کلتور او هنر

پنځه افغان سندرغاړې چې په سختو شرایطو کې یې موسیقي پاللې

وروستي څو کلونه د افغاني موسیقۍ د ودې له پاره بد نه وو. که څه هم د ځینو په باور په دې موده کې افغاني او په ځانګړې توګه پښتو موسیقي د شعر د ځواک او هنریت له پلوه ډېره غني نه ده خو په ټولنه کې د موسیقۍ عامولو په برخه کې د پام وړ کار شوی دی.

په داسې حال کې چې تیرې څو لسیزې په افغانستان کې له جګړو او ناورینونو سره ملې وې، خو په همدې سختو شپو ورځو کې یو شمیر ښځینه او نارینه سندرغاړو هڅه وکړه چې د موسیقۍ ډیوې روښانه وساتي.

په وروستیو کلونو کې پر نارینه و سربېره یو شمېر ښځينه سندرغاړې هم د موسیقۍ برخې ته راغلې چې تر یوه حده یې د شمېر له پلوه په دې برخه کې شته تشه راډکه کړې ده خو د کیفیت او هنریت له پلوه لا هم ځينې ستونزې پاتې دي.

په تېر کې په افغاني موسيقۍ کې د ښځينه سندرغاړو برخه خواره وه ، خو يوه نيمه چې دې ډګر ته راوتې نو هغې پر ځان ګڼې دودیزې، د کاري چاپیریال ستونزې او د خلکو خبرې منلې دي.

په دې لیکنه درته د افغانستان پنځه نوموتې ښځینه هنرمندې درپېژنو چې د ناورین په دې اوږدو لسیزو کې یې د ګڼو ټولنیزو، امنیتي او نورو ستونزو سربیره پښتو موسیقي پاللې ده.

ښاپېرۍ نغمه

نغمه چې کورنی نوم ېې “ښاپېرۍ” دی د افغانستان يوه تکړه سندرغاړې او د ۱۹۷۰ زېږيز کال د پيل ځلانده او نوميالۍ هنرمنده گڼل کېده .

ښاپېرۍ ٬نغمې٬ خپل پخواني خاوند منگل سره يوځای د افغانستان سندريز بڼ د پښتو او دري ژبو په سندرو تود ساتلی و . د سندرو پسته او كوډگره ژبې یې ان د ډیرو شډلو اوریدونکو ذهنونو ته هم لاره موندلې ده.
نغمه د پښتو ژبې د ښځينه سندرغاړو مخکښه ده.
نغمې د ګڼو دودیزو ستونزو باوجود وکولی شول چې د خپل پخواني خاوند منګل په مرسته د پښتو موسیقۍ په نړۍ کې وځلیږي. هغه که په کډوالۍ کې وه او که په هېواد کې د سندرو بازار یې تود وساته. له نغمې سره یې په ښکلي غږ سربېره ښکلې څیرې هم مرسته وکړه چې ډیر زر په لر اوبر کې د موسیقۍ د مینه والو زړونو ته لاره ومومي.

ښاپېرۍ نغمه د سيد سلېمان شاه لور ده او په ۱۱ د مرغومي، ١٣٤٢ ل. كال کې د کندهار ولايت د چاوڼۍ د سيمې په ۷مه ناحيه كې زېږېدلې ده.

د ښوونځي له وختونو يې ترانې وييلې او لومړی ځل يې په ۱۶ کلنۍ کې د افغانستان په تلويزون باندې سندرې وييل پيل کړل او لومړنۍ سندره یې داسې وه چې :

سوځم په غمو کې په چلن د زمانې
وځي مې له خولې نه ستا د مينې ترانې

ښاپېرۍ د كندهار هغه سندرغاړې ده، چې په ټوله نړۍ كې پېژندل شوې او تر اوسه يې دسندرو سلګونه البمونه خپاره کړي.

پر دې سربېره نغمې په اروپا، اسيا او شمالي امريكا كې يو لړ كنسرټونه هم وركړي دي. نوموړې په وړوكتوب كې دسندرو ويلو ترڅنگ د سندرو ليكلو وړتيا هم درلوده. همدا لامل و، چې شاعره شوه او د شعرونو يوه ټولگه یې هم خپره شوې ده.

نغمه په پيل كې د خپلې كورنۍ له خوا له يولړ ستونزو سره مخامخ وه، خو نوموړې وتوانیده چې د ښځو د موسیقۍ په وړاندې د شتو کلتوري ستونزو په وړاندې مقاومت وکړي او ځان تر اوسني ځایه ورسوي.

نغمې تر ۹ ټولگي د کندهار په بي بي عينو لېسه کې زده کړې کړي، کابل ته د کډه کېدو وروسته يې په رابعه بلخي لېسه کې تر ۱۲ ټولگي خپلې زده کړې رسولي خو د ۱۲ ټولگي بريليک يې نه دی ترلاسه کړی.

قمرګله

ميرمن قمرګله په اصل کې د ننګرهار د بهسودو اوسيدونکې ده . ځوان ولسي سندرغاړى رضوان منور مېرمن قمرګله داسې راپېژني:

”مېرمن قمرګلې اصلي نوم حسين بي بي و په حسنۍ مشهوره وه . دا اصلاً د خوګياڼو ولسوالۍ د کږې د ارغچ وه ، له هغې ځايه يې کورنه وروسته شګې او بيا بهسودو ته رالېږدېدلي .“

خو په انټرنيټي پاڼو کې د نوموړې د زوکړې سيمه د ښېوې ولسوالۍ د شګې سيمه ښودل شوې ده. قمرګلې په لومړيو کې د خپل کلي او بانډو په خوښيو او ښاديو کې د ښځو سره سندرې ويلې .

قمرګله د افغاني موسیقۍ داسې جادوګر غږ دی چې د سندرو انګازې یې د هیواد له پولو اخوا تر لرې لرې رسیدلې دي.

قمرګله لا اوه کلنه وه چې له موسيقۍ سره يې مينه پيدا شوه او د سندرو دنيا ته يې مخه کړه په کليوالو ښځو کې د نوموړې استعداد لوړ و . څرنګه چې قمرګله له يوې غريبې کورنۍ څخه وه، نو د خلکو له نظره هم لويدلې وه . خو چې کله يې خوږ غږ د هر چا تر غوږو ورسېد نو بيا په ودنو او ښاديو کې سندرو ويلو ته وهڅول شوه .

د قمرګلې لومړۍ سندره (( په مامينه سترګې دې سرې دي . بېګا دې ډېر ژړلي دينه)) وه. د قمرګلې استعداد ورو ورو وغوړيده . قمرګلې د ١٣٤٥ ـ ١٣٤٦ کلونو په منځ کې راډيو افغانستان ته لاره پیدا کړه، چې کابل ته په تګ کې د نوموړې راشه درشه له يو شمير سندرغاړو په تېره د استاد زاخيل سره پيدا شوه او له هغه سره يې واده هم وکړ .

د نوموړي په کورنۍ کې د ده يو ورور چې خان شيرين نوميده باجه غږوله.

قمرګلې زده کړه نه لرله او نه په ليک لوست چندان پوهيده. شعرونه به يې په ياد داسې زده کول چې نورو به ورته لوستل او دې به ورته غوږ نيولى و. زاخيل هم چې د قمرګلې استعداد ته پام وکړ نو د نوموړې د هنري استعداد په روزنه کې يې هڅې پيل کړې .

ګل زمان چې په پښتو کې د وتليو کمپوزرانو څخه دى وايي چې په ١٣٤٨ کال قمرګله ده له ځان سره کابل ته بوتله . هلته يې پرې يو سروکى (مادبنګو کنډولي مات کړي دينه …) ووايه. د ده په وينا قمرګلې دا سروکى ډېر ښه ووايه.

استاد ګل زمان زیاتوي ”همداسې دوه درې نورې سندرې يې هم وويلې چې دا يې له برکته ډېره وځليده . قمرګلې يو نوم پيدا کړ. پر همدې کال مزار شريف ته د يو کنسرت لپاره لاړو په دې سفر کې قمرګله هم راسره وه . له همدې سفره د قمرګلې او زاخيل ترمنځ اړيکې جوړې شوې او بلاخره واده يې وکړ.“

قمرګلې د خپل هنري فعاليت په ترڅ کې په سلګونو سندرې وويلې. نوموړې په ١٣٧١ لمريز کال پېښور او وروسته له هغې ځايه کاناډا ته لاړه اوس هم هلته اوسي. قمرګله د خپل هنري ژوند په بهير کې د ظاهرشاه ، داودخان ، ببرک کارمل او ډاکتر نجیپ اله د واکمنۍ پر مهال په طلايي مډالونو وياړل شوې ده.

مېرمن قمرګله ١٩٩٨ کال په کليفورنيا کې د افغانانو د ټولنې له خوا د ښې سندرغاړې جایزه هم ترلاسه کړې ده.

هنګامه

هنګامه د افغاني موسیقۍ د اسمان هغه ځلانده ستورې ده چې د خواږه غږ، ښه هنر او ښایسته څېرې له امله په افغانستان او بهر کې یو زیات شمېر مینه وال لري.

هنګامه اوس هم ښکلی غږ او ښکلې څېره لري. ځينې خو د هنګامې او د نغمې د ځوانې راز ته هک پک دي. ځکه تر ډېرو ځوانو دوی تازه او ځوان ښکاري.

هنګامه په ۱۹۶۲ کال د کابل ولایت په یوه هنري کورنۍ کې زېږیدلې ده.
د هنګامې په کورنۍ کې د هغې مور، پلار، خور او خاله هم سندرغاړې وو.

فرشته سما د هنګامې سندرغاړې خور ده چې فرشته هم د خپل هنر ګڼ مینه وال لري. هنګامه په خپله وايي چې ان له کوچنیوالي يي له سندرو ویلو سره مینه وه او هماغه وخت به يې هم زمزمې کولې.

هنګامه وايي نوي او ځوان سندرغاړي باید د مخکنیو سندرغاړو سندرې واوري، غوږ ونیسي او په مسلکي ډول دې هنر ته داخل شي.

د هغې په وینا نن سبا په افغانستان کې داسې دود شوی چې نوې سندرغاړې غواړي په یوه سندره تر شهرت ورسیږي او وروسته له هغې تجارتۍ سندرې ووايي. هغه دا هم وايي چې اکثره نوې سندرغاړي کاپي سندرې وايي. د هغې په باور کله چې یو سندرغاړې کليپ جوړوي باید هڅه وکړي چې سندره يې خپله وي او په راتلونکې کې یو ښه هنري اثار ټولنې ته پرېږدي.

هغه وايي ددې په باور یو هنرمند چې هر څومره په خپل مسلک کې مسلکي او پوه وي هماغومره ژر شهرت ته رسیږي. هغه وايي نوي سندرغاړي باید هڅه وکړي چې راتلونکې ته ښه هنري اثر پرېږدي.

د هنګامې په خبره د موسیقۍ روان بهیر ډېر بد نه دی. ځينې ښې سندرې هم ویل شوي چې هم د شعر د انتخاب له پلوه ښې دي، هم ورته ښه کمپوز جوړی شوی وي او هم په ښه ډول ویل شوي دي.

هنګامه اوس هم ښکلی غږ او ښکلې څېره لري. ځينې خو د هنګامې او د نغمې د ځوانې راز ته هک پک دي. ځکه تر ډېرو ځوانو دوی تازه او ځوان ښکاري.

رخشانه

د افغانستان په موسیقۍ کې یوه له مخکښو میرمن رخشانه ده. هغې چې کله په دې لاره کې قدم کېښود له ډېرو نورو ښځينه افغان سندرغاړو له پاره يې په دې لاره کې بندې دروازې پرانیستلې. هغه وخت سخت وو او چا نه شول کولی چې پرته د قربانۍ په دې لار کې قدمونه اوچت کړي.

میرمن رخشانه هغه هنر منده وه چې د نن ورځې د ښځینه سندغاړو لپاره پل جوړونکي بلل کیږي.

رخشانه په شروع کې له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ او له هغې راتېره شوې ده. رخشانه هغه هنرمند وه چې د خپل خوږ غږ او ښه هنر له امله ډېره ژر د شهرت تر پورړیو پورې ورسیده.

ویل کیږي چې میرمن رخشانه د افغانستان د اصلي موسیقۍ بنسټ ایښودونکې ده او دې برخې ته کړی خدمت يې نه هیرودونکی دی. میرمن رخشانه هغه هنرمنده وه چې د نن ورځې د سندغاړو لپاره پل جوړونکي بلل کیږي.

دغه هنرمنده او په هنر مَینه سندرغاړې د ثور له کودتا وروسته له موسیقۍ یوه طرف ته شوه مګر ددغې هنرمندې غږ او هنر لا هم د هغې مینه والو هېر کړی نه دی.

قندي کوچۍ

قندي کوچۍ چې اصلي نوم یې ګلثوم دی په کندهار کې دې نړۍ ته سترګې غړولي او د ۱۵ کلنې په عمر کې د خپلې کورنۍ سره کوټې ته کډواله شوې ده.

له کوټې کراچۍ ته تللې ده. قندي کوچۍ پنځه ماشومان لري چې دوه يې لوڼې او درې يې زامن دي.

قندي کوچۍ تر دې مهاله سلګونه سندرې ویلي دي چې له امله يې په ټولنه کې ګڼ مینه وال لري.

د قندي کوچۍ اکثره سندرې ولسي پښتو سندرې دي او د پيرمحمد کوچي سره یو ځای دی چې په ولس کې د خلکو تر منځ ډېرې اوریدل کیږې.

بخت زمینه

وا سربازه یاره خیژه په مرچل باندې
بیا به دې ویده کړمه سیوري د اوربل لاندې

د جادوګر غږ لرونکې بخت زمینه د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال په نامعلوم ځای کې په مرموز ډول ووژل شوه.

د بخت زمینې دا سندره د خلکو ترمنځ خورا مشهوره ده. که چرته د بخت زمینې نوم اخیستل کیږي نو ضرور به ورسره د وسربازه یاره یادونه هم کیږي.

بخت زمینه د افغانستان هغه پښتنه سندرغاړې وه چې ښکلي غږ او ښکلي څیرې یې د مینوالو شمیر زیات کړی و.

بیخت زمینه د کونړ ولایت اوسیدونکې وه او د پښتو موسیقۍ ځینې څارونکي باور لري چې په ښځينو سندرغاړو کې لا هم بله بخت زمینه نه ده پیدا شوې چې په پښتو پاپ موسیقۍ کې د هغې ځای ونیسي.

بخت زمینې د ګوتو په شمېر سندرې ویلي دي خو په ټولنه کې د خلکو تر منځ خورا مشهوري دي او همدا لامل دی چې لا هم بخت زمینه د خلکو په شونډو او زړونو کې ژوندۍ ده.

د جادوګر غږ لرونکې دغه ښکلې هنرمنده د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال په نامعلوم ځای کې په مرموز ډول وژل شوې ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */