لوبې

په خوست کې درې مخکښې لوبې

په خوست کې پخوا ډېرې ولسي لوبې عامې وې ، خو پدې وروستیو کې ولسي لوبې په کمیدو او ځای یې نړیوالې منل شوې لوبې نیسي.

کرکټ، والیبال او فوټبال په خوست کې د ځوانانو ترمنځ دا مهال تر ټولو ډیر ترسره کیدونکې لوبې دي.

په خوست کې په دې وروستیو کې د کرکټ مینه وال بیخي زیات شوې دي. کریکټ لوبه چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایاتو کې ډېره عامه شوې ده، په خوست ولایت کې هم نورو لوبو ته نسبت ډېره ترسره کیږي او زیات مینوال لري، دغه لوبه د خوست په مرکز سربېره په نورو لیرې پرتو سیمو کې هم ګڼ مینوال لري.

له کریکټ وروسته فوټبال هغه لوبه ده چې مینوال یې زیات دي ، او ډېره ترسره کیږي ،دغه لوبه دخوست په مرکز سربېره په یو شمېر نورو سیمو کې هم مینوال لري او ترسره کیږي خو ټورنمنټونه یې له پخوا څخه کم شوي دي .

والیبال لوبې په خوست کې له پخوا زیات مینوال درلودل خو ددغې لوبې مینوال ، د پخوا په څېر ندي پاتې شوي ، دغه لوبه اوس هغسې توده نده څه ډول چې پخوا وه، اوس یوازې د خوست په مرکز سربېره په څو نورو سیمو پسې محدوده ده او په کمه اندازه تر سره کیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */