ټولنیز ژوند

په ورځنېو چارو کې سړي ډیر دروغ وايي، که ښځې؟

لیکنه: ياران

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی

درواغ ویل چې اروا پوهان یې یوه رواني ناروغي یادوي او ارواپوهان همداراز زیاتوي هرکله چې انسان په ورځني ژوند کې له کومې ستونزې سره مخامخ کیږي نو درواغ ترې ویل کیږي.

نو دا چې درواغ ویل یو عام دود ګرځيدلی او په ټولنیز ژوند کې له انسانانو څخه په اختیاري او غیرې اختیاري ډول ویل کیږي، نو تاسو څه فکر کوئ چې دغه ستونزه په سړیو کې زیاته وي که میرمنو کې؟ ځواب یې څېړونکو ویلی:

په انګلستان کې یوې څېړنې موندلې چې ښځې د سړیو په پرتله په ورځني ژوند کې ډیر درواغ وایي.

څیړونکو چې خپلې څېړنې په سړیو او ښځو ترسره کړې، دې پایلې ته رسیدلي چې میرمنې ځکه په ورځني ژوند کې ډیر درواغ وایي، څو ورځنیو ستونزو څخه ژر د خلاصون لار ومومي.

یادو میرمنو هم پدې اعتراف کړی چې د نورو د خوشالولو او د مزاج د ښه کولو او همدارنګه د مشکل څخه د خلاصون په پار په ورځني ژوند کې درواغ ویلو ته مخه کوي.

په یوه بله څېړنه کې هم ویل شوي چې د هرو زرو کسانو له ډلې څخه یو تن دروغو ویلو ته میلان لري چې په د۱۶ کلنۍ څخه وروسته پيدا کیږي او دغه ناروغي د نارینه په نسبت په میرمنو کې ډيره لیدل کیږي.

د یادولو وړ ده، دروغ ویل په هره سیمه او هر هېواد کې خپله فیصدي لري چې زمونږ په هېواد کې به په کومه کچه ویل کیږي، دا لا تر اوسه نه ده څیړل شوې.

باید وویل شي چې اسلام مبارک دین خپلو پيروانو ته په مکرر ډول دروغ ویل او دوکه کول د منافق خصلت یاد کړی او ټینګار کوي چې د ژوند په اموراتو او معاملاتو کې باید له دروغ ویلو څخه په کلکه ډډه باید وشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران