له نړۍ

په لبنان کې د محمد امین مسجد

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د محمد امین مسجد د لبنان په مرکز بېروت ښار کې د شهدا میدان ته نېږدې موقعیت لري، چې تر ډېره یې لمونځ کوونکي اهل سنت دي. دغه مسجد د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۷ کلونوو ترمنځ جوړ شوی دی. ددغه مسجد د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي نړۍ ګڼ شمېر مشرانو، سیاستمدارانو او زرګونه لبناني وګړو ګډون کړی و.

د محمد امین مسجد اصلي بنسټ اېښودونکی د لبنان پخوانی لومړی وزیر رفیق حریري و، چې د همدې مسجد په څنګ کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د مسجد معمار (عزمي فاخوري) د عثمانیانو د دورې ودانیز طرز ته په کتو د مسجد ګنبده شنه (فېروزیي) رنګ کړې ده، چې له همدې کبله مسجد تر ډېره د سلطان احمد مسجد ته، چې د ترکیې په استانبول ښار کې موقعیت لري ورته ښکاري.

د محمد امین مسجد څلور لوړې منارې دوه لویې او دوه کوچنۍ ګنبدې لري. دغه مسجد په لبنان کې تر ټولو لوی او ښکلي مسجد بلل کېږي. د نارینه و او ښځینه و لپاره پکې د لمانځه ځایونه بېل بېل دی.

په کلني ډول پر مسلمانانو سربېره ګڼ شمېر غیر مسلمان خلک له دغه مسجد څخه لیدنه کوي.

کتابتون، د اسلامي غونډو تالار او د قران کریم د زده کړې مرکز یې اړوند ملحقات دي.
د مسجد شاوخوا ودانیزې چارې لا هم روانې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران