کلتور او هنر له نړۍ

په مالیزیا کې د نګارا مشهور مسجد

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د نګارا مسجد د مالیزیا په کوالالامپور ښار کې تر ټولو مشهور مسجد دی. دغه مسجد پر یو وخت د (۵۰۰۰) لمونځ کوونکو ظرفیت لري او په ۱۳هکتاره باغ کې جوړ شوی دی.

د نګارا مسجد په ۱۹۶۵ مېلادي کال کې جوړ شوی، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا له سره رغول شوی دی.

دغه راز د نګارا مسجد مناره او یو شمېر نويو د اوبوحوضونو د مسجد ښکلا یو پر دوه کړې ده. دغه مسجد ۴۵ ځله له سره رغول شوی، چې په وروستۍ بیا روغونه کې یې لویه ګنبده په آبي رنګ جوړه شوه.

د مسجد ګنبده د نړۍ د ټولو مساجدو له ګنبدو سره توپیر لري، ځکه دغه ګنبده یوه اتلس برخیز ستوري ته ورته ده، چې د مالیزیا د ۱۳ ایالتونو او د اسلام د پنځو بناو ښکارندويي کوي.

د لویې ګنبدې په شاوخوا کې ۴۸ نورې کوچنۍ ګنبدې هم شتون لري. د مسجد پر دېوالونو د قران کریم آیاتونه په ښکلې خطاطۍ د مالیزیا د مشهورو خطاطانو پر لاس لیکل شوي دي.

دغه مسجد د سهار له ۹ تر ۱۲ بیا د ماسپښین له یوې د مازدیګر تر شپږ نیمو بجو پورې د خلک پر مخ پرانیستی وي.
مسجد په خپله شاوخوا کې ګڼ شمېر نور اړین ملحقات هم لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران