کلتور او هنر له نړۍ

په چین کې تر ټولو لوی مسجد چې د ۲۰زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري

لیکنه: ياران
اعلان

لیکنه: حمیدالله حمیدي

په چین کې د ۴۰ مېلیونه په شاوخوا کې مسلمانان ژوند کوي. د کاشغر دعیدګاه مسجد د چین د (شین جیان) ایالت د کاشغر په ښار کې تر ټولو لوی مسجد شمېرل کېږي.

هغه کسان، چې کاشغر ته ځي، د عید ګاه له مسجد څخه ارو مرو لیدنه کوي، ځکه دغه مسجد د کاشغر له تاریخي ځایونو بلل کېږي.

د کاشغر د عید ګاه په مسجد کې پر پنځه وخته لمونځ سر بېره د جمعې او اخترونو لمونځونه هم ادا کېږي، چې پر یو وخت د ۲۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

د کاشغر د عیدګاه مسجد په ۱۴۴۲ کال کې ودان شوی، چې بیا په ځلونو ځلونو رغول شوی هم دی. دغه مسجد په ۱۶ زره او ۸۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی، چې پر عبادت ځای سربېره ګڼ شمېر نور ملحقات هم لري.

(کسموجیان) له ماشومتوبه تر بوډا توبه پورې خپل ټول عمر د همدې مسجد په څنګ کې تېر کړی، هغه وایي (( زما کور د همدې مسجد په خوا کې دی، خوشاله یم، چې پنځه وخت لمونځ په مسجد کې کوم. د مسجد اوسنی حالت له پخواني هغه سره ډېر توپیر لري، ځکه ډېر ځله له سره رغول شوی دی.))

په ۲۰۰۰ مېلادي کال کې حکومت د دغه مسجد د بیا رغولو لپاره یو مېلیون او ۵۰۰ زره ین ځانګړي کړل او مسجد یې له سره ورغاوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران