کلتور او هنر له نړۍ

په فرانسه کې د (پاریس) لوی مسجد

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د پاریس لوی مسجد په فرانسه کې تر ټولو پخوانی او پېژندل شوی مسجد او اسلامي مرکز دی، چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، د هغو سل زره مسلمانانو د وینو په قدردانۍ کې جوړ شو، چې د فرانسې په دفاع کې یې خپل سرونه بایللي و.

د دغه مسجد د بنسټ ډبره په ۱۹۲۲ کال کې کېښودل شوه. پر فرانسه سربېره ګڼ شمېر هغه هېوادونو چې د فرانسې تر مستعمرې لاندې و، د دغه مسجد په جوړولو کې برخه اخیسته ده.

په هغه وخت کې د پاریس پر لوی مسجد پنځه میلیونه پرانکه لګښت راغلی دی. د تونس د وخت حاکم یې د کاشیانو او د مصر پاچا یې د منبر لګښت پرې کړی دی.

مسجد په ۱۹۲۶ کال کې د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو. معمار یې تر ډېره د مراکش له مساجدو څخه الهام اخیستی او ۳۳ متره لوړه مناره یې هم د تونس د زیتون مسجد ته ورته ده.

د پاریس مسجد تر ډېره د یوه اسلامي مرکز په څېر کار کوي، چې د ښار نور مسجدونه هم له دغه ځایه اداره کېږي. دغه مسجد پرعبادت ځای سربېره، کتابتون، د قران کریم د زده کړې مرکز، د کنفرانس سالون، پلورنځی او ګڼ شمېر نور ملحقات لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران