مخکښان

په څو انځورونو کې د ایپل کمپنۍ د بنسټګر ۵۶ کلن، بریالی او ستړی ژوند

ژباړه: محمد عزيز پردېس

 سټيو جابز د اپل شرکت بنسټ ايښودنکی د نن څخه ۶ کاله وړاندې د ۲۰۱۱ کال د جون په ۲۵ مه د ۶۵ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. هغه يو بريالی، په انساني ارزښتونو مئين او سختۍ تیروونکی سړی و. د هغه په ټکنالوژۍ د ميلياردونو کسانو ژوند کې بدلون رامنځ ته شو. د هغه اختراعات نه يواځې دا چې ساده او ښکلي دي؛ بلکې د ټولو لپاره ګټور هم دي. په لاندې خاطره انګېزو انځورونو کې سټيو جابز او د هغه د مينه والو  مينه له ورايه څرګندېږي.

سټيو جابز د اپل شرکت پياوړی مدير – د ۲۰۰۴ کال د جنورۍ په ۲۸ مه، Worldwide Developers په کنفرانس کې د وينا پر مهال

جابز او د هغه ملګری وزنياک، هغه وخت چې د اپل شرکت د رامنځ کېدو ورځې وې

لاندې انځور په کال ۱۹۷۷ کې د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د جابز له لوري د اپل ۲ د معرفۍ ښکارندوی دی

د ۱۹۹۳ کال د اپرېل په مياشت کې، جابز د اپل شرکت په کنفرانس خونه کې د مذاکرې پر مهال

سټيو جابز په کلفورنيا کې د يو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د وينا پر مهال

د ۲۰۰۲ کال د جون په ۱۷ مه، جابز د نيويارک ښار اړوند د اپل شرکت په يو پلورځي کې

سټيو جابز د نوي ماډل موبايل د معرفي پر مهال

جابز، په سان فرانسيسکو کې د MacWorld په کنفرانس کې د اپل د يوه توليد د معرفۍ پر مهال

جابز، د ۲۰۱۰ کال د جون په اومه نېټه په سان فرانسيسکو کې د Worldwide Developers کنفرانس کې ګډونوالو ته د موسکا پر مهال

د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په ۵ مه د کلفورنيا  په يوه سيمه کې خلک د اپل شرکت مهربانه مدير، جابز په يادغونډه کې راټول شوي و

د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په ۵ مه، د جابز د بيا يادښت په موخه د هغه مينه والو شمعې بلې کړې وې

تاسو په لاندې انځور کې يو کوريايي ځوان ګورئ چې په خپل ايفون کې يې د جابز انځور لګولی دی.

سيول، کوريا

د ۲۰۱۱ کال، د اکتوبر شپږمه

د سټيو جابز په اړه د خلکو يادښت ليکونه

کولالمپور، ماليزيا

د ۲۰۱۱ کال، د اکتوبر شپږمه

په لاندې انځور کې تاسو يو کارت ګورئ، چې پکې ليکل شوي: سټيو ډېره مننه

مونيح، جرمني

د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر شپږمه

د اپل په مرکزي دفتر کې د چيني زده کړيالانو له لوري په چيني تورو د سټيو جابز د نوم ليکلو يو انځور

کليفورنيا، امريکا

د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر پنځمه

د چين په پيکېنګ کې خلک د جابز بيا يادښت په موخه راټول شوي و

د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر شپږمه

د چاپان په توکيو کې يوه مېرمن د اپل شرکت د مشر، جابز د ياد غونډې په احترام ولاړه ده

د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر شپږمه

په هانکانګ کې د اپل شرکت اړوند يو پلورنځي کې خلک د جابز ياد غونډې ته منتظر دي

د اپل شرکت د اصلي سايټ وال

د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر شپږمه

په احتمال سره مرګ د ژوند غوره اختراع ده. مرګ د ژوند د بدلون يو لامل دی او داسې يوه دريڅه ده چې د پخوانۍ ورځې څخه نوې ورځې ته ننوځو. دا واقعيت په ټولو راځي، ژر يا په ځنډ سره به، په يوې خاطرې واوړي. وخت مو کم دی، د نورو په فکرونو مو ځان ته ستونزې مه جوړوئ او اجازه مه ورکوئ چې د نورو عقايد ستاسو دننه غږ غلی کړي او د ټولو نه مهمه دا ده چې د زړه پيروي مو وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی