ټولنیز ژوند روغه سټه

په اوسني ژوند کې ۴ هغه عوامل چې د ډیرو خلکو وخت یې ضایعه کړی

مونږ همېشه وایو وخت ته باید ارزښت ورکړو او وخت هغه څه دي چې هېڅکله د چا انتظار نه باسي.

وخت قیمتي حساب و او وایو چې په مثال د سرو زور دی، خو داسې سره زر چې هیڅ قیمت یې څوک نشي پوره کولی.

که نن تیر شو، نو دا نن سبا نه راځي، که سبا تیر شو او بغیر له دې چې څه مو پکې سپما کړي وي، دا سبا بیا نه راځي، همداسي یوه یوه ثانیه او یوه یوه دقیقه هم ارزښت لري.

سپما په دې معنا نه چې موږ دې مادي سپما ولرو، سپما دا هم ده چې مونږ دې له وخته پوره ګټه واخلو او په کې دې د خپل شخصیت د جوړولو لپاره هم زیار وباسو او د خپل راتلوونکي فکر له ځان سره ولرو.

داسي هم ویلی شو د کامیابو او ناکامو کسانو تر منځ فرق همدا دی چې بریالي کسان د وخت په ارزښت پوهیږي او ناکام بیا یا د وخت له ارزښته نا خبره دي او یا هم خپله ځان تېرباسي او خپل وخت ضایع کوي.

دا چې وخت دومره مهم دی، نو ولي یې په داسي څېزونو مصرف کړو، چې د راتلونکې لپاره مو په درد نه خوري؟

دلته څو شیان دي چې په اوس وخت کې ځوانان پرې مصروف دي، خو د وخت ارزښت يې له امله د پامه غورځولی.

– ټولنیزه مېډیا(social Media):
ټولنیزه میډیا که څه په اوسني ژوند کې د ټولنیزو رسنیو کارول یو اړین مجبوریت دی او د همدې مېډیا له لارې نه یوازې دا چې نړۍ د حال احواله ژر خبريږي، بلکي د لرې لرې دوستانو سره دومره لنډ کړي، چې کله یې هم په زړه ووریږي، نو هم یې خبرې اوریدلی شي او هم یې لیدلی شي.
خو دغو (ټولنيزو رسنیو) کې ځوانان په داسې طریقو بوخت دي چې نه یوازې دا چې سالمه ګټه ترې نه اخلي او خپل وخت ځایه کوي، بلکي د یو بل توهین او د نورو د ازار او اذیت سبب هم کیږي.
ټولنیزې رسنۍ ډېر ډولونه لري، خو له ډلې یې ځينې ډیر زیات کاریدونکي او د ډیرو لپاره د وخت ضایعه کوونکي دي لکه: فیسبوک، یوټوب.
نو که سوشل میډیا او په خاص ډول دغه شبکو ته ډېر پام وکړو، خدای مه کړه خپل وخت به مو هسې عبث ضایعه کړی وي.

– انټرنیټي لوبې
په ټوله کې لوبې د وخت ضایع ده او له حده زیاتې د لوبو کول له خپل راتلوونکې سره ظلم دی.
یو شمېر وګړي په دې نظر دي چې ګېم یا لوبې د ذهن لپاره ارامتیا بخښي او یا د ذهن د انکشاف، ودې او غوړېدا سبب کیږي، دا هر څه په خپل ځای سم خو په وروستیو کې داسې انټرنیټ لوبې شته چې په مسلسله او دوامداره ډول سره کیږي او لوبه کوونکي نه پریږدي، تر څو فکر او ذهن یې له هغې واوړي.
په دغه ډول لوبه تر ډېره هغه کسان ډېر وخت ضایع کوي چې نوي پرې روږدي شوي وي.
د دې لوبو دا شایقین هم شته چې د دې لپاره چې ګېم یې په غوره ډول مخته لاړ شي، د شپي د موبایل الارم ورته په ټایم کړی وي او له خوبه ورته پاڅیږي.
دا سمه ده چې طبعا انسان د کار کولو سره سره ارام او ساعتیرۍ ته هم ضرورت لري، خو ساعتیري یې باید دومره نه وي چې د هغه په روزمره کارونو دې تاثیر پرې باسي.

– ټلویزیون ته ډېر کیناستل
دا به هم ومنو چې ټلویزیون د نننۍ دنیا یو مهمو او اړینو څېزونو دی، دا هغه وسیله ده چې مونږ کولی شو د ورځې تازه ترینو موضوعاتو او پېښو ځان خبري کړو، مهم بحثونه واورو او مختلفو برخو کې ټلویزیون له لارې خپل معلومات ډېر کړو.
خو بدمرغي دا ده چې له مونږ نه په ورځني ژوند کې ټلویزیون دومره وخت اخیستی چې ډېر مهم کارونه مو شاته پريښي او په ټلویزونې سریالونو، ډرامو او یا ورته نورو هغه څه بوخت یوو چې مو د راتلوونکې لپاره په درد نه خوري.
نو په کار ده چې مونږ د ټلویزیون د کتلو لپاره ځانګړی مهال ویش وټاکو او د هماغې له مخې ټلویزیون وګورو، تر څو هم ځان له حالاتو او موضوعاتو خبر کړو او هم د وخت د ضایعه کېدو مخه ونیسو.

– فلمونه
که څه هم په اوس وخت کې ډیری مهم موضوعات لا ښه ډول په فلمونو کې تشریح کیږي او په ډېرو نا ویل شو او پټو خبرو هم فلمونه جوړیږي چې د هر انسان د ژوند پورې تړلي وي او یا ورته ګټه لري. دا به هم نه هیروو چې د ژبې په زده کړه کې د فلمونو کتل مهم رول لري، خو له حده زیات وخت ورکول نه یوازې دا چې وخت ضایعې کوي، بلکي د ژوند په نورو چارو کې به مو هم تاواني کړي.
دا چې ژوند مو په ښه ډول مخته ولاړ شي، هم سوشل مېډیا استعمال کړو، هم ساعتیري وکړو او هم د نړۍ او هیواد له حالاتو ځان خبرو، نو باید خپل ژوند کې د هر څه او هر وخت لپاره ځانګړی مهال ویش ولرو او د هماغې مطابق روزمره ژوند مخته یوسو.

هغه یو شاعر وایي؛
د ساعت د ستنې دغه ټک ټک دومره سپک مه ګڼه
د ژوند په ونـــــــــــه دې د تبر ګوزارونه کیږي

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی