ژوند بڼه کلتور او هنر له نړۍ

په نړۍ کې د تر ټولو کوچني هیواد واتیکان، جالب اړخونه او انځورونه

ژباړه: محمد غزيز پردېس

د واتيکان هېواد پلازمېنه خپله د واتيکان ښار دی. د نړۍ يوازينۍ هغه ښار چې يوازې په يوه ښار کې موقيعت لري، ګيچ کوونکې ده؟ واتيکان د نړۍ ترټولو کوچنی خپلواک هېواد دی، چې تقريبا ټول مساحت يې ۴۴ هکتاره او د ټولو وګړو شمېر يې ۸۱۲ کسانو ته رسېږي ( د ۲۰۱۱ کال نفوس شمېرنه).

د واتیکان ښار

د ښار اوږدوالی ۰.۶ مايل ( ۱.۰۵ کيلومتر ) دی او بر يا غرض يې ۰.۵ مايل ( ۰.۸۵ کيلومتر ) دی. ټوله مرزي ليکه يا خط يې هم ۲ مايله ( ۳.۲ کيلومتره ) دی. واتيکان هغه ښار چې د لمر ختل او ډوبېدل پکې د سن پټرو کليسا پر ګنبزې تېرېږي، هغه کليسا چې د يو افسانوي شخص يانې ميکل آنژ له لوري اوډون شوې ده.

دا ښار په ټوله نړۍ کې د مسيحيانو لپاره د سپېڅلی او مقدس ښار په صفت پېژندل کېږي او د واتيکان ښار تاريخي بهير تل د ټولو لپاره عجيب دی.

د واتيکان نقشه

د واتيکان ښار د ايټاليا هېواد اړوند يوه برخه ده، خو سربېره پر دې بيا هم د خپلواکو او غښتلو هېوادنو په کتار کې راځي. البته دا يوه ساده موضوع نه ده. د ايټاليا هېواد سره د اوږدو جنجالونو او د لاټران د پرېکړه ليک څخه وروسته واتيکان د يو هېواد په توګه رامنځ ته شو، د همدې پرېکړه ليک په اساس د واتيکان ښار په کال ۱۹۲۹ کې خپله خپلواکي اعلان کړه او د روم کاتوليکانو په ايټاليا کې د خپل ځان لپاره ځانګړی ځای ومونده.

د واتيکان ښار رسمي نوم (Stato della Città del Vaticano) ( د واتيکان ښار دولت) دی.


د واتيکان اصطلاحي ريښه د لاتيني ژبې پورې اړوند ده.
دا کليمه د Mons Vaticanus څخه اخېستل شوې ده، چې د ( واتيکان غر ) مانا ورکوي. واتيکان د خپلواک بانکي سيستم، د پست اداري سيستم، د تيليفون خپلواک سيستم او نورو سيستمونو درلودونکی هېواد دی.

د سن پېټرو کليسا د سن پېټرو په هديرې کې موقيعت لري، چې په څلورمې پېړۍ کې جوړه شوې ده. دا کليسا په ۱۶ مې پېړۍ کې بياځلې ورغول شوه، چې اوس په نړۍ کې يوه مهمه سياحتي سيمه بلل کېږي.

دا ښار د اوبو، خوراکي توکو، برېښنا، ګاز او نورو اړوندو ضرورياتو ته اړ دی.
د دې ښار په عوايد ماليه نه اخېستل کېږي او په واتيکان کې د پيسو په صادرولو او واردولو هم کوم محدوديت نشته.

د سن پېټر ميدان

د واتيکان ښار د پست ادارې څخه، د کار چټکوالي له امله؛ خلک ډېر خوښ دي.
واتيکان وسله وال پوځ نه لري. د واتيکان ښار نظامي چارې د ايټاليا هېواد په واک کې دي. پاپ، کارډينالان (کشيشان)، ګاردان او روحانيون خپل پاسپورټونه د واتيکان ښار څخه ترلاسه کوي.

د واتیکا موزیم

د واتيکان ښار د یونسکو لخوا د نړيوالو ميراثي ښارونو په لېست کې شامل دی.
واتيکان کې هېڅ ډيپلوماتيک هېئت نشته او بهرنۍ اړيکې يې د پاپ او سلطنتي غړو لخوا اداره کېږي. د ايټاليا خلک خپله ٪۸ ماليه، واتيکان ته ورکوي.

د واتيکان تاريخي ماڼۍ په ټوله نړۍ کې يوه پېژندل شوې ماڼۍ ده چې ۹ مايله اوږدوالی لري او په ښکلې بڼه ډيزاين شوې ده. ( Loggia of the Benediction) د دې ماڼۍ هغه برخه ده چې نوی ټاکل شوی پاپ پکې درېږي. پاپ په همدې ټاکل شوي ځای کې ځانګړې دعا قرائت کوي او د نړۍ په ډیرو سمیو کې ورته په ګڼ شمېر کسان غوږ نيسي.

د واتيکان عجيبې ودانۍ

هغه ژبې چې د واتيکان ښار خلک پرې خبرې کوي، لاتيني، ايټاليوي، فرانسوي او انګليسي دي. د واتيکان ٪۱۰۰ خلک باسواده دي. جالبه خبره دا ده چې هېڅ يوه ژبه پکې د قانون په چوکاټ کې رسمي نه ده.
اوسنی موجوده حکومت يې اټوکراسي ( مطلق استبدادي ) دی. ټول اختيار د پاپ په واک کې دی. البته د استازو يو هيئت د (Curia ) په نامه د پاپ سره همکاري کوي.

د واتيکان ښار د ايټاليا پلازمېنې ( روم ) له لوري کلابند يا احاطه شوی دی.
د واتيکان بانک په نړۍ کې يوازينی بانک دی چې لاتيني ژبه پکې کارول کېږي.
د واتيکان نظامي سرتېري اسقفي ( د مسيحي کليسا اړوند ) جامې پرتن لري او د واتيکان ګاردانو په نامه يادېږي چې په اصل کې د پاپ د ساتلو دنده پرغاړه لري.

د واتيکان نظامي ګاردان

د واتيکان په اړه دا ټول جالب حقايق انسان دې ته اړباسي چې له دې تاريخي او زړه راښکونکي کوچني ښار څخه هرومرو يوځل ليدنه وکړي. کله چې دې ښار ته تللی، نو د خپلو پيسو جېبونو او کڅوړو ته مو پام وي. دا ښار د جرايمو په ډېروالي کې ٪۹۰ سلنه پړ پېژندل شوی دی. البته اجازه مه ورکوئ چې دا مسئله مو د دې ښکلي ښار د نه ليدلو لامل شي.

سرچينه: Buzzle

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی