روغه سټه کلتور او هنر

په خوست کې د نجونو د زده کړو په اړه څو ستونزې او څو بریاوې

۱- خوست د افغانستان په جنوب ختیځ کې پروت سرحدي ولایت دی چې اوسیدونکي یې له علم سره زیاته مینه لري دا چې یو سرحدي ولایت دی نو په ځینو لرې پرتو سیمو کې یې د نجونو ښوونځي د ګڼو ستونزو له کبله تړلي دي.

۲- د خوست په ښار کې د نجونو دولتي او خصوصي لیسې زیاتې او زرګونه نجونې پکې په زده کړو بوختې دي چې هر کال د ښوونځي تر فراعت وروسته د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي.

۳- د خوست په شیخ زاید او نورو خصوصي پوهنتونو کې د نجونو محصلانو حضور کم رنګه دی، په ټولیزه توګه په هر ټولګي کې تر پنځو زیاتې نجونې نه لیدل کیږي، د احمد شاه ابدالي طب پوهنځي، عبدالله تڼي عالي دارالمعلمین او د نیمه روغتیايي لوړو زده کړو په مرکزونو کې بیا د نجونو شمیر زیات او هیله بښونکی دی.

۴- په ولسوالیو کې د نجونو معارف ته سمه پاملرنه نه ده شوې ، ابتدایه او متوسطه ښوونځي شته اما له ځینو مشخصو سیمو پرته نورې لرې پرتې سیمې یا له سره د نجونو لیسې نه لري او یا هم تش په نوم دي.

۵- د ولسوالیو د نجونو ښوونځي اکثریت تعمیرونه نه لري او په شخصي کورونو کې د ټولګیو په څیر فعالیت کوي.

۶- د خوست په لرې پرتو او په ځانګړي توګه په غرنیو سیمو کې د نجونو د تدریس لپاره ښځینه ښوونکي نه موندل کیږي او یا هم یادې دندې ته زړه نه ښه کوي.

۷- د نجونو لپاره د کور او تعلیمي مرکزونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره د منظم ترانسپورټ د اسانتیا نشتوالی ددې سبب شوی چې والدین زړه نه ښه کوي چې یو لرې موقعیت ته خپلې لوڼې او خویندې د زړه کړو لپاره واستوي، ځکه د ښوونځیو فاصله لرې ده هغه هم په ولسوالیو کې چې یوازې یوه یا څو مشخص د نجونې ښوونځي لري.

۸- په خوست کې د نجونو لپاره د دیني زده کړو مدرسې زیاتې ، د منظم ټرانسپورټ شتون او د والدینو علاقه د دې سبب شوي چې په لوړه پیمانه نجونې دیني مدرسو ته ځي.

۹- په خوست کې د نجونو لپاره یو ځانګړی دولتي مسلکي انستیتیوت شته چې نجونې پکې زده کړې کوي خو باید یاد ځانګړي مرکزونه زیات شي څو رسیده ګي ورته اسانه او په ګڼ شمیر ښځینه زده کونکې په ښو شرایطو ومني.

۱۰- خوست لکه د افغانستان د نورو ولایتونو په څیر دودیزه ټولنه ده، دلته هم نجونې او والدین یې غواړي چې یا دیني زده کړې وکړي او یا هم طبي؛ څو په راتلونکي کې مستقلانه کار وکړي او په اسانۍ دنده ومومي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */