په استانبول کې د افغانانو ناورین او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ناخبري

په ټولنیزو رسنیو کې د ترکیې څخه د افغان، پاکستاني او سوریايي کډوالو بوږنونکي او په وینو لړلې ویډیوګانې او تصویرونه خپاره شوي چې په کې یو شمیر افغان کډوال د استانبول په سلطان غازي سیمې کې د ځايي خلکو له خوا په چړو وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د استانبول په سلطان غازي سیمه کې چیرې چې ډیر افغان کډوال اوسي شخړې اصلا د دوشنبې د ورځې راهیسې هغه مهال پیل شوي چې یو ځايي کس د کډوالو سره د شخړې پر مهال ووژل شو. یو شمیر افغان کډوالو ویلي چې دې ځايي کس له کډوالو موبایلونه اخیستل چې په شخړه کې ووژل شو، خو د ترکیې د حریت ورځپاڼې ادعا کړې چې دا کس وروسته له هغې له افغان کډوالو سره په شخړه واوښت چې هغوی یوه ښځه ځوروله.

حریت ورځپاڼې ددې وژل شوي ځايي کس د کاکا له خولې ویلي چې دده وراره افغانانو وژلي او د سیمې له خلکو یې غوښتي چې غچ واخلي او افغانان له دې سیمې وشړي.

د ترکیې د حریت ورځپاڼې په شمول ځايي رسنیو تایید کړې چې په سیمه کې د کډوالو پر ضد ددې وژنې وروسته پراخ احساسات راپاریدلي او ځايي خلکو پر کډوالو بریدونه کړي. خو ویلي یې دي چې د بلوا ضد پولیسو حالات کنټرول کړي.

خو په ټولنیزو رسنیو کې په ترکیه کې د میشتو افغانانو له خوا د ګڼ شمیر کډوالو د وژل کیدو او په چړو د ټپي کیدو ویډیوګانې او تصویرونه خپاره شوي چې د ځايي کردانو او ترکانو له خوا وهل شوي، ټپیان شوي او وژل شوي دي.

یو شمیر نور کډوال په خپلو کورونو کې ایسار دي او د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي.

د وژل شویو افغان او نورو کډوالو دقیق شمیر لا نه دی څرګند، خو ویل کیږي چې په تیرو درې ورځو کې تر پنځلسو زیات افغان کډوال د ځايي خلکو له خوا وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي چې ځینې یې روغتونونو د درملنې لپاره هم نه دي منلي.

د ترکیې د حریت ورځپاڼې که څه هم کډوالو ته اوښتي مرګ ژوبله نه ده تایید کړې خو ویلي یې دي چې د استانبول په سلطان غازي سیمه کې حالات لا هم ترینګلي او د کډوالو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو پر ضد خلک پاریدلي دي.

له استانبول څخه د یو شمیر کډوالو له خوا خپرې شوې ویډیوګانې  ډیرې د وینو ډکې دي چې لیدل یې ځورونکي تمامیږي.

افغان چارواکي څه وايي

په داسې حال کې چې په استانبول کې پر کډوالو مرګوني او خونړي بریدونه د دوشنبې د ورځې راهیسې پیل شوي خو په انقره کې افغان سفارت او په استانبول کې افغان کونسلګري تر اوسه ددې پېښو په اړه نه کوم عکس العمل ښودلی او نه یې له قربانیانو سره مرسته کړې.

کله چې د چارشنبې په ورځ په کابل کې رسنیو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند شکیب مستغني په شمول ددې وزارت له چارواکو د ترکیې د پېښو په اړه وپوښتل، نوموړې په دې اړه بشپړه بې خبرې وښوده.

خلک په ترکیه کې د افغانانو د عامه وژنې او ټپي کونو پېښو نه یوازې دا چې پر ترکیې چارواکو غوسه کړي بلکې په ترکیه کې د افغانستان د سفارت پر چارواکو هم غوسه دي. دوی وايي په ترکیه کې دې افغان سفیر او د سفارت او قونسلګیریو نور لوړ پوړي چارواکي د دومره لویې خونړۍ پېښې په وړاندې د بې غورۍ له کبله له دندې لرې شي.

د یادونې وړ ده چې هغه افغان کډوال چې اروپا ته د سفر په نیت له هیواد وتلې ګڼ شمیر د کلونو راهیسې په ترکیه کې ایسار دي او دغلته له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په دوی کې زیاتره ځوانان دي او په ډیرو مواردو کې د ځايي خلکو په وړاندې په ناسم چلن تورن دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */