفارتي عمله وساتله.

په ۱۹۸۹ م کال کې په کابل کې د بریتانیا د سفارت ودانۍ

په ۱۹۸۹ م کې د روسانو د وتلو نه وروسته، د افغانستان او د برطانیې سفارتي اړیکې وشلیدې او ټول کارکوونکي ترې ووتل. د دې سفارت ساتنه پاکستان کوله او په ۱۹۹۴ م کې د برطانیې نه يې رسمي دا ودانۍ وغوښته. انګریزانو ورته څو شرایط کیښودل. یو دا چې د ودانۍ پینځم نمبر کور به مفت د دوی په تصرف کې وي. که څه هم پاکستان ورسره دا و نه منل خو د سړک بلې غاړې ته وړوکې روغتون يې ورله ورکړو. اخر د سفارت مرکزی ودانۍ په رسمي توګه ۱۹۹۴ م کې پاکستان ته وسپارل شوه. هغه کال په ۱۶ مې د کابل یوه کاواکه ډله په دغه سفارت حمله وکړه او تاوان يې ورواړو. یو کس پکې مړ او څو کارکوونکي زخمیان شول چې سفیرهم پکې و.

په ۲۰۰۰ م کې د پاکستان په غوښتنه د روغتون ودانۍ هم برطانیې ورته خوشې کړه. د افغانستان او پاکستان تر منځ سفارتي اړیکې بیا جوړې شوې. د طالبانو د سقوط نه وروسته برطانوي ډپلوماتان څه موده د روغتون په ودانۍ کې میشت وو. بیا د بلغاریې او د مصر سفارت خانې يې په کرایه واخستې.

انګریزان اوس غواړي چې دا تاریخي ودانۍ د پاکستان نه بیرته واخلي او هغوی پرې هم راضي دي. دا چې بیه به يې څومره وي څرګنده نه ده.
صفیه حلیم

سرچینې

د برټش لایبرېری معلوماتي پاڼه

1. A history of the British Embassy in Kabul, Afghanistan. Katherine Himsworth. 1976.
2. The End Game: The Final Chapter in Britain’s Great Game in Afghanistan Susan Loughhead. Amberley Publishing, 2016.

د خپریدو نېټه- ۱۶ جنوری ۲۰۱۸ م

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صفیه حلیم