کلتور او هنر له نړۍ

په ایران کې د میبد ښار د (آبي ژرندو په نوم) په یونسکو کې ثبت شو

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د میبد ښار د خپل تاریخي قدامت له کبله د ایران په یزد ولایت کې ډېر د ارزښت وړ دی او یوازنۍ ښار دی چې ګڼې ابي ژرندې په کې موجودې دي. دغه ابي ژرندې ددې لامل شوې دي چې ګڼ شمېر سیلانیان یې هر کال لیدو ته ورشي. که څه هم چې له دې ژرندو څخه اوس د پخوا په څېر ګټه نه اخیستل کېږي، خو بیا یې هم خپل لرغونتوب او جذابیت ساتلی دی.

د میبد کوچنی تاریخي ښار لږ تر لږه ۲۲ ابي ژرندې لري، نو له همدې کبله د ژرندو په کلي یا ښار باندې مشهور دی. داسې ویل کېږي چې له دې ژرندو څخه چې ډېرې پخوا جوړې شوې وي، ځینې یې له سره رغول شوې دي او ځینې نورې بیا هماغسې تر خاورو لاندې پرتې دي. په یونسکو کې ددغه ښار د ثبتېدو خبره هغه وخت را پورته او ګرمه شوه چې ددې ژرندو څخه ځینې یې له سره ورغول شوې.

څه ډول یو ځای د یونسکو په نړیوال میراث بدلیږي؟
تر اوسه پورې تر زرو ډیر کلتوري او طبیعي آثار د یونیسکو د نړیوال میراث په نوم ثبت شوي دي. د یونیسکو په فهرست کې شاملیدل یو ځای ته ډیر لوړ حیثیت او درجه ورکوي. دا کار د دې سبب گرځي چې د نړۍ له مختلفو برخو څخه ډیر شمیر سیلانیان د دغه ځای لیدلو ته ورزي او په دې توگه ددغه هیواد په مجموعي عاید کې زیاتوالی رازي.

په دې کې لرغوني سیمې، کلیساگانې، ملي پارکونه، د راک نقاشۍ، مقبرۍ، کلا گانې، د تاریخي ښارونو مرکزونه، او د انگورو تاریخي باغونه شاملیږي. خو دغه ځایونه څنگه د یونسکو نړیوال سازمان له خوا د نړیوال میراث په فهرست کې شاملیږي؟

یوازې هغه سیمې یا ځایونه کولې شي د یونیسکو د نړیوال میراث په لیست شامل کړای شي چې نړیوال ارزښت او ځانگړتیا ولري. د بیلگې په توگه یوه طبیعي یا کلتوري ممتازه سیمه چې تاریخي ارزښت ولري او لاسوهنه په کښې نه وي شوې کیدای شي د یونسکو پر شرایطو برابر اوسي.

د دغو اساسي معیارونو یوه بله برخه یو ضمیمه یې نوملړ دی چې لس معیارونه لري. د بیلگې په توگه یو ځای باید د انسان د لاس خلاقیت وي او یا هم یو فرهنگي میراث وي.

د بامیانو بوتان او په هرات کې د جام منار هم په افغانستان کې د یونیسکو سازمان له نړیوالو میراثونو څخه شمیرل کیږي. دغه سازمان په پام کې لري چې لږ تر لږه د افغانستان څلور نورې لرغونې سیمې د یونسکو سازمان د نړیوال لرغوني او کلتوري میراثونو په نوملړ کې شامل کړي. دغه ساحې عبارت دي له، به بامیانو کې بند امیر، په کابل کې د بابر باع او د بلخ او هرات ښارونه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.