اقتصاد بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

په راتلونکو لسو کلونو کې ځان چیرې وینې؟

لیکنه: جیم رون
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

له دې وروسته نهیلی مه اوسه، له عمل کولو پرته هیله من هم مه اوسه او له عملي ګام اوچتولو پرته د کوم څه ته په تمه هم مه اوسه.
هغه ښه پوښتنه چې کولی شې له ځان څخه یې وپوښتې: “ته چیرې روان یې؟” له نن څخه لس کاله وروسته یقیناً چې ته به ورسیږې، خو پوښتنه دا ده چې، چیرې؟ موږ نه غواړو چې ځان وغولوو چې چیرې؛ نه غواړو په هغې لار ځان ته چل ورکړو چې پرې روان یو.

په ۲۵ کلنۍ کې، له هغې وروسته چې مې له خپل لارښود ایرل شواف سره لیدنه وشوه، نو ما د “ځان به هیڅکله نور نه غولوم” په نوم یوه ورځ درلوده. ما نه غوښتل چې زه نور نهیلی واوسم او بالاخره له ځان سره مې دا پریکړه وکړه چې د ځان غولونې تیوري ما هغه ځای ته نه شي رسولی، چې زه یې غواړم او دا هغه څه هم نه و چې کومه پټه خزانه په کې پرته اوسي. ما وغوښتل ځان ډاډمن کړم چې په کومې لارې زه روان یم او ولې روان یم.

وروسته، د ښاغلي شواف په مرستې سره ما یو څو د مطالعې، د ذهن او فعالیت خویونه ځان کې پیدا کړل؛ چې کله به مې عملي کړل، نو کولی یې شول په ژوند کې مې هغه بدلونونه راولي چې پرې یو ځای ته رسیدای شوم.

ځینې وخت په ذهن کې مو دا ګرځي چې موږ او تاسې د خپلې نیکمرغۍ لپاره لس سلنه کار کوو، خو سره له دې چې نوي سلنه ورته اړتیا لیدل کیږي، خو ښايي چې برعکس یې سم اوسي. همداراز، موږ او تاسې د خپل د ژوند ښه والي لپاره په کافي اندازه کار کوو، خو ځينې وخت ښايي پنځه او یا هم لس سلنه نور اضافي کار ته هم اړتیا ولیدل شي، ترڅو د روڼ اندۍ بدلون، د فعالیت بدلون، د ډسپلین او فکر اصلاحي بدلون هم پکې راونغاړل شي. همدارنګه، هر هغه څه ته چې موږ او تاسې ډیره اړتیا لرو، هغه، هغه فکرونه دي چې پورتني ذکر شوي بدلونونه رامنځته کړو او انسان د موخې منزل ته ځینې وخت په یوه کال کې رسیږي، ځینې وخت په درېیو کلونو کې، ځینې وخت په پنځو کلونو کې او ځینې وخت هم په لسو کلونو کې.

خو اوس وخت د دې دی چې خپل را روان لس کلونه جوړ کړې. باید د ژوند له واقعیت او حقیقت سره مخ شې، چې دا کار زما په ښه هم و چې کله په لومړي ځل له ښاغلي شواف سره مخ شوم. په هغه وخت کې زه ۲۵ کلن وم او نوموړی ۴۴ کلن. نوموړي زما په وجود کې د شتمنۍ تجربه راوپنځوله او ډیره ستونزمنه پوښتنه یې راڅخه وکړه، ډیره زیاته. راڅخه و یې پوښتل چې، “ایا ته هغه کتابونه لولې چې کولی شي تا هغه ځای ته ورسوي، چې په پنځو کلونو کې یې ته غواړې؟”
ډیره ښه پوښتنه! هغه ځای ته چې ته غواړې په پنځو راتلونکو کلونو کې ځان ورسوې، ایا ته سم کتابونه ورته لولې او که نه؟ ایا تا په ژوند کې ډسپلین راوستي او که نه؟ خو هغه څه چې موږ نه غواړو پکې ښکیل واوسو، هغه نهیلي کیدل دي، له عمل کولو پرته هیله من اوسیدل دي او له عملي ګام اوچتولو پرته کوم څه ته په تمه اوسیدل دي.
د دې هرڅه کلي له خپل ځان څخه پوښتل دي چې، “زه چیرې یم؟ څه کولی شم چې په ژوند کې مې هغه بدلونونه رامنځته کړم چې له مخې یې وکولی شم د خپل د موخې خزانې (ذهني خزانې، شخصي خزانې، مادي خزانې او معنوي خزانې) پر لور ورځني ګامونه اوچت کړم؟ نه غواړم چې له دې وروسته نورې تیروتنې ترسره کړم؛ همدا اوس هغه وخت دی چې د هغه ځای لپاره چې زه ور رسیدل غواړم، خپل ورځنی پروګرام جوړ کړم. ”

د لس کلن سفر کلي د پورتنیو ذکر شویو بدلونونو راوستل دي، ترڅو په دغې نوې لاره کې قدم ووهې او په دې پوه شه چې یوازې د یو څو مثبتو کړنو ترسره کول او په ژوند کې ډسپلین رامنځته کول کولی شي چې خورا زیات بدلون رامنځته کړي او لس کاله وروسته خپل د موخې منزل ته دې ورسوي او د نړۍ په کچه یو بریالی شخصیت واوسې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل