روغه سټه کورنی ژوند

په تور چای، تور مرچ او د پیازو په اوبو سره مو د ویښتانو د سپينیدو مخنیوی وکړئ

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

د تورو او ښایسته ويښتانو درلودل د هر چا خوښیږي، خو نن سبا به مو ډیری ځوانان لیدلي وي، چې عمر به یې کم وي، خو ویښتان به یې سپین شوي وي. ځینې خلک بیا په دې اند دي چې د ژنیتکي خواصو له مخې به سپین شوي وي، دا باید ووایو چې د ژنیتکي یا جینیټکي خواصو سربیره ځینې نور لاملونه هم دي چې په کم عمر کې د ویښتانو د سپینیدو سبب کیږي. لکه: سګرټ، استرس، له ویښتانو نا سمه پاملرنه، د ویټامین b12 کموالی او د هوا خرابوالی دا دې سبب کیږي چې ویښتانو له وخت مخکې سپین شي.

دلته درته څو مهم معلومات درکوو چې کولی شي د دې په مرسته خپل ویښتان تور وساتئ:

۱ – که چیرې د پیازو په اوبو سره، سر ووینځئ ویښتان به مو له وخت نه مخکې نه سپینیږي.

۲- هر کله چې سر وینځئ ويښتان مو له ږومنځولو وروسته په تور چای لنده کړئ، یعنې تور چای د سر غوړ په ځای یې استعمال کړئ، ویښتان به مو تور پاتې شي.

۳ – که چیرې د بادامو له تیلو سره د لیمو اوبه یو ځای شي، ویښتان پرې غوړ شي د ویښتانو د سپینیدو مخه نیسي.

۴ – تور مرچ له مستو سره یو ځای کړئ سر پرې ووینځئ، دا هم ویښتان توروي.

یادونه که دا کارونو په اونۍ یا میاشت کې یو ځل وکړئ، د ویښتانو د ژر له سپیندو به مو مخنیوی کړی وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران