سفر طبیعت له نړۍ

په هندوستان کې د چکر 10 بهترین او ښایسته ځایونه

لیکنه: شریف شاهین

هندوستان ته له نړۍ او په ځانګړي ډول له افغانستان څخه سفرونه ډیر شوي. دغه هیواد ته ګڼ افغانان د تداوۍ، سوداګرۍ، د خپلو خپلوانو لیدو او چکر ته ورځي. دا د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله د افغانستان لپاره اقتصادي او په کلتوري لحاظ اشنا هیواد دی.

یو شمیر نور افغانان بیا د خپلې میرمنې سره له واده وروسته د هند د چکر نیت کوي، چې هاني مون يې بولي. که تاسې هم هندوستان ته د چکر یا هاني مون نیت لرۍ، موږ دغلته د چکر لس (۱۰) بهترین ښکلي او په زړه پورې ځایونه درپیژنو، چې واقغا په لیدلو ارزي.

۱ـ سرینیګر، کشمیر:


سرینګر د جمو او کشمیر مرکز دی. دا د ځمکې پر مخ یو له ښایسته ځایونو بلل کیږي. شنې درې، ښایسته او د پاکو اوبو جهیلونه، دنګ غرونه او ګڼو ونو بوټو کشمیر ته طبعي ښکلا بښلې ده. د کشمیر ښایست دومره په زړه پورې دی، چې د هندي سینما زیات فلمونه همدلته د کشمیر په طبعي ښکلا کې جوړ شوي. د کشمیر چکر په اوړي کې خوند کوي.

۲ـ شیمله، هیمچال پردیش:


شیمله د هندوستان په شمال کې د همچال پردیش په ایالات کې موقعیت لري. هیمچال پردیش اصلا ټول د چکر ځای دی، خو شیمله د هندوستان یو تر ټولو امن، پاک او ارام ځای دی، چې شپې تیرول پکې خاص خوند لري. که تاسې هم شیملې ته ورځئ، نو د اوړۍ یا مني په موسم کې ورشئ. ژمي کې شیمله ډيره یخه وي.

۳ـ ګووا:


ګووا د هندوستان یو له مشهورو ښارونو څخه دی، چې د نړۍ له لر او بر ورته سیلانیان راځي. د ګووا د سمندر ساحلونه، شګې او لمر خورا ډير مشهور دي. د سمندر غاړې یا بیچونه يې ډیر مشهور او رومانټيک دي. ګووا د ژمي په موسم کې خورا ډير ښه د چکر ځای دی.

۴ـ ناینیتل، اوتراکنډ:


ناینتل په اتراکنډ کې یوه سرسبزه غرنۍ سیمه ده، چې ډیرې ښکلې رومانټیکې منظرې لري. دغلته د ښایسته جهیلونو، غرونو او درو سربیره پخواني او تاریخي ټیمپلونه (د هندوانو د عبادت ځایونه) هم شته، چې په لیدلو ارزي.

۵ـ جایسملر، راجستان:


دا د هندوستان تاریخي او شاهانه ځای دی. که تاسې غواړئ، چې د تاریخي او شاهانو ځایونو، کلاګانو، او پخوانيو پوځي اډو ننداره وکړئ او د فیلانو او اوښانو سپرلۍ وکړئ، نو د راجستان جایسملر ته ورشئ. دغلته د شګو مزل هم ښه خوند لري.

۶ـ کورګ، کرناټک:


کورګ د هندوستان په سویل کرناټک کې موقعیت لري. کورګ ښایسته کوچنی ښار دی، چې د هندوستان کوچنی سکاټلینډ يې بولي. دا د واده د جوړې لپاره تر ټولو ارام او راحت ځای دی.

۷ـ اووتي، تامیل ناډو:


اووتي د هندوستان په ټامیل ناډو کې موقعیت لري، چې د کوچنیو او شنو غونډیو له امله خورا ډیر مشهور ځای دی. دلته هم هر کال ګڼ سیلانیان ورځي.

۸ـ درجلینګ، سویلي بنګال:


درجیلینګ په سویلي بنګال کې پروت ځای دی، چې د سرسبزۍ پرې تمامه ده. دا د مینې او امن څخه ډک ځای، ډیر ارام او د چکر لپاره خورا ډیر مناسب دی.

۹ـ بک واټر، کریلا:


کریلا د هندوستان د خلکو په بارو د خدای خپل ملک دی. دغلته ښایسته واړه جهیلونه ویالې، سیندونه او د اوبو تونلونه په یو ځل نه بلکې په څو ځل لیدلدو ارزي.

۱۰ـ لکشادویپ جزیره:


لکشادویپ د هندوستان مرکز ته نژدۍ پرته کوچنۍ جزیره ده، چې د یو لنډ چکر لپاره خورا ډیره مناسبه ده. دغلته د له یوې اوونۍ د زیات وخت لپاره مه پاتې کیږئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین