سپورټ

په څو ساعتونو کې؛ د کرکټ په نړیوال جام کې افغانستان د کوربه نیوزیلینډ سره مخ کیږي

د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ په نړیوال کې افغان لوبډله د قوي حریف نیوزیلینډ پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.

د نیوزیلینډ په کوربه توب د ۱۶ لوبډلو په ګډون د پیل شوي کرکټ نړیوال جام سیالیو په کوارټر فاینل لوبو کې اسټرالیا د انګلستان، جنوبي افریقا د پاکستان، هندوستان د بنګله دیش او افغانستان د کوربه نیوزیلینډ سره په سیالیو کې مخامخ شوي دي، چې په لمړۍ سیالۍ کې اسټرالیا انګلستان ته او پاکستان جنوبي افریقا ته په ماتو ورکولو سیمي فاینل یا نېمه پای لوبې ته رسیدلي دي.

افغان لوبډله به هم د روانو لوبو په لړۍ کې نېمه پای لوبې ته د رسیدو په موخه نن شپه ۲ بجې په نیوزیلینډ کې د نیوزیلینډ سره مخامخ شي.

که افغان لوبډله په دې سیالۍ کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړي، نو په نېمه پای لوبه کې به د اسټرالیا ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ شي.

دا لمړی ځل دی، چې افغان لوبډله د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د ۸ لوبډلو په قطار کې دویم پړاو ته رسیدلې ده.

د یادونې ده، چې د کرکټ نړیوال جام په دویم پړاو وروستۍ لوبه کې به سبا شپه هندوستان د بنګله دیش سره مخامخ شي او هر لوبډله چې بریا خپلوي د نیمه پای لوبې په سیالۍ کې به د پاکستانۍ لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی