خواړه خوندیتوب

په دې ۶ عملي لارښوونو سره د یخچال بد بوی له منځه یوسئ

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

تاسو به حتمي له داسې حالت سره مخ شوي یاست چې وغواړئ د خپلې خوښې خواړه له یخچال نه راوخلئ، خو چې کله د یخچال دروازه حلاصوئ، ناڅاپه به له بد بوي سره مخ کیږئ او په دې به هم نه پوهیږئ چې ولې بوي کوي. په دې لیکنه کې موږ غواړو چې د دې بد بوی له منځه وړلو لارې چارې معرفي کړو:

۱ – یخچال په بشپړه توګه پاک کړئ
دا به ستونزمن کار وي، مګر تاسې باید دا کار وکړي. د یخچال دننه وګورئ او هغه څه ترې وباسئ چې خراب شوي وي او یا هم کوم څه چې تاسو یې نه غواړئ، په راتلونکو پنځو ورځو کې استعمال کړ،. هغه لرې کړئ. پاتې توکي په یخ ځای کې وساتئ، د پاکولو پر وخت یخچال له برق نه وباسئ، ډنډې اوبه وچې کړئ او د یخچال دننه دیوالونه هم ښه پاک کړئ.

۲ له طبیعي او غیر کیمیاوي توکو څخه کار واخلئ
دا غوره ده چې څومره ممکنه وي کیمیاوي توکي کم استعمال کړئ. تاسو کولای شئ په ډیرې اسانۍ سره په کور کې طبيعي پاکوونکی محلول جوړ کړئ. د دې لپاره چې یخچال مو ښکلی او پاک شي، سپنه سرکه له اوبه سره یو ځای کړئ، بیا پرې د یخچال دننه او بهر پاک صفا کړئ.

۳ – د قوتیو اوبه او خراب بوی له مینځه یوسئ
د یخچال د بد یوی د له مینځه وړلو لپاره د وړو سوډر یا سوډا په یو لوښي کې واچوئ، بیا یې په یخچال کې کیږدئ او دروازه یې بنده کړئ، تر څو چې یې بد بوی یې نه وي، ختم شوی، مه یې لرې کوئ. تاسو کولی شئ د خراب بوی جذبولو لپاره سوډر نه استفاده وکړې خو فکر مو وي چې له پاکیدو وروسته سوډر یا سوډا لرې کړئ.

۴ – تازه خواړه مخکې کیږدئ
په یاد ولرئ چې تازه میوې او سبزيجات په مناسب وخت کې واخلئ، تازه خواړه تل په یخچال کې په داسې ځای کې کیږدئ چې د سترګو لاندې مو وي یعنې هر وخت مو ورته پام وي او مخکې له دې چې له منځه لاړ شي، هغه مصرف کړئ.

۵ – له داسې لوښو استفاده وکړئ چې هوا پکې ځای ونیسي
د پیزې پاتې شونې یخچال کې مه پریږدئ، سیندوچ هم پکې مه ساتئ، له هغو لوښو کار واخلئ چې هوا په کې ننوځي، دا کار د خوړو د نه خرابیدو سربیره د یخچال د بد بوی مخنیوی هم کوي.

۶ – په خوړو باندې نېټه ولیکئ
خواړه داسې تنظیم کړئ چې دا خواړه به دوشنبې، دا به سه شنبې، دا …. وخت یا ورځ وخوړل شي. دا کار له تاسو سره مرسته کوي چې خواړه مو زر خراب نشي، سربیره پر دې، تاسو پوهیږئ چې څومره خواړه په یخچال کې پاتی دي او څنګه یې مصرف کړئ همدا راز یخچال به مو له بد بویه هم خلاص وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران