ټولنیز ژوند ژوند بڼه

په افغان ټولنه کې ولې ځیني خلک خیرات ټولولو ته مخه کوي؟

لیکنه: ياران

لیکنه: حشمت الله رحمتي

په مجموع کې خیرات ټولوونکي په دوه ډوله دي.
۱- هغه اشخاص چې دغه ناوړه عمل ته یې د مجبوریت په اساس مخه کړې.
۲- هغه اشخاص چې دغه عمل د یو مسلک په شان پر مخ وړي.

لومړی؛ په هغه اشخاصو بحث کوو چې د بعضې مجبوریتونو په اساس یې دغه عمل ته غاړه ایښې. دا چې د کومو مجبوریتونو په اساس دغو اشخاصو دغه عمل ته غاړه ایښې په لندې ډول یې ذکر کوو:

۱- په افغانستان کې د یوه ښه سیستم عدم موجودیت.
دا چې افغانستان کې له څو لسیزې راهیسې جګړه روانه ده، چې ددې جګړې قربانیان افغانان دي، نو د همدې خلکو د کورنۍ غړي، نارینه او سرپرستان جګړو اخیستي او اوس یې کورنۍ مجبوره شوي چې داسې نفقه پیدا کړي.

همداراز ډیری خلک په افغانستان کې خیالي وظایف لري او همیشه د نورو په ستوني پښه ږدي، تر څو د هغو حقوق ترې واخلي.

ددې تر څنګ هغه اشخاص چې د مجبوریت په اساس دغه عمل تر سره کوی، ډیره برخه یې کوچنیان او ښځې دي.

که ترې وپوښتې نو درته به ووايي چې د کورنۍ سرپرست یې ددې پاکې خاورې څخه د دفاع په خاطر له لاسه ورکړی، اوس حکومت ورته کومه ځانګړې توجه نکوي، چې همدې بې پامۍ او د سالم سیستم له لارې دې خلکو ته نه لاسرسی، یې یو لامل دی.

۲- یو تعداد خلکو د بیکارۍ له امله دغه ناخوښ عمل ته مخه کړې
دوی چې ډیری یې ځوانان او د ښځې دي، داسې استدلال کوي چې حکومت ورته د کار زمینه نه برابروي، او خپله هم دومره اندازه پانګه نلري چې شخصي کاروبار پرې شروع کړي.

همدارنګه که له اکثرو خلکو وپوښتې درته به ووايي چې د کار مزد یې هم کم دی، کار پرې نه کیږي، نو له همدې امله دغه کار ته مخه کوي.

دوهم هغه اشخاص چې دغه ناوړه عمل یې خپل مسلک ګرځولی
دغه ډله خلک د یو منظم سیستم په لرلو سره خپل فعالیتونه په منظمه او سیستماتیکه توګه پرمخ بیايي، دوی چې ښه نظارت لپاره يې یو مشر ټاکلی او د هغه پوره فرمانبرداره دي، خپل کار د مسلک په شان منظم پر مخ وړي.

تر ډیره چې مو لیدلي او اوریدلي، دوی د تنخوا منظم سیستم لري. ممکن دا پوښتنه مو ذهن ته راشي چې دغه ډله دومره ډیر تعداد اشخاص له کومه ځایه کوي؟ لنډ ځواب يې دا دی چې: (دغه جرمي ډله ددې په خاطر ماشومان اختطاف کوي تر څو یې په خپله روحیه وروزي). یعنې تر ډیره د ماشومانو اختطاف کې دوی هم لري، بیا یې له یوې سیمې بلې ته وړي او په خپل طبعه یې روزي.

ددې په خاطر چې پدې بحث مو ښه سر خلاص شي نو دغه ډله د لاندې لارو چارو څخه پیسې په لاس راوړي:
الف. د ځوانانو سره نامشروع اړیکو له لارې؛ داسې ویل کیږي چې ددې ډلې سره یو تعداد امنیتي خلک هم په اړیکه کې دي، کله چې چاته د نامشروع عمل لپاره بلنه ورکړي، نو سمدلاسه د مربوطه امنیتي کارمند لخوا نیول کیږي، چې بیا د زیاتو پیسو په بدل کې خوشي کیږي.

ب. نورو هیوادونو څخه؛ دغه سوالګري یا خیرات غوښتلو په لباس کې فعالیت کول، د نورو هیوادونو د ګټو د خوندې کولو لپاره یو محفي میتود دی، خیرات ټولونکی کولی شي چې ډیرو ځایونو ته ولاړ شي او په دې لباس کې په ښه شکل خپله ودنده تر سره کړي.

ج. د اختطاف جرم هم دغه ډلې ترسره کوي؛ ډیری وخت ماشومان د کورونو څخه په هغو وختونو کې اختطاف کوي چې د کور خلک یې ویده یا په نورو کارونو کې مصروف وي.

د. د سرقت جرم له لارې؛ دغه ډله د پیسو د ترلاسه کولو لپاره د هیڅ نوعه جنایت څخه دریغ نکوي، د خلکو کورونو ته د خیرات په پلمه داخلیږي، چې پوه شي څوک په کور کې نشته یا یواځې ښځینه په کور کې دي، بیا نو د وسلې په زور د کور څخه هر څه غلا کوي.

اوس څنګه کولی شو چې ددغو خیرات ټولونکو مخه ونیسو؟
ددې لپاره باید افغان دولت لاندې تدابیر په لاره واچوي:
1. د تکنالوژۍ پر مټ د یو ښه سیستم رامنځ ته کول تر څو حق حقدار ته ورسیږي.

2. د داسې یو بنسټ رامنځ ته کول تر څو ددوی څارنه وکړي او ددوی اساس معلوم کړي.

3. د داسې یو بنسټ رامنځ ته کول تر څو ټول خلک پرې اعتماد ولري او مالداره خلک پیسې دوی لره ورکړي او دوی یې بیا د غریبو د لاس نیوي لپاره د عدالت د معیار په پام کې نیولو سره وویشي.

4. د داخلي صنعت تشویق، چې ورسره تولید زیاتیږي او د استخدام سطحه پخپله لوړیږي.

5. عامه پوهاوی؛ خیرات ټولونکې باید پدې پوه شی چې دا کوم عمل دوی سرته رسوی د اسلام له نظره ښه ندی. ددې تر څنګ هغه اشخاص چې نورو ته خیرات ورکوي هم پدې باید پوه شي چې دوی لره نور خیرات ورنکړي.

6. د مسلکي انسټیټوټ رامنځ ته کول؛ د داسې یو مسلکي بنسټ چې دغه خلک پکې مسلکی زده کړي وکړي او په راتلونکې کې د نورو د اوږو بار نشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران