افغانستان عمومي نړۍ

په افغانستان کې امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړل شوی

په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت په افغانستان کې خپلو ټولو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د تښتونې او نورو خطرونو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د امریکا سفارت پرون په افغانستان کې د امریکايي وګړو لپاره یوه خبرپاڼه خپره کړه او په هغې کې یې دوی ته وویل، په نورو خطرونو سربیره د امریکايي اتباعو د تښتونې ګواښونه په کابل او نورو ولایتونو کې زیات شوي دي.

د امریکا د سفارت په دې خبر پاڼه کې ویل شوي، وسلوالې ډلې ، هغه کسان او ادارې چې له امریکاییانو سره اړیکي لري لکه دولتي ادارې ، سفارتونه ، پوځي تاسیسات ، سوداګریزې ادارې، هوایې ډګرونه ، رستورانونه او میلمستونونه ، تر ډیره هدف ګرځوي .

تر دې یوه ورځ مخکې وسلوالو طالبانو د امریکايي پوهنتون د هغو دوو استادانو ویډیو خپره کړ چې دې ډلې دوه میاشتې مخکې له کابله تښتولي و.

د طالبانو له خوا په دې خپره شوې ویډیو ګې امریکایې کیوین کینګ او اسټرالیایې تم ویکس له امریکايي چارواکو غواړي چې د دوی د ازادۍ لپاره دې طالب بندیان خوشې کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */