ټولنیز ژوند روغه سټه کلتور او هنر

په ویښتانو، مخ او میړه، باید رښتیا هم باور ونه شي ؟!

لیکنه: الما افغان

لیکنه: آلما افغان

ددې درې کلماتو د څو ځله تکرار او اوریدو زیانونه (سر، موی، روی شوی هیچ وقت اعتبار نیست) درته وایو.

تاسو به په ډیری هغه مجالیسو کې چې د ویښتانو، مخ او خاوند په اړه وې، حتماً دا جمله اوریدلې وې چې وايي په ویښتانو، مخ او میړه باندې هیڅکله باور نشته.
هو!
خو؛ هیر مو نشې چې په دې جملې تکیه او باور مو حتماً بې زیانه ندی، دا چې څنګه زه يې درته وایم.

۱- د ویښتانو په اړه د منفې مفکورې زیانونه
په ویښتانو کې د نارینه او ښځینه دواړو د ښکلا راز نغښتی او که تاسو وواېۍ چې په ویښتانو هیڅکله باور نشته، نو مطلب دا چې تاسو ناهیلې یاست او دا ناهیلې مو د ژور خپګان باعث ګرځې همدا لامل ګرځي چې تاسو مخکې له وخته زړیږۍ او د سر ویښتان مو ژر سپینیږي.

د رنګارنګ او د ډاکتر د مشورې پرته د ویښتانو د تویدو، څاڼو، پښو او نورو عوارضو په اړه د بازاري توکو استمعال مو خپله ویښتان خرابوي.

۲- د مخ د بې اعتبارۍ په اړه ناسم فکر
د مخ ښکلا ، ځلا او په ټوله کې روغتیا، نو یو بل ځانګړی د الله تعالی نعمت دی چې ددې نعمت سمه پاملرنه نه کول مو مخ ژر له ښکلا محروموي.

خو مخ بې اعتباره ندی تاسو يې بې اعتباره ګڼۍ…

ناسم خوراک، د ترکارۍ نه استمال، د هر ډول بې کیفیته بازاري کریمونو استمعال او په ټوله کې د مخ ناسمه پاملرنه هغه موارد دي چې نه بریږدي مخ مو ښکلی پاتي شي.

هڅه وکړئ د مخ د ښکلا لپاره د جلدي ناروغیو د متخصص ډاکټر سره مشوره وکړئ، خپلسري توکې مه استعمالوئ او خپل غذايي رژیم مو منظم کړئ.

تاسو به لیدلي وي چې ډیری خلک د وخت په تیریدو سره بیا هم د ښه جلد درلودونکي وي، هغوی د مخ د ښکلا لپاره کار کوي، تاسو پشان ناهیلي نه وي او نه هم د خپل مخ په اړه بې پروايې کوي.

۳- د خاوند په اړه ددې مطلب بدې اغیزې
د میرمنو لپاره بیخي د پام وړ مسله!!!
هیڅکله او حتا د عمر تر اخره هم دا فکر ونکړئ چې په خاوند اعتبار نشته!

ځکه؛ ستاسو همدا منفي مفکوره ددې باعث ګرځي چې تاسو په خپل خاوند بې اعتباره کړي او ستاسو د میني څخه ډکه اړیکه ړنګه کړي.

په خاوند د بې اعتبارۍ د کلیمې تایید مو د باور د لمنځه وړلو سره سره خاوند له تاسو خفه، ناهیلی او زړه تورن کوي.

ریښتیا هم!
موږ ټول یو ورځ حتماً زړیږو او د لمنځه ځو، خو؛ پورتنۍ خبرې درسره مرسته کوي چې تاسو مخکې له وخته د زړښت څخه وساتي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده