بریا او پرمختګ زده کړې

په رسمي کانکور ازموینه کې د بریالیتوب لپاره د ازمایښتي کانکور رول

هر کال ډلې ډلې ځوانان د ۱۲ ټولګیو څخه د فارغیدو وروسته د کانکور په ازموینه کې د خپلې ښې راتلونکې په لټه کې وي، تر څو د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالي شي او پکې لوړې زدکړې ترسره کړي.

خو ګڼ شمیر ځوانان د کانکور په نوم هغې ازموینې ته چې پکې د راتلونکې برخلیک یې ټاکل کیږي، د نا اشناء يي له کبله اندیښمن وي.

له دوی سره دا ویره هم وي، چې د ناسم انتخاب له کبله په دغه ازموینه کې ستر چانس له لاسه ورنکړي.

د ۱۳۹۷ لمریز کال سږني کال د کانکور ازموینې ته د چمتوالي او بلدتیا په موخه په ختیځ ننګرهار کې د النصر عصري علومو انسټیټیوټ د افغان ځوانانو لپاره د کانکور ازمایښتي ازموینه برابره کړې وه، چې پکې زیات شمیر د ۱۲ ټولګیو فارغ شویو زده کوونکو ګډون کړی و.

د دغه انسټیټیوټ د مسولینو په وینا د ځوانانو د اندیښنې پای ته رسولو، په دغه پروسه کې د ګډون او پوهاوي په موخه یې دغه کړنه ترسره کړه.

په دغه ازموینه کې د ګډون په موخه د زده کوونکو لپاره د (بایو میټریک) اسانتیا هم برابره شوې وه، چې د ازموینې وړاندې یې د بایو میټریک سره هم بلدتیا پیدا کړه.

له بایومیتریک سره بلدتیا

د دغه انسټیټیوټ د مسولینو په وینا، د افغانستان د دولت ارزښتناکه لاسته راوړونو څخه په ملي کانکور کې د فساد د کچې راټیټول دي او د معارف وزارت ته پکار ده، چې په ملي کانکور کې د ازموینې اخیستو او ځوانانو ته یې د پوهاوي په اړه د دغه ډول ازمایښتي کانکور ازموینې زمینه برابره کړي.

د ازمایښتي کانکور په نوم په دغه ازموینه کې ګډون کوونکي ځوانان هم خوښ دي، چې د ملي کانکور ازموینې وړاندې ورته دغه ډول زمینه برابره شوه، او ګټه یې دا وکړه چې د ازموینې د روند او بایو میټریک سیستم سره بلد شول، تر څو په ملي کانکور کې د ستونزو سره مخ نشي.

د دغو ګډونوالو په خبره له دې وړاندې د کانکور ازموینې د مراحلو سره د نه بلدتیا له کبله یو څخه اندیښمن وو، خو اوس یې هغه اندیښنه ختمه شوه.

په ننګرهار کې د کانکور ازمایښتي ازموینې زمینه په داسې مهال برابریږي، چې په نږدې راتلونکې کې د ملي کانکور د ازموینې د اخیستو خبر هم ورکړل شوی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی