له نړۍ

په ترکیه کې د سلطان احمد مسجد

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د سلطان احمد مسجد، چې په ترکي ژبه کې ورته «Sultanahmet Camii» وایي، د دغه هېواد په استانبول ښار کې موقعیت لري. استانبول ښار له ۱۴۵۳ څخه تر ۱۹۲۳ کال پورې دعثماني امپراطورۍ پر وخت د ترکیې پایتخت و.

دغه مسجد د ۱۶۰۹ او ۱۶۱۹ کلونو تر منځ د سلطان احمد اول په امر جوړ شوی، چې مسجد هم د نوموړي په نوم نومول شوی دی.

دا چې د سلطان احمد په مسجد کې تر ډېره له آبي کاشیانو کار اخیستل شوی، نو ډېرکله د آبي مسجد په نوم هم یادېږي.

د سلطان احمد د مسجد معمار (سده فار محمد آقا) هڅه کوله، چې د مسجد په جوړولو کې له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي تر څو د نړۍ ښکلی مسجد جوړ کړي.

د مسجد جوړښت مکعبي شکل لري، چې اوږدوالی یې ۵۳ او پلنوالی یې ۵۱ مترو ته رسېږي. مسجد د قبلې په خوا یو پر بل پسې لویې ګنبدې لري، چې د لویې او اصلي ګنبدې پلنوالی یې ۳۳ متره مربع او لوړوالی یې۴۳ مترو ته رسېږي.

د سلطان احمد مسجد په ترکیه کې لومړنی مسجد دی، چې شپږ منارې لري. د مسجد شاوخوا د ۲۰۰۰۰ زره سرامیکو کاشیانو په وسیله پوښل شوې او ښکلې شوې ده.

د مسجد د لا ښکلا لپاره د ترکیې د لوی خطاط سید کاظم غباري پر لاس د مسجد پر دېوالونو د قران کریم آیاتونه لیکل شوي دي.

د مسجد هره مناره درې بالکنه لري، چې د آذان لپاره به ترې ګټه اخیستل کېده، خو اوس په ترکیه کې د آذان لپاره له یوه ځانګړي سېستم څخه ګټه اخیستل کېږي، چې پر یوخت په ټولو مسجدونو کې پر یوه غږ آذان خپرېږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران