افغانستان سیاست نړۍ

په اچین کې د لوی امریکايي بم د غورځیدو په اړه ۱۳ لورې څه وايي؟

1- د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ننګرهار کې د امریکايي پوځ له خوا د ترو ټولو درانه غیرې اتومي بم کارول د خپل پوځ یوه بله بریا بللې او دا یې ستایلې ده.

2- په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جان نیکلسن د جمعې په ورځ وویل” په اچین کې یې د داعش پر سمڅو دا دروند بم له واشینکټن سره په تفاهم غورځولی او یوه خالصه تکتیکي پریکړه وه. “ جان نیکلسن په کابل خبریالانو ته وویل دا دروند بم ”د دا ډول دښمن په وړاندې مناسبه وسله وه. “
3- پینټاګون وايي، دا لومړی ځل دی چې دوی په افغانستان کې د (GBU-43/B ) په نوم د نهه زره اوسه اوه نوي (9,797 ) کیلوګرامه وزن لرونکی بم کاروي. دوی وايي دې بم ته ” د بمونو مور “ وايي.

4- د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، په دې درنه چاودنه کې د داعش د ډلې د سمڅو هغه شبکه نښه شوې وه چې ژوره کیندل شوې او هیڅ ولسي خلکو ته په کې زیان نه دی رسیدلی. وزیري زیاته کړې چې له دې سمڅو داعش د مرکز په توګه کار اخیست او د ننګرهار په نورو سیمو کې یې له دې ځایه بریدونه تنظیمول. وزیري ویلي دا سمڅې څلوېښت میتره ژورې کیندل شوې وې او څو ځل یې پر عملیات کړي و خو نتیجه یې نه وه ورکړې.

5- د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دا دروند بم چې امریکايي ځواکونو د داعش پر سمڅو غورځولی له دوی سره په کې تفاهم شوی او په سیمه کې د هغو افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره دا برید شوی چې د داعش خلاف جګړه کوي.

6- د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې یو چارواکي رسنیو ته ویلي، د بهرنیو ځواکونو له خوا د دا ډول درنو وسلو کارول په سیمه کې تر ډیرو کلونو پورې چاپیریالي اغیزې پریږدي او باید له درنو وسلو کار وانخیستل شي.

7- پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپل ټویټر د امریکا له خوا په اچین کې د داسې یو درانه بم غورځول غندلي او ویلي یې دي، دا د ترهګرۍ پر ضد جګړه نه ده، بلکې غیرې انساني کار دی او په ډیره فجیع توګه د نویو او خطرناکو وسلو د ازمویلو لپاره د افغانستان له خاورې ناوړه استفاده ده.

لاندې ویډیو د امریکا د دفاع وزارت خپره کړې چې وايي ددې لوی بمي برید د غورځولو شیبې ښيي

8- د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي ویلي چې تر اوسه پورې په اچین کې له هغو درې سمڅو چې دا بم پرې غورځول شوی د وسلوالو ۱۰۰ جسدونه رایستل شوي او ښايي د مړو شمیر زیات شي.

9- طالبانو هم دا برید غندلی او ویلي یې دي، دا بمباري د توجیه وړ نه ده. رویټرز خبري اژانس د طالبانو د یوې اعلامیې په حواله زیاتوي چې دا بم غورځول د افغانستان پر خلکو مادي او رواني اغیزې پریږدي.
10- د ننګرهار د عامې روغتیا وزارت ویاند انعام الله میاخیل وايي، دولتي روغتونونو ته له اچین څخه تر اوسه هیڅ ټپي یا مړی نه دی وړل شوی.

11- د اچین ولسوال اسمعیل شینواری وايي، برید د شپې په اتو بجو وشو، تر نورو ورځو درنه بمباري وه، ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د داعش اصلي مرکز په کې په نښه شوی وو.

12- د افغانستان اجرایه ریاست ویلي، دا برید له افغان حکومت سره په تفاهم شوی او په کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره پاخه تدابیر نیول شوي وو.

13- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امریکا له خوا ددې درانه بم پر کارولو له تبصرې ډه ډه کړې خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي دوی داعش ګډ دښمن بولي او تل یې په دې اړه له امریکا سره پر ګډ کار ټینګار کړی.

14- د داعش اعماق خبري اژانس هغه راپورونه رد کړي چې ګوندې په دې برید کې دوی ته درانه تلفات اوښتي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */