خواړه روغه سټه کلتور او هنر

په اختر کې دا وخورئ، دا مه خورئ!

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

اخترونه د مسلمانانو د خوښۍ او را ټولېدو ورځې دي. دوی په دې ورځو کې سره را ټولېږي او د یو بل کره مبارکۍ ته ورځي. څو ورځې او ان یوه اونۍ مخکې په دې اړه فکر کوي، چې د اختر لپاره کومې مېوې او څه ډول خواړه تیار کړي. کوچنی اختر چې له روژې وروسته راځي، تر ډېره په کې د روژه لرونکو معدې د یوې میاشتې لپاره د ورځې لخوا استراحت وي، نو له زیات خوراک سره عادت کېدل یو څه وخت غواړي. د دې لپاره چې داختر په ورځو کې نارغ نه شئ او وزن مو هم زیات شوی نه، بلکې کنټرول شوی وي، ښه ده چې لاندې سپارښتنې عملي کړئ.

خواږه شیان لږ وخورئ
خواږه شیان لکه، چاکلېټ، نقل، کېک او کلچې هغه څه دي، چې د اختر په ورځو کې په هر کور کې ښه پرېمانه پیدا کېږي. دا هغه موا دي چې زیاته کالروي او په خپل ترکیب کې ډېر غوړ مواد لري. په تېره بیا ملایۍ، فندق، بادام، پسته او داسې نور چې پر یو وخت یې ډېر خوړل د غاښونو لپاره هم زیان رسوي او د چاغوالي لامل کېږي.

همدا راز کې د اختر په ورځو کې د پورته ذکر شویو خوراکي موادو په خوړو کې زیاتی وشي، د وینې فشار لوړېږي هغه ده چې انسان د زړه پر ناروغۍ اخته کېږي، چې کېدای شي د مغذي سکتې لامل یې هم شي. ډاکټران سپارښتنه کوي، چې د اختر په ورځو کې د خوږو او تنقلات په خوړو کې افراط مه کوئ. له خوړو وروسته مو سمدستي غاښونه یا برس او یا د تار په وسیله پاک کړئ. په تشه معده خواږه شیان مه خورئ، ځکه وینه کې مو د قندو د زیاتوالي لامل کېږي، هسې نه خدای مه کړه د شکرې په ناروغۍ اخته شئ. ښه ده چې د زیاتو چاکلېټو پر ځای یو څه ترخه کاکو وخورئ.

په اختر کې سالمه تغذیه
له زیات خوراک او ناستي څخه ډډه وکړئ
د معدې ستونزې او قبضیت هغه ناروغۍ دي، چې د اختر په ورځو کې ور سره ډېر کسان مخ کېږي. د دې ستونزې اصلي لامل زیات خوراک په تېره بیا د سرو شویو او غوړو خوراکونو کارول دي. د اختر په ورځو کې ډېر ناستی او له هغه خوړو څخه لږ ګټه اخیستل چې په ترکیب کې یې فیبر کم وي، د قبضیت لامل کېږي.

د دې ستونزې د مخنیوي لپاره له مېوو، سبزیو او هغه موادو څخه ګټه واخلئ، چې په ترکیب کې یې فیبر موجود وي، ځکه فیبر د قبضیت مخه نیسي. په ورځ کې یو څه وخت ارو مرو د د ورزش او ګرځېدو را ګرځېدو لپاره ځانګړی کړئ. په کافي اندازه د اوبو څښل د کلمو د پاکېدو او له بدن څخه د مضره موادو د وتلو لامل کېږي، نو هڅه وکړئ، د ورځې په اوږدو کې په کافي اندازه اوبه وڅښئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران