سپورټ مخکښان نړیوال کرکټ

په نړیوال ټیسټ کرکټ کې ویرات کوهلي لومړی مقام له لاسه ورکړ

د ټیسټ کرکټ په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې د هندوستان مخکښ توپ وهونکی ویراټ کوهلی د لومړي پوزیشن څخه غورځیدلی.

د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه اعلان شوې درجه بندې کې اسټرلیاوي توپ وهونکی سټيو سمیت لومړی ځای نیولی.

وروسته له هغې چې هندوستان کرکټ لوبډلې په انګلستان کې د دغه هېواد د کرکټ لوبډلې خلاف ښې لوبې ترسره نه شوې کړای، د هندوستانۍ لوبډلې لوبډلمشر هم د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ له لومړي مقام څخه محروم شو.

د ټسټ کرکټ په نړیواله درجه بندې کې چې تازه اعلان شوي د اسټرلیا لوبغاړي سټیو سمیت لومړی ځای اخیستی.

هندوستانی ویراټ کوهلی په دویم مقام، انګلینډي جیو روټ دریم، نیوزلینډي کین ویلیمسن څلورم، اسټرلیاوي ډیويډ وارنر پنځم، هندوستاني چیتیشور پوجارا شپږم، سریلانکایې کرون ارتاني اوم، سریلانکایې دانش چندیمال اتم، انګیستاني بریسټوو نهم او د سویلی افریقي ایلیګر په پرلپسي لسم نمبر کې راغلی.

د ټسټ کرکټ په تازه اعلان شوې درجه بندۍ په لومړیو شلو توپ وهونکو کې بغیر له اظهر علي چې په پنځلسم نمبر دی هیڅ کوم بل پاکستانی توپ وهونکی نه دی شامل.

بل لور ته د ای سي سي په اعلان شوي لیست کې په لومړیو لسو غوره توپ اچوونکو کې هم د پاکستان کوم لوبغاړی نه دی شامل.

د ټسټ کرکټ لمړی نمبر توپ اچوونکي د نیوزلینډ د لوبډلې تیز توپ اچوونکي جیمز انډرسن اعلان شوی.

جیمز انډرسن نه یوازې دا چې په دغه اعلان شوې درجه بندۍ کې یې خپل پخوانی ځای ساتلی بلکې د نیوزلینډ هغه توپ اچوونکی شو چې ۹۰۰ څخه پورته پوائنټونه یې هم پوره کړل.

تر دې وړاندې هم جیمز انډرسن ۳۸ کاله وړاندې ۹۰۰ پوائنټونه پوره کړي ول او اوس مهال د ۹۰۳ پوائنټونو په لرلو سره د کرکټ د نړیوالې شورا د ټسټ کرکټ په تازه اعلان شوې درجه بندې کې لومړی ځای لري.

په دغه لیست کې تر انډرسن وروسته د سویلي افریقي روباډا دویم، هندوستانی رویندرجدیجا دریم، د سویلی افریقي فلینډر څلورم، هندوستانی رویچاندر اشوین پنځم، اسټرلیاوي پیټ کومنس شپږم، نیوزلینډي ټرنټ بولټ اوم، سریلانکایې رنجنا هرات اتم، نیوزلینډي واګنر نهم او اسټرلیاوي هازلووډ لسم ځای نیولی دی.

د ای سي سي په اعلان شوي لیست کې د ټسټ کرکټ غوره الرونډر شکیب الحسن ښودل شوی.

رویندر جدیجا دویم، اشوین دریم، فلینډر څلورم، جسن هولډر پنځم ، بین سټوک شپږم، واکس اوم، معین علی اتم، کومنس نهم او میچل سټارک لسم نمبر غوره الرونډر اعلان شوی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی