زده کړې ګټه وټه

په دې ۵ لارو مو د وخت د ضایعه کیدو مخه ونیسئ

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: جیم روهن
ژباړه: غازي عابد

د وخت مدیریت خورا اړین دی، ځکه که موږ خپل وخت ښه وکاروه او په ښو لارو مو وکاروو، هیڅکله به له پيښمانۍ، پریشانۍ، بدمرغۍ او ناکامۍ سره مخ نه شو.

راځئ چې د وخت د ښه مصرفولو په څو لارو چارو سره وپوهیږو:

۱- ورځې ته ورمنډه کړه، ورځ به تا ته در منډه کړي.
د وخت د مدیریت لپاره یو مهم شی د وخت کنټرول دی. که چیرته موږ په خپله لاس په کار نه شو او ورځ له کار سر تیره نه کړو، نو وخت موږ ته خپله نه راځی، خو که موږ له ورځې استفاده غواړو ورځې رانه نه تښتي، بلکې واک کې به مو وي.

مثلاً زموږ بریا په کتاب لوستلو یا کار کولو کې ده، ورځ خو درته نه وايي چې دا مه کوه، بلکې خپله لټې درته وایي چې وبه شي یا یې مه کوه. که د نفس ونه منو او کار او مطالعه شروع کړو، وخت درته ښه راغلاست وايي او مخه دې نه نیسي.

۲- د لاسته راوړنې لپاره یوه ذره هم بې ځایه نه کړئ.
باید خپل وخت سم مصرف کړئ. تاسې وګورئ چې نور خلک څومره په خپلو کارونو لګیا دي، تاسې هم همداسې کار وکړئ او یوه ثانیه هم درځینې بې ځایه او هسې تیره نه شي. ځیني خلک وي، ټوله ورځ هسې ګرځي ګرځي… خو کله چې راشي او بستره کې څملي بیا وايي، څه مو وکړل، هیڅ، یعنې باید هره شیبه مو داسې تیره کړي وي چې فایده مو ترې اخیستې وي. د لاسته راوړنې او بریا لپاره باید یوه ثانیه هم مس یا بې ځایه تیره نه کړو.
دا موږ هغه وخت ښه درک کولی شو چې کله نور له کاري بریا سره ووینو.

۳- کوم ځای کې چې یې په هماغه تمرکز وکړه.
که یو کار دې شروع کړ، بیا په هماغه کار تمرکز وکړه. که په یوه اداره کې کار کوې، هڅه وکړه چې په خپل کار دې تمرکز وکړې. داسې نه کیږي چې ناست د کمپیوټر کار ته یې او پام دې والیبال او نورو لوبو ته وي. بس چې کوم ځای کې یې هماغلته اوسه. په یوه شي یا کار تمرکز غټه ګټه دا ده چې هغه کار دې هم ښه او ژر ترسره کیږي او اضافي وخت دې هم پرې نه مصرفیږي. که چیرته ځیني نورکارونه هم مهم وي بیا ورته خپل وخت تقسیم کړه، لومړی یو کار وکړه بیا بل…

۴- د (نه) ویلو طریقه زده کړئ.
تل او هر وخت خلکو ته هو مه کوئ. مثلاً څوک درته یو کار وايي، مخکې له دې چې خپل وخت وسنجوې ته ورته هو کوې او بیا هغه وهم نه شې کړی او یا یې که کوې ممکن ستا قیمتي وخت ونیسي. نو غوره ده چې ورته ووایه؛ زه به خپل وخت وسنجوم بیا به درته ووایم.
داسې بلکل (نه) هم چاته مه وایي، بلکې په ارام زړه او فکر سره خپل وخت ته په کتو ځواب ورکړئ.

۵- څه مو چې ترلاسه کړي قدرداني یې وکړئ.
ستاسې بریا باید ستاسې د خوشحالۍ لامل شي. هغه څه مو چې ترلاسه کړي، دا مهم دي، باید شکر پرې ادا شي. کله چې موږ د خپلو لاسته راوړونو شکر او مننه کوو نو له دې سره نور هم هڅیږو چې لا ډیر فعاله اوسو او کله چې فعاله شو بیا مو وخت بې ځایه نه تیریږي، بلکې تل په سم ډول د وخت په تیرولو مصروف یوو. دا شکریه ادا کول انسان ته د کار او قوت الهام ورکوي او داسې احساس کیږي چې ډیر څه کولی شي او باید هر وخت همداسې په سم لار روان اوسي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد