روغه سټه

په طبعي موادو سره د مخ د ګونځو له منځه وړل

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

د مخ پوستکى د ځوانۍ پر مهال ترټولو غوره حالت او وضعيت لري، که په دې وخت کې ورته پاملرنه ونشي، نو له يو څه وخت وروسته خپل لومړنی حالت له لاسه ورکوي او له دې سره سم يې زړښت پيلیږي. د وخت په تېرېدو سره د پوستکي ارتجاعي ځانګړنه له منځه ځي او په پوستکي کې ګونځې را منځته کېږي. د ګونځو پيدا کېدل ډول ډول لاملونه لري، خو د هغو تر ټولو مهمو لاملونو څخه يو هم د لمر وړانګې دي.

له مناسبو خواړو څخه ګټه اخيستل هم د پوستکي په ځوان ساتلو کې اغیزه لري. څیړنو موندلې، خو هغه کسان چې سګرټ څښي په مخ کې یې ګونځې زر پیدا کیږي.

که چیرې مو د مخ پوستکی ګونځې لري یا هم غواړئ چې په راتلونکي کې مخ مو زر ګونځې نشي، نو دا ماسک وکاروئ:

د اړتیا وړ مواد
– وازلین یا واسلین د اړتیا
– شات (شهد) یوه قاشوغه
– د هګۍ زیړ یو دانه
– د زیتونو تیل دوه قاشوغې

د چمتو کولو طریقه
لومړی واسلین د بخار په مرسته مایع کړئ، کله چې یې تودوخه له منځه ولاړه، دا نور مواد ( شات، د هګۍ زیړ او زیتونو تیل ورسره یوځای کړئ، ښه یې مخلوط کړئ. بیا یې په خپل پوستکي وموښئ او ماساژ ورکړئ، له دوه ساعتونو وروسته یې په نرم دستمال پاک کړئ، بیا مخ مو په صابو او تړمو اوبو سره ووینځئ.

یادونه: که غواړئ چې پوستکى مو ځوان او تازه اوسي نو ښه ده چې ورته پوره پالنه وکړئ. د تازه او ځوان پوستکي درلودلو لپاره په اونۍ کې یو ځل له دې ماسک نه استفاده وکړئ، همدا رنګه د مخ له ګونځو او له داغونو به خلاص اوسئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران