رسنۍ سپورټ نړیوال کرکټ

پنځه هغه کرکټ لوبغاړي، چې د انجونو په جنسي ځورونه تورن دي

اعلان

ليکنه: سمیع الله درانی

د کرکټ او ورزش نړۍ له لوبغاړو سره د نړۍ ډېری خلک مینه لري او دوی ته په خورا درنه سترګه ګوري، خو ځېنې لوبغاړي بیا د جنسي غریزې ډېر وږي وي او غواړي، چې د هوس او هوا په لوموکې خپل شهرت ونښلوي او بالاخره د هوښیارې مرغۍ په څېر له دواړو پښو ګېر شي.

همداسې د کرکټ نړۍ پنځه مشهور لوبغاړي هم د خپلو نفساني خواهشاتو په لوموکې ګېر شوي او اوس یې افشا کېدل هم پیل شوي دي.

د کرېک ټرېکر وېب پاڼې د پنځه هغو کرکټ لوبغاړو هغه ناکاره چټ خپور کړی، چې له انجونو سره یې د خپلو ټولنیزو رسنیو له اکاونټونو (ګڼونونو) څخه کړی دی.

شېن وارن

شېن وارن د اسټرالیا مشهور لېګ برېک بالر دی، هغه د لېګ برېک بالېنګ پاچا بلل کېږي، خو د هغه جنسي غریزه په زړښت کې هم خورا په جذبه کې ده.

نوموړی چې د نړیوال جام پر مهال په لندن کې و، یوې اسټرالیایۍ محصلې سره په لندن کې په ټولنیزه رسنۍ جنسي چټ کړی دی.

شېن وارن له جینۍ سره چټ کوي، جینۍ ورته ښه په ادب لګیا ده، خو شېن وارن له چوکاټ وتلی او ورته ویلي یې دي، چې (( زه له تاسره بدې ټوکې غواړم)).

د شېن وارن له خوا خبره تر جنسي اړیکو پورې شوې؛ خو جینۍ هغه خېله کړی او بیا یې د هغه چټ په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی.

په دې ډول د شېن وارن حیثیت ته صدمه رسېدای شي.

وارن تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

هندی لېګ برېک بالر چهل

د نیلوني په نامه یوې شل کلنې انجلۍ په خپل انسټګرام یو تصویر چې نیم لوڅ و او د انجلۍ سینې پکې بربنډې وې، خپور کړی دی، چهل ورته ولیکل چې ډېر ښکلی دی، ښایي نوموړي لا نورې خبرې لیکلي وي؛ خو جینۍ د چهل همدا جمله خپره کړې؛ هندي بالر بیا وروسته له انجلۍ څخه بخښنه غوښتې.

امام الحق

پاکستانی امام الحق چې نسبتاَ یوې تبلیغي کورنۍ کې زېږېدلی؛ خو نفسیات یې بدل ښکاري، هغه یوې انجلۍ سره په چټ یا ګپ شپ کې ګرم راغلی و او ورته ویلي دي، چې زه غواړم ستا جنسي انځورونه وګورم؛ نو جینۍ د نر لور د ده چټ رااخېستی او د نر په څېر یې په خپل اکاونټ خپور کړی.

امام الحق اوس د خپلو مینوالو د خندا شو.

مونټي پانېسار

مونټي پانیسار هندي الاصل انګلستانی دی، چې د انګلستان ملي لوبډله کې په اشېز سیالیو کې ۲۰۱۳ او ۱۴ کلونوکې لوبېدلی دی.

هغه یوې انجلۍ ته د جنسي تقاضا لپاره ویلي وو (( زه امریکایي انجونې زیاتې خوښوم))، چې جنسي مقاربت ورسره وکړم.

محمد شمي

مسلمان هندی محمدشمي چې خورا ښه بالر دی، نوموړی یو ځل مخکې هم د خپلې ښځې له خوا له نورو ښځو سره د جنسي اړیکو په تور تر محکمې رسېدلی و او همدې چارې د هغه د ښځې او شمي ترمنځ اړیکې خړې کړي دي.

د شمي ښځې د هغه د واټس اپ چټ ته لاسرسی موندلی و، چې له مختلفو ښځو سره یې جنسي ګپ شپ لګولی و.

شمي اوس په انګلستان کې په انسټګرام خپلې یوې مینوالې ته مسیج لیږلی و، دغه ښځه صوفیه نومېږي او هغې ښځې بیا د ده په دغه جنسي پېغام انتقاد کړی دی.

دا پنځه هغه لوبغاړي دي، چې تازه یې له انجونو سره د جنسي چټ سکرین شاټونه نشر شوي او دا سکرین شاټونه بیا د کرېک ټرېکر وېب پاڼې رااخېستي دي.

نو ټولو اشخاصو ته په جنسي برخه کې ډېر احتیاط پکار دی، ځکه په نړۍ کې ډېری انجونې په بلېک مېل اخته دي او مشهور نارینه په لوموکې ګېروي او بیا تر ثبوت موندلو وروسته ترې د پېسو غوښتنه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی