تاریخ

په هند کې د لوديانوعروج

د پښتنو لپاره هندوستان د پنجاب د سيندونو نه وراخوا خاوره وه چې د تجارت لپاره به ورتلل. پنجاب یې هم په همدې نوم يادو او يا به يې ورته “ښکته”ويل.

د ۱۰ ميلادي پېړۍ په نيمايي کې ملتان د لوديانو په لاس کې و او واکمن يې سلطان حميد، ورپسې د ده زوی سلطان نصر او بيا لمسی (ابوالفتح) سلطان داود و. دغه وخت د مسلمانانو د قرامته ډلې زور موندلی و چې ټوله عربي نړۍ يې په مخه واخيسته. سلطان محمود غزنوي (۳۹۶ ه) په ملتان حمله وکړه چې قرامتيان مات کړي او هلته یې ډېر پښتانه ووژل. د ده په باور سلطان داود ملحد شوی و. سلطان داود يې مقابله وکړه، اخر ونيول شو او بندي حالت کې يې غزني ته يوړو. د سلطان محمد غوري د لښکر دوه مشران د لودي ټبر نه ملک محمود او د ده ورور ملک شاهو وو. شيخ احمد لودي يو عالم و چې پخپله د لوديانو په اړه يې يو کتاب ليکلی و چې څو برخې يې پاتې دي.

د غوريانو نه وروسته د غلام باچاهانو قطب الدين ايبک او سلطان التتمش د ترکانو د سازشونو ختمولو لپاره له پښتنو کار واخيستو. د سلطان بلبن په پوځ کې ۳۰۰۰ افغانان شامل وو. په سر کې به دا جنګيالي يواځې د ډیلي شاو خوا ساتل کېدل خو وروسته، جلالي، پټيالي(عليګړ)، کمپېله او بهوجپور کې د لارې ساتنه به يې کوله.

ملک اختيار الدين يال افغان په ۱۴ ميلادي پېړۍ کې د سلطان غياث الدين تغلق او د هغه زوی محمد بن تغلق په وخت کې يو امير و. د ده ورور ملک مخ افغان د شهزاده الغ بيګ سره په ۱۳۲۱ م کې د بنګال نيولو لپاره مل و. ملک مخ د سلطان قطب الدين مبارک شاه خلجي نه وروسته هم د لوړ کچ امير و.

په تغلق دوره کې ملک خطاب افغان، ملک خان افغان، جلبو افغان، طوغان افغان او بهرام افغان مشهور سرداران وو. په ۱۳۴۱ م کې د ملتان نايب حاکم ملک شاهو لودي بغاوت وکړو نو سلطان محمد تغلق ورپسې پخپله ملتان ته لاړو خو په لاره د شاهو له خوا يو ليک يې تر لاسه کړو. هغه د ملتان نه وتلی و او باچا نه يې بخښنه غوښتې وه.

د هند د هر يو باچا د پوځ پښتانه افسران چې په پنجاب کې ميشت او خپل وطن روه ته نږدې وو، خپلوان به يې هند ته د ملازمت لپاره وراستول. د محمد تغلق په دوره کې د بنګال حاکم ملک فخرالدين لودي د شاه شمس الدين په لقب حکومت کوو. د ده زوم ظفر خان لودي د بنګال نه د اوبو د لارې کراچۍ او بيا د هغه ځای نه د کسي غر ته لاړو. د تغلق د مړېنې نه وروسته کله چې شمس الدين تر بنارس سيمه ونيوله او خپلواکي يې اعلان کړه نو ظفرخان په پنجاب کې د سلطان فيروز شاه دربار ته ورغلو او د خپل خسر سره يې مخالفت څرګند کړو.

په تغلق دور کې ملک خطاب افغان د راپړي کلا حاکم و. د ګجرات والي قاضي جلالي افغان و خو بغاوت يې وکړو او ووژل شو. د بهار والي ملک دبيرافغان و او له مړېنې وروسته يې زوی داود خان والي شو. د قنوج حاکم ملک دولت يار، د سنبهل حاکم ملک اسد خان لودي او راپړي حسين خان افغان په لاس کې و. په ډیلي کې د تغلق پور کلا مشر محمد شاه افغان و او ورپسې د ده زوی يال خان مقرر شو.

د خلجيانو په دوره کې نور پښتانه په انتظامې کارونو کې هم مقرر شول او په پنجاب کې د مغلو(تيمور) د حملو د مخنيوي لپاره به يې له دوی کار اخيستو. د سلطان علاوالدين خلجي په پوځ کې لوی شمېر پښتانه شامل وو. ملک اختيارالدين يال افغان او د ده ورور ملک مخ افغان د دوی په دوره کې هم په کار بوخت وو او په تاريخونو کې ياد شوي دي.

په ۱۳۹۴ م کې کله چې سلطان محمود نصيرالدين شاه د ډیلي پر تخت ناست و نو د هغه مشر دبير دولت يارخان لودي و. ده ته يې د دولت خان خطاب ورکړی و او وروسته عماد الملک او عريض الممالک په عهدو وټاکل شو.

د فيروز شاه تغلق نه وروسته په اټاوه کې افغانان کمزوري شول. په ۱۳۹۴ م کې سرهاني خان د خپلو وروڼو، محمود خان، سليمان خان او نظام خان سره د کالپي حاکم محمود خان ته ورغلل. د ۱۵ ميلادي پېړۍ د پېل راهيسې لودي سردارانو د هند د مهمو صوبو اختيارات په لاس کې لرل.

په ۱۴۰۴ م کې دولت خان لودي د دوابه (اتر پرديش) حاکم وټاکل شو. ۱۴۱۲ م کې د سلطان محمود د مړېنې نه وروسته د جونپور حاکم سلطان ابراهيم زور وموندلو او د ډیلي زيات سرداران د هغه سره يو شول. خضر خان مسند عالي کله چې ډېلي محاصره کړه نو دولت خان لودي تر څلورو مياشتو د ډیلي دفاع کوله او اخر ۱۴۱۴ م کې يې توره ډال وغورځول او پاتې ژوند يې په حصار فيروزه کې بندي خانې کې تېرې کړې.

په ۱۴۱۴ م کې کله چې سيد خضر خان د هند واکمن شو نو هغه د خپل واک د ټېنګولو لپاره پښتنو ته اړ وو.

د تربنداه سيمه ملک الله داد خان لودي سره وه، دی وروسته د سنبهل د صوبې ناظم مقرر شو. د ده کشر ورور مبارک خان لودي ته سلطان محمد شاه د دريا خان خطاب ورکړی و.

ملک مردان دولت د ملتان حاکم و او هغه ډېر افغانان ځان سره ملازم ساتلي وو. په دوی کې د سلطان بهلول لودي نيکه بهرام خان هم شامل و. د ملتان يو بل لوړ پوړی چارواکې هغه وخت ملک سليمان لودي و چې په ۱۴۱۸ م کې د يو مغل شيخ علي سره په جنګ کې ووژل شو.

۱۴۱۷ م کې خضر خان ملک بهرام ته د سرهند حکومت ورکړو. ده سره ۱۲ زره افغان او مغل جنګيالي وو.

چندوار او اټاوه کې قطب خان لودي حاکم و. بيانه کې داود خان حاکم و. د لوديانو د واکمنۍ نه وړاندې د دې ټبر ډېر خلک په هند کې په لوړو ځايونو مقرر و.

په ۱۴۱۹ م کې ملک سلطان شاه لودي د سرهند يوه بغاوت ختم کړو نو خضر خان د هغه ځای حاکم وټاکلو.

په ۱۴۲۱ م کې جسرت کهوکر په سرهند حمله وکړه نو سلطان شاه لودي کلا بند شو او د ښار دفاع يې په مېړانې وکړه. د ډیلي باچا مبارک شاه پخپله سرهند ته لاړو او د جسرت محاصره يې ختمه کړه. په ۱۴۲۸ م کې مبارک شاه له خوا ملک سلطان شاه ته ملک الشرق او د اسلام خان لودي خطاب ورکړې شول. هغه يې د ابراهيم شرقي پر ضد د جنګ لپاره ورواستوه. لوديانو د يوې پېړۍ نه زياته موده د هند په انتظام کې خپله ونډه واخيسته. هم هغه وه چې اخر د بهرام خان لمسی بهلول په هند کې د لودي ټبر لومړی باچا شو.

سرچېنې
۱.لودي پښتانه- د عبد الشکور رشاد تاليف. د پښتو ټولنې د ادبياتو او تاريخ د څانګې له خوا- ۱۳۳۶ کال- ۱۹، ۲۴ و ۲۶مخونه.
۲.تاريخ مبارک شاهي. يحی بن احمد سرهندی ( د ډاکټر آفتاب اصغراردو ژباړه) ۲۰۰۴ م چاپ- اردو ساينس بورډ لاهور. ۲۵۲ او ۲۵۳ مخونه.
۳.سلطان ابراهيم لودي. ډاکټر سعود الحسن روهيله، افغان ريسرچ سنټر، لاهور- ۳۹، ۴۰ او ۴۱ مخونه
د خپريدو نيټه
۲۶ جون ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */