بریا او پرمختګ زده کړې ګټه وټه

په مرکه کې دا پوښتنه چې (غټه کمزوري دې څه شی دی؟) څنګه ځواب کړو؟!

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: سزي ویلچ
ژباړه: غازي عابد

دې پوښتنې ځواب باید څنګه ورکړو چې؛ ستا تر ټولو غټه کمزوري څه شی دی؟
کیدای شي هغه کس چې له تاسره د دندې په اړه د ادارې په استازیتوب انټرویو یا مرکه کوي، داسې په وارخطايي یا ساده ډول در ځنې وپوښتي چې ستا تر ټولو غټه کمزوري څه شی دی؟

داسې پوښتنې ممکن دي؛ خو دا په دې مانا نه چې تاسې باید دا ډیر جدي ونیسئ. په حقیقت کې لکه چې د (CNBC) همکاره او د غوره مارکیټنګ مشهوره لیکواله سزي ویلچ وايي؛ ګمارونکي مدیران دا باریکې خبرې ځکه کوي چې غواړي ستاسې په شخصیت او کرکټر ژور پوه شي.

د (CNBC) همکاره او د غوره مارکیټنګ مشهوره لیکواله سزي ویلچ

د ویلچ په وینا؛ دا ډول پوښتنې ځکه ضرور دي چې دنده ورکوونکي یا ګمارونکي د دندې د ښه ترسراوي لپاره د شخصیت د ځانګړتیاو څرګندول خورا مهم او غوره بولي.

نوموړې وایي؛ ددې پوښتنې ځواب لپاره باید دا لاندې څلور ځانګړتیاوې تشریح کړئ او پرې پوه شئ:

۱- ځان خبرول
د غوره ځواب ورکولو لپاره باید خپلو ځانګړتیاو، اعمالو یا خپل ځانته کتنه وکړې. هڅه باید وشي چې په دغسې مهال کې له دروغو او درغلیو ځان وساتو، ځکه که صادقانه ونه اوسو نو مرکه کوونکی مجبوره دی چې لا نور هم مخته لاړ شي او بلاخره له تاسې د اصلي ځواب ایستلو هڅه وکړي.

د ویلچ په وینا؛ که تاسې هر څه ووایاست؛ خو بیا هم ستاسې له سیوي (CV)، مرکې او ریفرینسونو) References) یا هغه څوک چې تاسې په سیوي کې د باوري یا ستاسې په اړه معلومات لرونکو کسانو په توګه لیکلي، پوښتنه کوي او په دې ځان پوهوي چې ستاسې غټه کمزوري او ترسره شوې تیروتنه څه شی دی.

یو ځل پخوا ته ځیر شه او هغه کمزوري دې په ګوته کړه چې تاسې ورسره تیر کې مخ شوي یاست، خو په عین حال کې مو ورته د حل لارې لټولي وي، دا حل لار لټول خپل قوت دی او همدا قوت اداره لیواله کوي. نو ښه ده چې په خپلو خبرو کې رښتینی او شفاف اوسو. همداراز خپله نیمګړتیا مو مرکه کوونکي ته ووايئ، ځکه ستاسې نیمګړتیا د یوې کمپنۍ یا ادارې په بریا کې دومره مهمه نه ده. بلکې هغوی غواړي له اوس نه پوه شي چې تاسې پیاوړي یاست.

۲- اصلیت یا سوچوالی
ګمارونکی مدیر هڅه کوي مطمئین شي چې تاسې ډیره نیمګړتیا نه لرۍ. هڅه مه کوئ چې دې سوال ته غولونکی ځواب ورکړئ، یا دوه مخې توب وکړئ او یا هڅه وکړئ چې هغه مدیر وغولوئ، ځکه ممکن هغه له تا مخکې خبر وي، که داسې وی، نو بیا به بې باوره شئ.

یوه اداره هیڅکله نه غواړي چې ساختګي کاریګر ولري، یعنې په پيل کې یو کس ځان په دروغو داسې معرفي کړي چې هر څه کولی شې، خو وروسته یې بیا نه شي کولی.

۳- احتیاط
هڅه وکړه چې ځواب دې ډیر علمي، مسلکي او لنډ وي. په شخصي کمزوریو خبرې کول په کار او عمل پورې اړه نه لري. باید له احساساتي خبرو ډډه وکړې.

ویلچ وايي، هغه څوک چې تاسې د کار لپاره ګماري غواړي پوه شي چې تاسې د شخصي کمزورتیا او او کاري کمزورتیا ترمنځ توپير کولی شئ او کنه. نو هڅه باید وشي په دواړو اړخونو په ډیر ښه لیول او پخې خبرې وشي. ویلچ وايي، هیڅ یو مدیر نه غواړي چې تاسې وویروي، یا مو ټیټ او کم ارزښته کړي.

۴- نوښت
یوازې خپلې نیمګړتیاوې مه په ګوته کوئ، بلکې دا هم وښيئ چې له دغو نیمګړتیاو مو څومره زده کړه کړې. دا هم ووایئ چې څرنګه به په اداره کې کار کوئ. څرنګه به له لارښوونکي سره کار کوئ. په ټوله کې ډیر نوې خبرې کوونکي اوسئ.

ویلچ وايي؛ دا اړینه نه ده چې ته کومه نیمګړتیا یادوې، خو مهم شی دا دی چې د همدې یادې شوې ستونزې د حل لپاره دې تر اوسه څه کړي او کوم ابتکارات دې د مخنیوي لپاره تر لاس لاندې نیولي.

همدراز څه پلان لرې چې هغې پروسې ته به په نوي پوزیش، ځای یا دنده کې دوام ورکړې. دا باید منیجر ته واضح کړې.

د ویلچ په وینا؛ که ته ځینې داسې تجربې شریکوې چې پوښتونکی مدیر پرې له وړاندې پوهیږي، نو هڅه وکړه چې په دې کې ورته د نورو زده کړو او نویوالي خبرې وکړه.

مثلاً ورته ووايه؛ ددغې دندې په دې برخو کې زه نه پوهیږم یا مشکل لرم، خو اوس مې انلاین کورس شروع کړی یا هڅه مې شروع کړې چې دا شیان ډیر ژر د خپلو تجربو او تحلیلي مهارتونو په وسیله زده کړم او تشه ډکه شي.

په هرحال دا پوښتنه درته ډیرو ځایونو کې ممکنه ده چې مخته شي، باید هڅه وکړې چې ځواب یې ووایې خو په سمو لارو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد