ټولنیز ژوند

په دې بوخت ژوند کې د ښه خوب ۵ لارې چارې

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: کریسټا کټلر
ژباړه: غازي عابد

د شپې ښه خوب؛ د سالمې غذا خوړلو او سپورټ کولو په څیر مهم دی. خو له بدمرغه دا خوب نه کول، خلکو ته یو ساده او بې زیانه کار ښکاري. ځکه موږ د ورځې په لسګونه کارونه کوو، خو دې ته پام نه کوو چې خوب هم مهم دی.
که موږ ټول غواړو چې ښکلي او خوښ اوسو، دا خوښي او ښکلا مو خوب کې ده، ددې لپاره چې موږ ښایسته، روغ او صحتمند اوسو، باید منظم خوب ته پام ولرو.
دلته ۵ هغه لارې درسره شریکوو چې ترې په استفادې ښه خوب وکړی شئ:

۱- خوب ځای یا کټ ته له تلو وړاندې مو موبایل لرې کړئ.
تخت یا د خوب خونې ته له تلو لږ تر لږه ۳۰ دقیقې مخکې مو ټیلیفون یا موبایل بند کړئ یا یې مه کاروئ.
د (هیلت لاین) ویب سایټ په یوه مقاله کې ویلي؛ ستاسې بدن یو طبعي وخت منظموونکی ساعت لري چې د ورځني زنګ په مانا دی. دا ستاسې په مغز، باډي او هورمونونو باندې ځانګړی اغیز لري او درته وايي چې کله باید ویښ پاتې شې او کله باید خوب ته ولاړ شې. د لمر طبعي وړانګې یا رڼايي د ورځې په جریان کې دا طبعي ورځنی زنګ سالم ساتي. یعنې تاسې طبعتاً په خپل ځان کې ځان طبعي ساعت لرئ چې درته وايي، دې وخت کې خوب وکړه او دې وخت کې ویښ پاتې شه.
نو کله چې د خوب وخت وي ښه دی چې هر ډول رڼايي بنده کړئ چې څو ستاسې د بد هر غړی او برخه پوه شي چې د خوب وخت یعنې د خوب لپاره محیط برابر دي.
که چیرته رڼايي وي یا تاسې موبایل ته ګورئ، دا مو خوب خرابوي او نه مو پریږدي چې ارام خوب وکړئ.

۲- ورځ مو په یوه تقسیم اوقات سره تیره وکړئ.
باید ورځیني کارونه مو د یوه پروسیجر په ډول سره وکړئ.. د خوب لارو چارو اړوند یوه څیړنیزه موسسه وايي؛ باید د خوب یو تقسیم اوقات ولرئ. ځکه دا درسره مرسته کوي چې د بدن ساعت مو هم نارمل اوسي او د شپې خوب لپاره هم ښه چمتو اوسئ.
خوب ته د تګ وخت او له خوبه د پاڅېدو وخت مو معلوم او وټاکئ. که دغو وختونو ته پابند اوسئ، یو عجیب بدلون به ووینئ، هم به ښه خوب وکړئ او هم به مو شپه او ورځ ښه تیره شي.

۳- ورزش یا تمرین وکړئ.
تمرین مو وجود نارمل ساتي. ورزش نه یوازې دا چې ستاسې وزن نارمل ساتي، بلکې د خوب په غوره عادتونو خپلولو کې هم مرسته کوي. په امریکا کې په ۲۰۱۳م کال کې د خوب څیړونکو ملي بنسټ ویلي ول، چې ورځ کې فزیکي کارونه او فعالیت هم د ښه او ارام خوب په برخه کې مرسته کولی شي.
هر وخت چې مو ورزش کولی شو ویې کړئ، ځکه څومره چې تاسې دومدراه ورزش کوئ، په خوب مو ښه اغیز کوي.

۴- تر ناوخته مه غږیږئ.
ځیني خلک وي تر ناوخته پورې په ټیلیفون غږيږي یا له چا سره مجلس کوي، دا کار هم خوب ګډوډوي. که چیرته اړتیا نه وي، هڅه باید ونه شي چې د شپې تر ناوخته خبرې وکړئ یا ویښ پاتې شئ. دا هم خوب ګډوډوي او هم بیلابیلې ناروغۍ پیدا کوي.

کوښښ وکړئ چې د خوب پرمهال موبایل له ځانه لرې کیږدئ.

۵- له ګوشکو سره مه ویده کیږئ.
نن سبا ډیره عامه ده چې اکثره ځوانان په غوږ کې غوږۍ یا ګوشکي کیږدي او ګانې یا بل څه اوري او بلاخره همداسې ورسره ویده کیږي.
دا د انسان په دماغو بد اغیز کوي او تر څنګ یې ورته نورې ناروغۍ هم پیدا کولی شي.
هغوی چې داسې کوي، کله چې د ګوشکیو یا غوږیو له امله راویښ شي، ویریږي او یو ډول تشویش ورسره وي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد