سفر کلتور او هنر له نړۍ

په المان کې د پرورا (هیتلر) هوټل او تفریحي سیمه

ژباړه: حمیدالله حمیدي

هر هېواد د سیل او چکر لپاره په زړه پورې ځایونه لري، چې ځینې یې ان په نړیواله کچه مشهور دي. د هیتلر هوټل بیا داسې ځای دی چې په اصل کې د چکر لپاره نه و جوړ شوی، خو وروسته وروسته موقعیت په کتو اوس پر یوې لویې تفریحي سیمې بدل شوی دی.

د پرورا هوټل (Prora hotel) چې د هیتلر هوټل په نوم هم یادېږي د بینز تفریحي سیمې او د بینز ساحل (Binz seaside resort) په څنګ کې موقعیت لري. دغه هوټل په اصل کې هیتلر د لږ تر لږه ۲۰ زره کسانو د اوسېدو لپاره جوړ کړی و. د هوټل د جوړېدو چارې په لومړي سر کې په ۱۹۳۶ کال کې پیل او تر ۱۹۳۹ پورې وغځېدې، خو د دویمې نړیوالې جګړې له کبله پای ته و نه رسېدې. دغه هوټل په ۴۵۰۰ متره اوږدوالي سره د نړۍ شپږمه اوږده ودانۍ بلل کېږي. ددې هوټل مسوولین وایي اوس د هوټل شاوخوا سیمه په یوه تفریحي پارک بدله شوې ده. ددې سیمې شتمنو خلکو اوس په دغه ځای کې ښکلې تفریحي سیمې، پارکونه، مغازې، رستورانټونه او هوټلونه جوړ کړي دي او د عوایدو ښه سرچینه ورته بلل کېږي.

د هیتلر هوټل په شاوخوا کې ځکه اوس نوې ودانۍ، رسټورانټونه او هوټلونه جوړ شوي دي تر څو د ټولنې ټیټ قشر هم وکړای شي په دې مشهوره سیمه کې له اوسېدو خوند واخلي، ځکه د هیټلر هوټل په اصلي ودانۍ کې ژوند کول، شپه تېرول او ډوډۍ خوړل د هر چا د وسه خبره نه ده. په ټوله کې دغه سیمه اوس په یوه داسې تفریحي پارک بدله شوې ده چې د المان هر وګړی کولی شي شپه پکې تېره کړي او یا د ورځې لخوا د خپلې کورنۍ سره په خوښۍ تېره کړي.

دغه سیمې ته په یو ځل ورتلو سره د ورځې یوازې د یوه کس پر سر څه کم ۳ یورو اخیستل کېږي. د ورځې په زرګونه کسان دغه سیمې ته د چکر لپاره ورځي چې د مسوولینو لپاره یې د عوایدو ښه سرچینه بلل کېږي. له جګړې وروسته ددغه سیمې ختیځې برخې ته د هر چا ور تلل منع شول، چې دغه حالت تر ۱۹۹۰ کال پورې دوام وکړي، خو کله چې په همدې کال په المان کې اتحاد رامنځ ته شو، سیمه بېرته د عامو وګړو پر مخ خلاصه شوه. دغه سیمه ځکه په زړه پورې ده چې یو خو شنه ساحه ډېره لري او بل دا چې په څنګ کې یې ساحل واقع دی. کله چې خلک یو څه وخت د ساحل په غاړه تېر کړې، بیا کولی شي د خپلې خوښې خواړه د لوی هوټل په څنګ کې په وړو رسټورانټونو، پارکونو او ځانګړو ځایونو کې وخوري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.