بریا او پرمختګ

په لاس د لیکلو بڼه څنګه د یو انسان شخصیت بیانوي؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس

د هر سړي لاسي خط، د هغه د عصبي جوړښتونو او د رواني ځانګړنو څخه بلل کېږي، همدا موضوع د دې لامل کېږي چې د اشخاصو لاسخطونه خپلو منځو کې توپير ولري او تقريبا د بل شخص لاسي خط تقليدول ناممکنه شي.

هغه عضلې چې د ليکلو پر مهال په حرکت راځي، د بدن مرکزي عصبي سيستم له لوري کنټرولېږي. حتی داسې هم ويل کېږي چې د فرد لاسي خط د بدلون لپاره هڅه کول، د هغه شخص د شخصيتي ځانګړنو په تغيراتو هم تمامېدی شي. دا موضوع جوتوي چې کولی شو د ليکلو پر مهال د کلماتو د کړنلارو د ځينو سمبولونو په پيدا کولو د خط د خاوند ځينې شخصيتي ځانګړنې ومومو.

ګرافولوژي (Graphology) هغه څانګه ده چې د وګړو لاس خط تر بحث او شننې لاندې نيسي. په دې ليکنه کې به تاسو وشئ کولی چې د څو ډوله ليکلو يا خطونو، د شخصيت تشريح او شننې سره بلد شئ.

د امريکې متحده ايالاتونو (National Pen Company)د څېړنو په اساس، د افرادو لاسخط چې دا برخې پکې راځي: د واټنونو يا فاصلو ډولونه، د ټکو د ايښودولو کړنلارې، د تورو د چرخش کړنلارې او يا هم ښي يا کيڼ لوري ته د کلماتو تمايل… کولی شي د هغوی ۵۰۰۰ متفاوتې ځانګړنې څرګندې کړي. همدارنګه د دې فن په مرسته کولی شو چې د جرم پېژندنې په برخه کې او د متهمينو د صداقت تشخيصولو کې هم ګټه پورته کړو.

د هر انسان د لاس ليک سايز او اندازه کولی شي د هغه شخصيت څرګند کړي. د بېلګې په ډول: د هغو کسانو چې لاس خط يې نازکه ( نری ) وي او کلمات واړه او نري ليکي، معمولا خجالتي، سخت کوشه او باريک بينه دي. په داسې حال کې، هغه خلک چې معمولا ټولنيز يا هم د توجه او پام، مئينان دي؛ کلمات په غټه اندازه ليکي. د کلماتو متوسط سايز، د نرم او انعطاف منونکو شخصيتونو پورې اړه لري چې خپل ځانونه د شرايطو سر برابروي.

هغه کسان چې د کلماتو ترمنځ ډېر واټن پرېږدي، د آزاد پاتې کېدو څخه خوند اخلي او په خپله شاوخوا کې د مداخله کوونکو اشخاصو له مداخلې رنځ وړي. په برعکس ډول هغه کسان چې کلمات په پيوست او جوخت ډول ليکي، نشي کولی چې يوازيتوب ومني او حتی ممکنه ده چې مداخله کوونکی شخصيت هم ولري.

د حرفونو د چرخش ډول هم د افرادو د شخصيت په اړه ځيني حقايق بيانوي. د بېلګې په ډول، هغه کسان چې ګرد توري د لويو چرخشونو سره ليکي؛ راحت او روشن فکره اشخاص دي. هغه افراد چې دايرې وړې او تنګې رسموي، معمولا شاکي وي؛ يانې ډېر شکايت کوي او په ډېرو تصميماتو کې خپل ځان محدودوي.

که ټکي د تورو څخه په لرې واټن کې کېښودل شي، نو د دې څرګندونه کوي چې شخص د غښتلې تخيلي قوې درلودونکی دی. خو تورو ته په نږدې واټن کې ټکي ايښودل، د عاطفي او منظمه شخصيتونو څرګندونه کوي. هغه کسان چې ټکي په دايروي بڼه ليکي، ماشومانه شخصيت لري. کوم کسان چې ټکي د خط ( – ) په بڼه رسموي، د نورو د بې کفايتۍ او تېروتنې پر وړاندې يې د زغم اندازه کمه وي.

که په ليکلو کې د يو شخص کلمات ښي لوري ته مايله وي، نو فرد د نويو تجربو د منلو لپاره ډېر چمتووالی لري او د نويو کسانو د ليدلو څخه خوند اخلي. خو که د تورو او حرفونو ميلان کيڼ لوري ته وي، نو شخص به محافظه کار وي او د نويو تجربو څخه به ځان لرې ساتي. هغه کسان چې لاس ليکونه يې ښي او کيڼ لوري ته مايل نه وي، نو منطقي او عملګرا انسانان دي.

د کلماتو د ترسيمولو بڼه چې هرڅومره ګردوالي ته نږدې وي، د دې څرګندونه کوي چې شخص د نوښت او خلاقيت درلودونکی دی او باهنره دی او په برعکس ډول د تېز خط درلودونکي کسان دروني قهر لري او د ډېر هوش خاوندان دي.

هغه کسان چې د ليکلو پر مهال په قلم ‌ډېر فشار راوړي؛ پررنګه او ډبل خط لري، مسوليت منونکي دي او موضوعات جدي نيسي. دا ډله کسان معمولا عصبي وي.

دا په داسې حال کې ده کوم خلک چې باريک او کمرنګه خط لري د حساس شخصيت درلودونکي دي، د نورو سره ډېره همدردي لري؛ خو انرژي يې کمه وي.

دا ډول خلک معمولا د خپلو خبرو په اثباتولو کې پاتې راځي او په راحتۍ سره ضربه خوري. کله چې پرې نيوکې نيول کېږي نو ډېر ژر ماته مني. جالبه دا ده، خط پېژندوکي په دې باور دي چې، هغه افراد چې کليمې په فشار او زور سره ليکي؛ ممکنه ده چې وينې فشار سره مخامخ شي.

کوم خلک چې په چټک ډول خط ليکي، کم طاقته دي، له ناوخته کېدو او وخت تېرېدو څخه کرکه لري. دا ډله خلک ممکنه ده چې د کمترۍ احساس ولري او کېدای شي کله ناکله د ورخطايۍ له امله تېروتنې هم وکړي. هغه کسان چې په چټکۍ سره خط ليکي، معمولا عمل يې کم وي او کوم خلک چې ورو ورو خط ليکي، د پوهېدو او فکر کولو لپاره ډېر وخت ته اړتيا لري. هغوی دا غوره ګڼي چې، د ناسمې پرېکړې پرځای دې هېڅ تصميم ونه نيسي.

د ناخوانه ( پېچلي ) خط درلودونکي کسان تند دي او نه غواړي چې خپل دننه اسرار څرګند کړي. په داسې حال کې چې د خوانا ( آسانه ) خط لرونکي اشخاص راحته او په خپل نفس با اعتماده دي، هغوی د هغه څه لپاره چې نه وي؛ تظاهر نه کوي.

هغه ليکونه يا خطونه چې د يوې ليکنې په ترڅ ډېر بدلون مومي، د نه صداقت او نه رښتينولۍ څرګندونه کوي او په پای کې بايد وويل شي چې، د ښکلي او پر رنګه ليک درلودونکي اشخاص معمولا د خپلې خوښې وړ مسايلو کې په مفصل ډول او په مينې سره خبرې کوي. دا ډله خلک معمولا هيله لرونکي او د ډېرې توقع درلودونکي دي.

جالبه دا ده، څېړنې ښيي هغه کسان چې په سکيزوفرني ککړ دي؛ کله يې کلمات ښي او کله کيڼ لوري ته ميلان کوي او دا د واقيعت سره د نه اړيکې څرګندونه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی