ټولنیز ژوند زده کړې

په دې لنډو لارو مو د وینا پرمهال تاثیر او وهم له منځه یوسئ

لیکنه: حشمت الله رحمتي

(په ډیر څه پوهیږم خو چې همدا ودریږم، نو هر څه مې له ذهن څخه په هوا شي!) ددې ناخوښې جملې تر شاه مو په پرتو ناخوالو قلم خوځولئ چې درسره د تاثیر په لمنځه وړلو کې مرسته کولی شي.

وینا داسې یو هنر دی چې له مخې انسان ډیر مینه وال او همدارنګه مخالفین پیدا کوي، ځکه په پښتو کې یو متل دی چې (خپله ژبه هم کلا ده هم بلا).

په امریکا کې په ۱۹۷۳ کال کې یوه عمومي سروی شوې چې پکې له خلکو څخه پوښتل شوي ول چې له څه شي څخه ډیره ویره لرۍ؟ په ځواب کې ۱۸٪ خلکو د مرګ څخه ویره څرګنده کړې وه، پداسې حال کې چې ۴۰٪ خلکو بیا د دریځ په مخ کې د وینا څخه ویره په ګوته کړې وه، ددې کسانو دلیل دا وه چې مرګ یو ځل دی مګر د دریځ په مخ کې هر ځل خبرې کول یو مرګ یا زنکدن دی.

د دریځ په مخ کې تر تاثیر لاندې راتلل یوه عامه خبر ده، ځکه یو روسي عالم وايي چې په دنیا کې یو څو شیان عام دي چې عبارت دي له مرګ څخه چې هر چاته راځي، مئین کیدل چې دا هم د انسان په واک کې نه دی، همدارنګه دریم یې تر تاثیر لاندې راتلل قلمداد کړي، مطلب دا چې هر څوک تر تاثیر لاندې راځي.

د دریځ مخې ته د تاثیر لاندې راتلل واقعاً یو ډیر بد عادت او مرض دی، نو راځئ چې مخه یې ونیسو پدې لنډه لیکنه کې مو درته یو څو نقطې په پام کې نیولي چې په عملي کولو سره به يې د دریځ د مخې فشار او تاثیر کاملآ لمنځه لاړ شي.

۱. ډیر کله داسې کیږي چې د دریځ مخې ته په یوه سیالۍ کې برخه اخلو، چې پدې سیالۍ کې به یا لومړی د وینا نوبت راشي یا به منځ کې او یا هم په اخیره کې، خو که په دې دریو ځایونو کې په هر یو ځای کې درته نوبت درغی نو لاندې څو خبرې په پام کې ولرئ:

الف. که په سر کې د نورو سیالانو څخه مخکې نوبت لرۍ، نو د وینا څخه مخکې تاسې باید دا په ذهن کې ولرئ چې داسې وینا کوئ چې ددې سیالۍ راتلونکې ګډونوال د خپلې وینا تر اغیز لاندې راولئ. نو پدې سره به مو جرئت او مورال ډیر قوي شي چې د ښه مقام په ترلاسه کولو کې درسره دغه جمله ډیره مرسته کولی شي.

ب. که په منځ کې نوبت درغی نو داسې فکر وکړئ چې په داسې انداز وینا کوئ چې د مخکې وینا والو څخه مو وینا ډیر ښه او د پاتې ګډونوالو لپاره داسې ذهنیت ورکړئ چې تاسې واقعي ګټونکی یاست (تر خپل اغیز لاندې یې راولئ).

ج. که په پای کې د وینا نوبت درغی نو دا هم یوه موقعه ده ددې لپاره چې د مخکې وینا والو وزن معلوم کړئ او بیا نو تر نورو ښه وینا وکړئ یعنې د هغوی منفي او مثبت نقاط له ځانه سره یاداښت کړئ او د وینا پرمهال ورته ډیر توجه وکړئ.

۲.د وینا څخه مخکې څو ژورې ساګانې واخله، د لنډ وخت لپاره سپک شان تمرین هم وکړه ( د لاسونو حراکات، د سر حراکات او یا لږ لنډ قدم واخله).

۳. داسې فکر باید له ځانه سره ولرو چې د وینا پدې تالار کې هیڅوک هم له ما څخه بهتر نشته او له دې ناستو کسانو څخه زه غوره یم ځکه د وینا لپاره ټاکل شوی یم مطلب دا چې د خپل ځان په اړه مثبت فکر ولره.

۴.د وینا څخه مخکې خپل ټول حاجتونه رفعه کړه لکه خوراک، اوبه، او یا هم بعضې نور ناارامه کونکي تشویشونه ( تشناب حاجت).

۵. کوشش وکړه چې په داسې یوه موضوع وغږیږې چې په اړه یې پوره معلومات ولرې، ځکه د خپلې خوښې موضوع باندې بحث کول تاسې ته دا جرئت درکوي چې اوریدونکي له ځانه سره وساتې او د اوریدونکو پام او غوږ نیول تاسې ته خپله انرژي درکوي، ځکه تاسې پدې پوهیږئ چې خلک درته اهمیت درکوي ځکه درته غوږ دي.

۶. په خبرو کې ساده او روانې جملې وکارووئ، خپله لهجه هیڅکله هم مه بدلوئ ځکه که لهجه مو بدله کړه، نه یواځې دا چې د خلکو نه خوښیږئ بلکې ددې ترڅنګ که یو لغت مو هم بیا په خپله لهجه آدا کړ نو په خپله تر تاثیر لاندې راځئ.

۷. کوښښ وکړئ چې د وینا پرمهال ژوندي مثالونه وړاندې کړئ ځکه د داسې مثالونو په وړاندې کولو کې تاسې حتماُ تر نورو ښه ماهرت لرئ ځکه چې صحنه مو په خپلو سترګو لیدلې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حشمت الله رحمتي