روغه سټه

په مخ باندې د اضافي ویښنانو د له منځه وړلو لپاره اسانه لاره

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه راټولونه: مریم محمدي

انسان تل په دې لټه کې وي، چې خپله ښکلی وي، د ژوند ملګری یې ښکلی وي، اولادونه یې ښکلي وي، جامې یې ښکلې وي، کوټه یې ښکلې، له ښکلي طبیعت خوند اخلي او په ټوله کې هرڅه چې لري، باید ښکلي وي. خو له دې ټولو سره سره یو شمیر میرمنې او ځوانان د مخ ښکلا ته بیا ځانکړې پاملرنه کوي.

ځیني خلک په مخ د اضافي ویښتانو له شتونه ځوریږي، هڅه کوي چې له بیلابیلو لارو یې مخنیوی وکړي، کله مخ نښ یا هم په تار ویښتان باسي، یا هم لیزر کوي، ډیرې لارې چارې شته چې د مخ، د اضافي ویښتانو د له منځه وړولو لپاره استعمالیږي. مګر ځینې له دې میتودونو څخه يې قیمتي او دردناک وي.

د مخ، د اضافي ویښتانو د له منځه وړولو لپاره ځینې اقتصادي او اسانه لارې هم شته، چې درد هم نه کوي. نن درسره په همدې اړه معلومات شریکوو:

– که غواړئ د مخ اضافي وېښتان مو له منځه یوسئ، نو د هګۍ سپین را واخلئ او د مخ پر اړونده برخه یې وموښئ، چې دا کولای شي د مخ د اضافي وېښتانو په له منځه وړلو کې درسره مرسته وکړي.

– که غواړئ د مخ اضافي وېښتان مو له منځه یوسئ، نو یو څه اندازه بوره او اوړه په اوبو کې سره حل کړئ او پر مخ مو یې وموښئ، چې دا هم کولای شي د مخ د وېښتانو په له منځه وړلو کې درسره مرسته وکړي.

– یا هم له دې ارزانه اسانه کورني ماسک نه د ویښتانو د له منځه وړولو لپاره کار واخلئ.

– د اړتیا وړ مواد
۰ یوه قاشوغه د غنمو وړه
۰ دوه قاشوغه د کورکمن پودر
۰ څلور قاشوغې تازه شېدې
۰ یوه قاشوغه د لیمو اوبه
۰ یوه قاشوغه د ناریال غوړي

– د جوړولو طرقه
ټول مواد په یوه لوښه کې واچوئ او ښه یې سره یو ځای کړئ تر څو ټول مواد زیړ رنګ واخلي، یعنې کورکمن ورسره ښه مکس شي.

– د استفادې طریقه
یاد شوي مواد د نورو ماسکونو په څیر په مخ وموښئ، خو پام مو وي چې د سترګو او وریزو ته نږدې ونه وهئ، په هغه ساحه کې ډیر موښئ چې ویښتان ډير وي، په دې وخت کې خبرې او خندا مه کوئ، ځکه په مخ مو ګونځې پیدا کیږي، له وچیدو وروسته په لاس یې لرې کړئ، بیا مخ مو په تړمو اوبو ووینځئ، د لمر ضد کریم استعمال کړئ، پایله به یې درته معلومه شي، دا ماسک نه یوازې دا چې د مخ اضافي ویښتان له منځه وړي، بلکې د مخ پوستکی تازه، ښکلی، صفا او همدارنګه د مخ ګونځې ښه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي