بریا او پرمختګ زده کړې

په واقعي نړۍ کې د برياليتوب ۱۶۹ ټکي – څلورمه برخه

ژباړه: محمد عزيز پردېس

۱۶- تر هغه وخته چې په رښتيا هم چمتو نه وئ، کوم کار مه پيلوئ.
هغه وخت يو کار پيل کړئ چې د ختمېدلو وخت يې تاسو ته جوت وي؛ ترڅو د وخت د ضايع کېدو څخه مو مخنيوی کړی وي. د بېلګې په ډول، د دې پرځای چې د احساساتو له امله يو ليک دوه ځلې ولولئ، هغه په فرصت او زير سره يو ځلې ولولئ.
البته نه ترسره شوي کارونه يادداښت کړئ، ترڅو په مناسب وخت کې يې سره ته ورسوئ.

۱۷- هغه وسايل چې په ترتيب سره ترې ګټه پورته کوئ، بايد ستاسو د لاسرسۍ وړ وي.
هر سړی معمولا په اوسط ډول په کال کې شپږ اوونۍ د خپل ضرورت وړ وسايلو پسې ګرځي. د دې لپاره چې لږ وخت مو لګولی وي، خپل ځان څخه وپوښتئ: ( د کومو شيانو څخه هره ورځ ګټه پورته کوئ؟ ) وروسته همغه کارېدونکي توکي په څرګند ډول او خپل ځان ته يې نږدې کېږدئ.
( البته، داسې ځای کې چې ستاسو د لاسرسۍ وړ وي ).
هر ځلې چې له کوره ووځئ، نو کيلي ګانې مو له ياده وځي، نو غوره ده چې په يو مناسب او مالوم ځای کې يې کېږدئ؛ ترڅو له ياده مو نه وځي.

۱۸- په لوستلو يا مطالعه کې حريص واوسئ.
لوستل يانې د مطالعې له لارې د ژوند تغذيه. دا چې د مطالعې موضوع مو څه وي، مهمه نه ده. هغه څه چې د اهميت وړ ده، هغه دي چې د لوستلو په مرسته ډېر مالومات ترلاسه کوئ او په پايله کې کولی شئ چې په مختلفو بحثونو او موقيعتونو کې خپل شتون ثابت کړئ، چې دا خپله د برياليتوب کلي ده.
غير داستانې مطالب مو د دنياوي امورو او پېښو څخه خبروي او داستاني مطالب، ستاسو د تخيل د قدرت د پیاوړتيا لامل ګرځي. په همدې اساس هره ورځ يو مطلب مطالعه کړئ او تل بايد ځان سره کتاب يا مجله ولرئ.

۱۹- د خپلو ويونو (لغاتونو) پانګه مو ډېره کړئ.
خلک، نور د هغوی لخوا د کارېدونکو لغاتونو په اساس ارزوي. که ساده کليمې وکاروئ يا هم يوه کليمه په غلطۍ سره تلفظ کړئ، نو د نورو پر وړاندې به نالوستي ښکاره شئ. له بل اړخ نه که د دې هڅه وکړئ چې درانده او ستونزمن لغاتونه وکاروئ، نو داسې به وانګېرل شي چې غواړئ خپل ځان په نورو لوړ حساب کړئ.
په همدې اساس، که غواړئ اغېز لرونکی شخصيت واوسئ، نو هڅه وکړئ چې ښه په فکر او دقيق ډول خبرې وکړئ.

۲۰- د ورځنيو تازه پېښو څخه بايد تل خبر واوسئ.
هره ورځ په هر صنعت کې نوي پرمختګونه رامنځ ته کېږي. که غواړئ، يو ګټور شخص واوسئ؛ بايد وروسته پاتې نه شئ. هره ورځ صنعتي او سوداګريزو مجلو، انټرنېټي سايټونو ته يو ځلې سر ښکاره کوئ، ترڅو د ورځنيو تازه پېښو او خپلو اړوندو مالوماتو څخه شاته پاتې نه شئ او په هکله يې نوي څه ولرئ.
د سوداګريزو خپرونو ګډونوال شئ او خبرونو ته غوږ ونيسئ. کله چې تل د وروستيو او تازه پرمختګونو څخه خبر واوسئ، نو د نورو همکارانو او ملګرو سره به، په ښه ډول سالم رقابت وکړئ.

۲۱- د نورو خلکو د فرهنګو سره ځانونه بلد کړئ.
په څو قومي ټولنو کې، هغه کسان چې د نورو خلکو د کلتور سره نا اشنا وي؛ د بې توجه کسانو له ډلې څخه شمېرل کېږي. د هغو خلکو سره چې کلتور يې تاسو سره توپير لري، د اړيکو ټينګول؛ ځانګړی مهارت دی.
که بوديجه لرئ، نو د نورو فرهنګونو د بلدېدو لپاره؛ سفر کول ترټولو ښه کړنلاره ده. همدارنګه کولی شئ چې د کتابونو په مطالعې او يا هم په انټرنېټ کې د پلټنو په مرسته او د نورو ګټورو کړنلارو په کارولو سره د بېګانه وو فرهنګونو او رواجونو سره بلد شئ.
په همدې ترتيب کولی شئ چې د ډول ډول انسانانو سره کار وکړئ او خپله موخه ورته په ښه ډول ور ورسوئ.

۲۲- د مسلکي يا حرفه يي زده کړو په لټه کې اوسئ.
د زده کړو او لوست لپاره يواځې د ډيپلوم يا سند درلودل بسنه نه کوي. په حقيقت کې تجربه او تخصص د عملي کارونو څخه شمېرل کېږي.
د خپلې څانګې مطابق غونډو او کنفرانسونو کې ګډون وکړئ. په داسې غونډو کې به د داسې کسانو سره بلد شئ چې ستاسو د کار په پرمختګ کې به واقعا ګټور ثابت شي.

۲۳- خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ.
زده کړه ده چې شتمن کوي مو. د پيسو د ترلاسه کولو لپاره يوه ترټولو ګټوره لاره لوړې زده کړې دي. څرنګه چې کال په کال ستاسو د زده کړو لګښت لوړېږي، هماغسې مو د راتلونکې لپاره پانګه اچونه هم لوړېږي. په زده کړو پيسې لګول هېڅکله پښېماني نه لري.

۲۴- اغېزلرونکې ليکنې وکړئ.
هغه خلک چې ښې ليکنې کوي، د ځمکې پر مخ ترټولو بريالي انسانان دي.
هڅوونکې او اغېزلرونکې ليکنه کول د برياليتوب لپاره يو ښه مهارت دی. ښه او اغېزلرونکې ليکنه کول، يانې خپل نظريات په داسې بڼه وړاندې کول چې نور يې په اسانۍ سره ومني.
هره ورځ د ۱۵ دقيقو لپاره د ليکلو تمرين وکړئ. د دې هيله مه لرئ چې له هماغه پیله دې تاسو شهکار رامنځ ته کړئ. مشق، تمرين او وخت مو هرې موخې ته رسولی شي.

۲۵- مشاور پيدا کړئ.
داسې يو څوک د ځان لپاره غوره کړئ چې د ژوندانه په لوړو او ژورو کې مو د خپلو نېکو مشورو څخه برخمن کړي او ستاسو لپاره الګو واوسي. مشاور کولی شي د ستونزو پر وخت ستاسو د زړه سکون شي او لاسنيوی مو وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی