سیاست

په افغانستان کې د ترټولو غټ نااټومي بم کارول د ټرمپ صلاحیت نه دی

د پینټاګون چارواکي وايي، چې په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه په دغه هیواد کې د سترو غیري اټومي بمونو او وسلو په کارولو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړې ته اړ نه دي.

دې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر جنرال نیکولسن ددې صلاحیت لري، چې په دغه هیواد کې د ولسمشر ټرمپ له امره پرته هر ډول درنې غیرې کیمیاوي وسلې وکاروي.

د سرچینې په باور، چې ښاغلي نیکولسن آن دا صلاحیت د ټرمپ له ولسمشرۍ وړاندې درلود.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو له لورې د داعش په پټنځایونو د نړۍ تر ټولو غټ بم MOAB یا د بمونو مور د پنجشنبې په شپه وکارول شو.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان، جنرال نیکولسن د بم د کارولو په هکله نن په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې د یوې سمې موخې لپاره يې سمه وسله کارولې ده.

نوموړي وویل، چې د افغان حکومت يې سره يې په همغږۍ دا بم په اچین کې د داعش په پټنځایونو غورځولی دی.

نیکولسن وايي، چې پرې به نږدي، څو افغانستان د داعش په پټنځای بدل شي.

د ننګرهار ولایتي چارواکو ویلي چې په دې بمي برید کې د سلو په شا او خوا کې د داعش وسلوال وژل شوي او د هغوې د سپکو او درنو وسلې یو شمیر زیرمې هم ویجاړې شوي دي.

د چارواکو په وینا چې په برید کې ملکي وګړو ته زیان نه دې رسیدلی.

د هندوستان ځینو رسنیو هم لیکلي، چې په برید کې داعش سره ددغه هیواد د کرالا ایالت ۲۰ یوځای شو جنګیالو څخه ۲ يې په اغلب ګومان وژل شوي دي.

په افغانستان کې په کارول شوي دې ستر غیري اتومي بم په اړه افغانان په درې ډلو ویشل شوي:

ځینې يې ددې بم له کارولو سره مخالف دي. دوې وايي، چې د داعش د له مینځه وړلو لپاره په کوم بل بدیل هم فکر کیدلای شو. دوې ویره څرګندوي، چې دا ډول بمونو کارول په افغانستان کې یوازې د پردۍ وسلې ازمایښت دی او بس.

دوهمه ډله بیا د بم له غورځولو ملاتړ کوي. دوې وايي، چې د داعش تیري او ظلم او د ملکي وګړو سره د هغوې چلند له ذغمه وتلی دی او دايې په وړاندې یو پر ځای اقدام بولي.

دریمه ډله بیا په دې اړه چپه خوله ده. دوې د امریکايي ځواکونو له لورې په اچین کې د داعش په پټنځایونو د دومره غټ بم په کارولو هیڅ نظر نه لري.

د ننګرهار په اچین کې د امریکايي ځواکونو له لورې د داعش په پټنځایونو د ((بمونو د مور) کارول یو شمیر نړیوال غبرګونه هم پارولي.

د روسیې یوه سناتور او په مشرانو جرګه کې د امنیت او دفاع جرګه ګۍ مرستیال فرانس کلینسویچ ویلي، چې د دغه بم په غورځولو سره امریکا روسیې ته خپل زور ښيي.

خو دغه سناتور وايي، چې د واشنګټن په دا ډول هڅو سره به د مسکو په سیاست کې بدلون را نه شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */