بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

په پرمختګ کې د مدني ټولنې رول؛ په افغان ټولنه کې باید څه وکړي؟

لیکنه: ياران

لیکنه: مریم محمدي

دا جوته او ښکاره ده چې، مدني ټولنه په هره سیمه کې د خپل ځانګړي رول او اهمیت نه برخمنه ده او په ډیری هیوادونو کې دولت، مدني ټولنه په هر ډول پریکړو کې له ځان سره شریکه بولي، ځکه مدني ټولنه د دولت او خلکو ترمنځ اړیکې ټينګې او د دوی ترمنځ تلپاتې همغږي رامنځته کوي.

مخکې تر دې چې په ټولنه کې د مدني ټولنې د رول په اړه وغږیږو، غواړم دا جوته کړم چې مدني ټولنه یعنې څه؟ که څه هم چې ډیری لوستونکي د مدني ټولنې په اړه پوره معلومات لري، خو د هغو لوستونکو د معلوماتو د زیاتونې لپاره یې یادول اړین بولم چې د مدني ټولنې په اړه یا خو معلومات نه لري او که لري یې هم نو کم به وي.

لنډو کې وایو چې؛ مدني ټولنه د پراخو سازمانونو، انجمنونو او د ټولنې د مختلفو خوځښتونو یوه داسې ټولګه بلل کیدی شي چې د دولت او ملت تر منځ د یوې ارتباطی وسیلې او پیاوړي پول حیثیت ولري.

مدني ټولنه د خپلې ځانګړتیا په پام کې نیولو سره د یوې ټولنې په هره برخه او هره چاره کې ځانګړی ارزښت لري. په مدني خوځښتونو کې د اداري فساد په وړاندې مبارزه، د رسنيو پياوړتيا، د ټولنيزو ستونزو د حل لپاره د ورکشاپونو دايرېدل، د حكومتولۍ د ښه والي په هدف غونډې او ناستې، د خلکو او حکومت ترمنځ همغږي راوستل او نورې چارې شاملې دي.

مدني ټولنې په ټولنیزو، سیاسي، کلتوري، اقتصادي او نورو برخو کې یې د رول او ارزښت د کابل پوهنتون استاد سید نظیم سید په وینا؛ په متمدنو ټولنو کې خلک چې معمولا ټولنه د پرمختک خواته ځي هلته د سیاسي حرکتو نو تر څنګ ځیني مدني حرکتونه هم پیدا کیږي.

استاد سید زیاتوي؛

«معمولا روشنفکري حرکتونه په متمدنه ټولنه کې هغه کار دی چې په وروسته پاتې جامعو کې لږ د پام وړ په دې دی چې روشنفکره ټولنه د هغوی د هرې مسلې د حل په باره کې او د هرې مسلې د خلاصون لپاره ډیر ښه فکر کولی شي. ځکه هلته دا مسله تر ډیره حل وي خو په وروسته پاتې یا دریم نړۍ هیوادونو کې هلته یو ستونزه دا وي چې د هغوې د برداشت قوه یو څه کمزورې وي.»

د لیکوال محمدنسیم ستانکزي له نظره مدني ټولنه د خلكو او حكومت تر منځ د يوه پله رول لوبوي او هغه وسيله ده چې حكومت هڅولى شي، چې په ملي او سيمه ييزه كچه خپلې پاليسۍ او كاري تګلارې د خلكو له اړتياوو سره سمې عيارې كړي.

نوموړی زیاتوي؛ دا هغه معياروونه دي چې په ډېرو هېوادوونو كې يې د ښې حكومتوالۍ په رامنځ ته كولو كې اغېزمن رول لرلى دى .

مدنی ټولنه د خلکو د اساسی او مدني حقوقو د تامین په خاطر د ټولنې په سیاسي او اجتماعي پروسو کې د خلکو پراخ ګډون ته زمینه برابرولو کې مرسته کوي. دا ډول ټولنې له دولتي ادارو سره د همکارۍ ترڅنګ د هغوي په چارو او اداري کړنو هم پوره څارنه لري.

مدني ټولنې څه وکړي؟

د مګړۍ په افغانستان کې د مدني ټولنې رول تر بل هر بنسټه زیات او اغیزناک دی ځکه په مدني ټولنه کې راټول شوي کسان که په ریښتینې توګه فعالیت وکړي دا ویلی شو چې د هیواد په سمون او بیارغاونه او همدارنګه پرمختګ کې به یې بې ساری ګام پورته کړي وي .

په هیواد کې مدني ټولنې باید د خپلو خلکو د ستونزو د پیژندلو، د هغوی د لاملونو او ورته د حل لارو موندلو او لمړيتوبونو په ټاکلو کې ستر رول ولري .

زموږ مدني ټولنې باید د خپلو خلکو د عامه پوهاوي، یو موټي کولو، د شخړو او ستونزو د کمولو او ورکولو دنده ولري او د بیوزلۍ او جهالت په ضد مبارزه وکړي.

زموږ مدني ټولنې باید د ستونزو د څیړلو، د لاملونو او حل لارو د موندلو لپاره د بحث کولو ځای وي او ټول خلک پکې د نظر ورکولو موقعه ولري.

که چیرې مدني ټولنې یو بل ته سره لاس ورکړي او په ګډه د هغو ناخوالو لپاره چې زمونږ ولس ورسره څو لسیزې لاس او ګریوان دی، کار وکړي نو نه یوازې به یې یوې سیمې ته، بلکې ټول هیواد لپاره به یې کار کړی وي.

مدني ټولنې کولی شي د جنګ او تاوتریخوالي د له منځه وړلو، فقر او بېکارۍ د له منځه وړلو، د قانونمند نظام په رامنځته کیدو، د ټولنیز عدالت په راوستو، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو، د حکومت د غلطو کړنو او د بهرنیو دسیسو د مخنیوی او داسې نورو لپاره مرستندویه رول لوبولی وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران