سپورټ نړیوال کرکټ

په هندوستان د افغانستان لوبه وشوه 

 د لندن په لارډز کرکټ لوبغاړي کې د کوربه انګلستان او میلمه هندۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ لوبو لړۍ په دویمه لوبه کې یو ځل بیا انګلینډ پر هندوستان خپل زړه تش کړ.

 د انګلستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو په روان سیریز کې داسې ښکاري، چې هر څه د کوربه لوبډلې په ګټه روان دي.

 د لمړۍ سیالۍ وروسته په دویمه سیالۍ کې هم انګلستاني بالران او بیټسمینان د هندۍ لوبډلې خلاف سرې سترګې بریښیدل، خو د هندۍ لوبډلې لپاره هر څه برعکس وو.

 د ۵ ټیسټ سیالیو سیریز په دویمه لوبه کې انګلستاني بالرانو هندۍ لوبډله په ۱۰۷ منډو سره راټوله کړه او ورپسې انګلستان ۳۹۶ منډې جوړې کړې، چې پکې هندۍ لوبډله ۱۸۹ منډې باقي شوه.

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لخوا په دویمه پاڼۍ کې هم د انګلستان پاتې منډې پوره نشوې او یو ځل بیا یې د ۱۳۰ منډو جوړلو وروسته ټول لوبغاړي وسوځیدل.

 په دې کار داسې ښکاریږي، چې هندۍ لوبډله د افغانستان خلاف د دوه میاشتې مخکیني برخلیک سره مخ شوه.

په هغې لوبه کې هندۍ لوبډلې د خپل کوربه توب څخه په ګټې اخیستو د افغانستان خلاف شنه ویکټ جوړه کړې وه، چې پکې افغان لوبغاړي د پوره پوره ستونزو سره مخ شول او اوس انګلستان هم هماغه کار د هندوستان سره کړی دی.

 د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په دویمه ټیسټ لوبه کې سپین بالر راوي چندران اشوین د ۲۹ او ۳۳ منډو جوړلو سره تر ټولو مخکښ توپ وهونکی و، خو بل خوا کوربه انګلستان لپاره جان بریسټو په ۹۳ او کریس اووک په ۱۳۷ ناسوځیدلو زیاتو منډو بهترینه لوبه وکړه.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ له دې وړاندې د درې ۲۰ او درې ۵۰ اوریزه سیالیو لړۍ هم ترسره شوې دي، چې په ۲۰ اوریزه کې هندوستان، خو د ۵۰ اورنو د سیالیو په لړۍ کې انګلستان بریا خپله کړې ده او لا هم د ټیسټ سیالیو سیریز ته انتظار کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی