روغه سټه

په ورځني ژوند کې د ستریس کمولو لپاره څو ساده کارونه

دا په ټوله نړۍ کې یو حقیقت دی چې ژوند له ستریس او ذهني فشار ډک دی. په داسې حال کې چې ډیر کله موږ هغه وضیعت نه شو بدلولی چې موږ ستریس کوي او یا مو له ذهني فشار سره مخ کوي، خو موږ کولی شو چې په وړاندې یې عکس العمل بدل کړو.

په یوټیوب کې خپریدونکی یو ساینسي چینل چې په ګڼ شمیر لیدونکي لري، د ستریس راوړونکي شرایطو په وړاندې د خپل مقاومت د زیاتولو او عکس العمل د بدلولو لپاره د اوو ګامونو سپارښتنه کوي.

عبادت، دعا او ریاضت

نژدې د نړۍ ټول اروا پوهان پر دې موافق دي چې هغه کسان چې ټینګه عقیده لري او عبادت کوي ، د ستریس او فشار راوړنکو حالاتو په وړاندې یې عکس العمل غوره او مقاومت یې زیات وي. هغه خلک چې عبادت کوي، په تنهايي کې ذکر کوي، دعا کوي او ریاضت کوي ډير کم له ستریس او ذهني فشار سره مخ کیږي.

همدارنګه عبادت او ریاضت کونکې البته هغوی چې له زړه یې کوي په دنیاوي چارو کې یې ویره کمه وي او همدا د دوی د ستریس او وسواس د کمیدو سبب کیږي.
طبیعت

په طبیعت کې وخت تیرول او یا په خپل کور کې د ونو، بوټو او ګلانو روزل ستاسو د ستریس اندازه تر یو حده کمولی شي.
ژاولي ژول

یوې څیړنې موندلې هغوی چې د ورځې دوه ځلې د دوو اونیو لپاره ژاولې وژويي د سلامتۍ احساس یې زیاتیږي.

ژاولې ژوونکي همدرانګه د ستریس سره د مخامخ کیدو پر مهال په ټیټه اندازه کورتیزول( ستریس سره تړلي هورومون) لري.

دا ځکه چې ژوول او تکراري حرکت یې په مستقیمه توګه د مغز په فکري برخه کې فعالیت زیاتوي.

خندا

وايي خندا تر ټولو ښه درملنه ده. کله چې موږ خاندو زموږ د اکسیجن اخیستل زیاتیږي چې ورسره په وجود کې د ایندورفین یا خوښي راوړونکي هورمون ترشح هم زیاتیږي.

یوې څیړنې ثابته کړې چې ان د کومیډې یا طنزي فلم لیدل هم په وجود کې د ایندروفینو کچه په سلو کې ۲۷ زیاتوي او په وینه کې د ستریس یا ذهني فشار د هورومون کچه ټیټوي.

ښکلول

ښکلول په وجود کې د کروتیزول په نوم ستریس زیاتونکی هورمون کموي او پر ځای یې د اوکسي توسین په نوم بل هورمون زیاتوي. له دې سره په انسان کې د تړاو، رییشتې، باور او خوندیتوب احساس پیدا کیږي.

د ځان ته د ارام وخت ورکول

په منظمه توګه ځان ته د ارام وخت ورکول هم د ستریس په کمولو کې مرسته کوي. دا ښايي د شنه چای یو پیاله په ارام سکون سره څښل وي. په یو ارام ځای کې ناسته او د طبیعت ننداره وي، او یا نور داسې څه چې تاسو ته د ارامۍ او سکون احساس درکوي.

څاروي او حیوانات

څیړنو ښودلې هغه خلک چې په کورونو کې اهلي حیوانات ساتي او پالي د ستریس اندازه یې کمه وي.

پر یادو هغو سربیره ګڼې نوې چارې هم شته چې په پرلپسې تکرار یې له تاسو سره مرسته کوي چې د ستریس راوړونکو حالاتو او وضیعت په وړاندې خپل عکس العمل سم او له ذهني فشار ځان وساتئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */