ژوند او ژواک

په ټولنه کې دمهربانۍ مثالونه

لیکوال : ناصرخان شیرزی

تاسی به په ټولنه کې لیدلي اوسي ، چې ډیری خلک یو له بل سره مهرباني کوي ، نو اوس دا پوښتنه پیداکیږي ، چې مهرباني څه ته وایې او مثالونه یې څه دي ؟

مهرباني هغو ټولو اعمالو او کړنو ته ویل کیږي ، چې هغې کې دخلکو قدر او احترام شوی اوسي.

مهرباني په ډیرو فرهنګونو او مذاهبو کې د یوه ارزښتناک څیز په توګه یاده شوې.

څرنګه چې مهرباني یو ارزښناک شی دی ؛ نو په همدې اساس ډیری خلک له نورو خلکو سره دکمک او مرستې په ډول مهرباني ترسره کوي.

له خلکو سره مهربان اوسیدل یوازي نورو ته ګټه نه رسوي ، بلکی هغه شخص ته چې مهرباني کوي ته هم ډیره ګټه رسولی شي.

مثلاً : یوشخص تل مهربانه اوسی او هرچاته یې خیر رسیږي ، خو یو وخت دغه کس له یوې ستونزې سره مخ کیږي ، نو هغه مهال له ده سره بیا نور خلک ډیره مرسته کوي ، له هغو ستونزو یې راوباسي او هر څوک له ده سره په دې نیت مرسته کوي ، چې دا یو مهربانه او ښه سړی دی.
همداشان مونږ او تاسی په ټولنه کې ژوند کوو ، نو دا ژوند په یوازیتوب نه ترسره کیږي ، بلکي دلته د ټولینزو اړیکو پاللو او مهربان اوسیدلو ته اړتیا پیداکیږي .

نو که چیري یو سړی مهربان اوسي ، هغه به په ټولنه کې تر ډیره ښې او پراخه اړیکې ولري.

چې دغه کړنه هم انسان ته په ګټه تمامیږي.

مثلاً : یو مهربانه انسان خپله دنده دلاسه ورکوې ، نو که چیري د مهربان اوسیدو په وجه پراخه اړیکې ولرې ، نو دا شخص به د بیکارۍ څخه ډیر ونه ځوریږي او بیرته به ډير ژر یوه ښه وظیفه پیداکړي.

نو نتیجه داشوه ، چې انسان باید تل مهربان ووسي ، دغه مهرباني یواځي تر انسانانو محدوده نه اوسي بلکی ان په حیواناتو ، ونو او بوټو هم مهرباني پکار ده .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */