ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه

په ماشومانو کې د نوکانو خوړلو ناروغي او د درملنې لارې چارې یې

لیکنه: ياران

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

ژباړه: حمیدالله حمیدي

نن سبا په لس سلنه ماشومانو کې د نوکانو د خوړلو ناروغي لیدل کېږي، چې دغه ناروغي په هلک او نجلۍ کې کوم ځانګړی توپیر نه لري مانا دا چې کېدای شي هلک او نجلۍ دواړه له دې ناروغۍ سره مخ شي.

دغه ناروغي معمولأ له دوه کلنۍ تر څلور کلنۍ پورې پیدا کېږي، چې د ګوتو زبېښل هم له دې ناروغۍ سره ډیر ورته والی لري، او په همدې سن کې کوچنیان خپلې ګوتې هم زبېښي.

په رواني اختلالاتو کې تر ټولو بد یې یو هم دا دی، چې ځینې ماشومان خپل نوکونه خوري او دا یو ډول عادتي ناروغي بلل کېږي. د ګوتو زبېښل هم په ماشومانو کې یوه عادتي اختلال دی، چې د نوکونو خوړلو ته ورته والی لري.

لومړۍ مرحله داسې پیلېږي، چې ماشوم په لمړي وخت کې د خپلو نوکانو څنډې په خپلو غاښونو پټ کوي، وروسته یې په خپلو ګوتو پرې کوي او بیا یې خولې ته کوي او ژوییې.

دا چې ولې ماشومان په دې ناروغۍ اخته کېږي په لاندې ډول به یې واضح کړو:

د دې ناروغۍ اصلي لامل تر اوسه نه دی په ګوته شوی، خو اروا پوهانو دا په ګوته کړې ده لکه څنګه مو چې مخکې وویل، په ماشومانو کې د نوکانو خوړل یو رواني اختلال دی او دغه اختلال هغه وخت پیدا کېږي، چې ماشوم د ډار، یوازېتوب او خوارځواکۍ احساس وکړي.

له مور او پلار څخه د لرې والي، د شپې په تیاره کې ډارېدل ماشوم له دې ډول ناروغۍ سره مخ کولای شي.

که ماشوم ته په خپل وخت سره د مور او پلار او یا هم د نورو نېږدې کسانو مرسته ونه رسېږي، ډیره کله ماشوم په دې ډول ناروغیو لکه د نوکانو خوړلو باندې اخته کيږي. له یوې اونۍ، یوې یا څو میاشتو تکرار څخه وروسته ماشوم له دغه اختلال سره عادت کېږي او د یوه دایمي عادت په توګه یې بدلېږي.

که څه هم، چې د دې ناروغۍ اصلي عامل تر اوسه نه دی په ګوته شوی، دغه ناروغي یو ډول ارثي هم ده، که په کورنۍ کې مور او یا هم پلار په کوچنوالي کې دغه څه تر سره کړي وي او یا هم په دې ناورغۍ باندې اخته شوي وي لرې نه ده، چې ماشوم یې هم پر خپل وخت او معلوم سن کې په نوکانو خوړلو باندې اخته شي. نو له مور او پلار څخه په ارثي ډول او یا هم هغه ماشومان چې په خپلو کې سره لوبې کوي او یو کس یې په دې ناروغۍ اخته وي کېدای شي بل یې پېښې وکړي، ځکه ماشوم تل د نورو تقلید کوي او پایله کې یې د نوکانو خوړل عادت ګرځي.

دغه ناروغي په هغو ماشومانو کې، چې د مور شېدې یې کمې خوړلې وي او یا هم په لومړیو کلونو کې د مور په څنګ کې پاتې شوي وي کمه لیدل کېږي.

بدې اغېزې یې
که څه هم چې په لومړي سر کې ماشوم د خپلو نوکانو له خوړلو څخه خوند اخلي او د آرامۍ احساس ور سره کوي، خو د وخت په تېرېدو سره ورته ګڼ شمېر عوارض پېښوي د بېلګې په توګه: په خپل نفس یې اعتماد کمېږي، یوازېتوب اختیاروي او په لوړ سن کې بیا د یو ډول ذهني، اجتماعي او وظیفوي ستونزو سره مخ کېږي.

کومې جسمي ستونزې پېښوي؟
د نوکانو خوړلو جسمي عوارض دا دي، چې د ماشوم د ګوتو په سرونو کې زخمونه پیدا شي، مکروب په کې ځای ونیسي او ان ډيره کله د نوکانو او ګوتو د شکل د تغیر سبب هم ګرځي.

د نوکانو د خوړلو ناروغي ډېر کله په هغو ماشومانو کې پیدا کېږي، چې د وینې له کمښت سره مخ شي، که په ماشوم کې د وینې د کمښت نښې نښانې ولیدل شي باید ډاکټر ته وښودل شي. دغه ناروغي هغه وخت زور نیسي، چې ماشوم د یوه ډاروونکي فلم په کتلو، د یوه سخت فکري کار په کړلو لکه درس ویل باندې مشغول وي.

د درملنې لارې چارې یې
دا چې دغه ناروغي د څو میاشتو او یا هم څو کلونو په اوږدو کې منځ ته راغلې ده، نو مور او پلار هم باید دغه ډول توقع ونه لري، چې ګواکې په څو ورځو کې دې د دغې ناروغۍ درملنه وشي. ځکه که دوی په دومره کم وخت کې د دغسې عاجلې درملنې توقع ولري او په څو وروځو یې درملنه کومه پایله ور نه کړي کېدای شي د ماشوم له درملنې لاس واخلي.

که ستاسو ماشوم په دې ډول ناروغۍ اخته وي د یوه مور او پلار په توګه باید دغه ټکي په پام کې ونیسئ:

۱- د دې ناروغۍ په درملنه کې تر ټولو لومړی خپله ناروغ له ځانه سره مرسته کولای شي وروسته د کورنۍ غړي او له هغه وروسته د دې برخې پوهان.

۲- د درملنې کړنلاره او مشورې ورکول د دې ناروغۍ د درملنې اصلي عوامل دي.

۳- د ماشوم نوکان د امکان تر حده باید لنډ وي، تر څو ماشوم یې د خوړلو لپاره تحریک نه شي مانا دا چې په غاښو ور نه شي.

۴- مور او پلار، چې کله د ماشوم نوکان اخلي ښه خبره ده، چې هغه د خبرو له لارې وهڅوي، چې نوکونه ونه خوري. د بېلګې په توګه ورته و وایي، که یوه اونۍ د خپل نوکان ونه زدویې هرو مرو به دې پارک،سینما، رسټورانټ او یا هم ستا د خوښې وړ ځای ته بیایم.

۵- هېڅ کله هم هڅه مه کوئ، چې د ماشوم نوکونه د نوکانو په رنګ رنګ کړئ، ځکه له یوې خوا دغه کار له ماشوم سره په درملنه کې مرسته نه کوي بلکې کېدای شي ماشوم د نوکانو د خوړلو په وخت کې دغه څه وخوري او مسموم شي.

۶- د نوکان چسپ کول یا تړل هم په دې برخه کې د درملنې لامل نه ګرځي، بلکې کېدای شي، چې د ماشوم د نوکانو بڼه تغیر وکړي. که تاسو د ډېر کم وخت لپاره هم دغه څه تر سره کړئ کېدای شي د ماشوم ګوتې مو کږې شي.

۷- ماشوم مو په دې دلیل، چې ولې خپل نوکان خوري د نورو په مخ کې او یا هم یوازې مه تنبه کوئ. ښه خبره دا ده چې له ماشوم سره په یوازې سر د دې ناروغي په جانبي او جسمي عوارضو خبرې وکړئ او پر زیانونو یې پوه کړئ. که دغه کار له مور او پلار پرته د هغه چا په وسیله وشي چې دنده یې ده او یا هم په دې برخه کې معلومات لري او درملنه یې کړې وي ښه پایله ورکوي.

۸- دا چې دغه ناروغي په تدریجي ډول منځ ته راغلې ده، نو د درملنې لپاره یې هم باید بېړه ونه شي او له پوره حوصلې کار واخیستل شي.

۹- کېدای شي ماشوم د یو ډول اختلالاتو له امله د نوکانو خوړل شروع کړي او یوه یا دوه اونۍ دوام وکړي، خو که دغه کار تر دوو اونیو زیات دوام وکړي باید درملنه یې وشي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران